Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»زکات (دویمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _26 _مارچ _2025AH 26-3-2025AD

زکات (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: سید مصلح ­الدین

زکات (دویمه برخه)

د انسان طبیعت او پر ژوند او تمدن یې اغېزې:
الله تعالى د جماداتو او حیواناتو د طبیعتونو په خلاف، د انسان په خټه کې له ښکلا، ظرافت، پاکۍ، تنوع، د خوراک او څښاک پراخي او په کرنه او نسل کې له زیاتوالي سره مینه اغږلې ده. په غوښتنو کې دا طبیعي ډېروالی د انسان ژوند ته سړه او توده، جذبه او د مبارزې روحیه ورکوي او دې هستۍ ته د پرمختګ، بدلون او د تازه‌‌والي احساس وربښي. الله تعالی په دې اړه د انسان واګې پخپله دوی ته ورپرېښي دي: «كُلاً نُمِدُّ هَؤُلاء وَهَؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا. انظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأكْبَرُ تَفْضِيلا».[1] «له هر یو سره موږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره او له دغو سره، او ستا د رب عطا (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده. ته وګوره! څرنګه موږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا آخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى».
انسان ته دا په زړه کې وراچول شوي، چې له یو بل سره همکاري وکړي، حقونه تضمین کړي، د لارو او سیمو خوندیتوب او امنیت ته پاملرنه وکړي، د رزق د ترلاسه کولو او د مشترکو ګټو  د پوره کولو په لاره کې له مسافرۍ او ننګونو سره لېوالتیا ولري او دا ټول یې د دورو، وختونو او ځایونو پر اختلاف سربېره د انسان په خټه کې اغږلي دي: «لإيلافِ قُرَيْشِ. إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشَّتَاءِ وَالصَّيْفِ. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مَن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ».[2]  «د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې، د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه، نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي، هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده».
د انسان د جوړښت او حقیقت غوښتنه دا ده، چې ملکیت ونه لري او ملکیت د الله تعالی په واک کې وي:
د انسان دې فطري جوړښت او داسې عملي حقیقت ته په کتو، چې په هغه کې د ده کمزوري او عاجزي په غالبه بڼه ښکاره کېږي او بل لور ته بیا الهي ربوبیت په ښکلو ځلاوو کې راڅرګندېږي، د سالم عقل، منطق او وجدان حکم دا دی، چې انسان دې د ملکیت حق ونه لري او د کوم شي نسبت دې هغه ته نه کېږي؛ خو که دا نسبت د هغه شودي­خور ماشوم په دود وي، چې د مور په غېږ کې وي او د پلار او مور د مهربانۍ تر سیوري لاندې رغړي رارغړي او د هغوی تر نظر لاندې روزل کېږي او د هغوی په زحمت ژوند کوي، بیا پروا نه کوي. حقیقت دا دی، چې انسان د لوی او ځواکمن رب د مهربانۍ په وړاندې، د مور و پلار په کور کې تر هغه ماشوم هم کم قېمته او بې‌ارزښته دی.
«وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ».[3] «او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په آسمانونو او ځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى».
له همدې امله، ټول هغه شیان چې د انسان په ملکیت کې دي او د  ناپوهۍ له امله، چې د کومو توکو او شتمنیو نسبت ځان ته کوي، هغه باید هغه ذات ته منسوب کړي، چې هغوی یې پیدا کړي دي، روزلي یې دي او ساتنه یې کوي، هغه ذات چې انسان ته یې د مشخص هدف په ترڅ کې تر ټاکلې مودې او په محدوده لاره کې د هغو د کارولو توان ورکړی دی.
د اسلامي اقتصاد د سیستم اصلي فکر، الله تعالی ته د حقیقي ملکیت پر اثبات ولاړ دی:
د همدې حقیقت له مخې چې پر ټولو نورو حقایقو برلاسی دی او په واقعیت کې هغه روح دی چې پر ټولو دیني، اخلاقي او اقتصادي نظامونو مسلط دی، قرآن د ټولو انساني حالاتو نسبت الله تعالی ته کړی او د انسان لپاره یې د امانت او خلافت له منصب پرته بل څه نه دي اثبات کړي او ځینې وخت په دې تعبیر: «وَآتُوهم مِنْ مَالِ اللهِ الَّذِي آتَاكُمْ».[4] «او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى».
ځينې وخت په دې تعبیر: «وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ».[5] «او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلکو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ».
مسلمانانو ته یې خطاب کړی دی او دا حقیقت یې ثابت کړی دی چې الله تعالی حقیقي مالک او وارث دی او هغه انسان چې ډېره کمه پانګه لري، هیڅ ښېګڼه، احسان او برتري نه لري او هیڅ داسې کارنامه او ویاړ نه لري چې استدلال ورباندې وکړي او ورباندې ونازېږي.
الله تعالی فرمايي: «وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ». «او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى، چې د الله په لاره كې خپل مال نه لګوئ، حال دا چې د آسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى».[6]
د دې جوړښت غوښتنه دا ده، چې انسان له خپلو ټولو شتمنیو لاس په سر شي او هغه ته آن په خپلو چارو کې اختیار او دخالت ور نه کړل شي، هغه که دا مالونه زیات وي او که کم وي، لاسونه یې وتړل شي او د انتخاب او آزادۍ حق ترې اخیستل شوی وي.
انسان ته د ملکیت او مالونو د منسوبولو راز او د هغې ګټې:
الله تعالی په وروستي آسماني کتاب، په قرآن­کریم کې په مستقیمه او یو اړخیزه توګه د انسان د مالونو او د هڅو د پایلو نسبت ځان ته نه دی کړی. که چېرې داسې شوي وای، د حیرانتیا او تعجب ځای به هم نه و، خو په پایله کې به یې انسان په خپل ځان باور، د کرامت احساس او  په خپلو وړتیاوو او انرژۍ تکیه له لاسه ورکړې وای. دې چارې هغه د هڅو له احساسه، د لویو فکرونو له جذبې، د سیالۍ له انګېزې او د خپلو خواریو د ثمرې له خونده محرومولی شو، هغه خوند چې د انسان په فطرت کې نغښتی دی. داسې چې آن ماشومان هم د کور وسایل یا د پلار شتمنۍ ځان ته منسوبوي او له دغې چارې خوند اخلي. په دې کار سره به انسان د مالونو او شتمنیو په ساتنه، پاکولو، پراختیا او د هغو په تولید کې د مینې، زړه سوي، خیرغوښتنې او اخلاص له انګېزې څخه بې‌برخې شوی و، د انسان ژوند به د مبارزې، جګړې، زیار او هڅې له پیاوړو عواملو او انګېزو څخه خالي شوی وای او دا نړۍ به په لویه فابریکه بدله شوې وه چې په هغو کې به انسانانو د جامدو، بې‌ساه، بې‌زړه او بې‌وجدانه وسایلو په څېر فعالیت کاوه او خوند او ګټه به یې نه لرله. له دې مخې قرآن مخکې تر دې چې د مالونو نسبت خپل حقیقي پیداکوونکي او روزي ورکوونکي ته ورکړي، د هغو نسبت یې د هغو کاسبانو، تولیدوونکو او لرونکو ته ورکړی دی او فرمایلي یې دي: «وَلَا تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إلَى الْحُكَامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ». «او خپل مالونه په خپل منځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلکو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ».[7]
همداراز، فرمايي: «الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُوا مَنَّا وَلا أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ».[8]  «هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نزد د دوى اجر دى او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي».
فرمایلي یې دي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الْأَرْضِ».[9] «اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې موږه ستاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي».
فرمایلي یې دي: «وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً».[10] «او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي».
فرمایلي یې دي: «وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ».[11] «او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي».
نور آیتونه چې په هغو کې د مالونو، عاید او کسب نسبت انسان ته شوی دی. په دې اړه الله تعالی پر انسان داسې رحم، مهرباني او کرم کړی دی او انسان یې عزتمن بللی چې هغه مالونه یې قرض نومولي چې د الله په لاره کې یې نفقه کوي او د هغه له بندګانو سره ورباندې مرسته کوي: «من ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً».[12] «څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله ) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره».
فرمایلي یې دي: «إن تُقْرِضُوا اللهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ».[13] «كه تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي».
فرمایلي یې دي «وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا».[14] «او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض».
دوام لري…

[1]. اسراء: 20-21.

[2]. قریش سورة.

[3]. روم: 27.

[4]. نور: 33.

[5]. حدید: 7.

[6]. حدید: 10.

[7]. بقره: 188.

[8]. بقره: 262.

[9]. بقره: 267.

[10]. نساء: 5.

[11]. محمد: 36.

[12]. بقره: 245.

[13]. تغابن: 17.

[14].  مزمل: 20.

Previous Articleشیبې له روژې سره (پنځه ویشتمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (شپږویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک یوویشتمه برخه په عبادتونو کې…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD1 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اووه وېشتمه برخه ج: د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD10 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه دوهمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.