Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (څلورمه برخه)
متفرقه شنبه _15 _مارچ _2025AH 15-3-2025AD

د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: سید مصلح الدین

د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (څلورمه برخه)

۲. د تکفیر معیارونه او اصول:
الف. د کفر تحقیق، او د اطمنان حاصلول:
د یوه مسلمان تکفیر ډېر ستر او خطرناک عمل دی او لوی زیانونه له ځان سره لري؛ نو له همدې امله، اړینه ده، چې تر تکفیر وړاندې د شخص د کفر په اړه بشپړه څېړنه، پلټنه او اطمنان  ترلاسه شي او دا کار باید د معتبرو علمي وسایلو له لارې ترسره شوې وي. همداراز، د څېړنه پر مهال باید د شاهدانو خبرو ته کامله پاملرنه وشي، ځکه هسې نه چې له مستندو دلایلو پرته د چا د ژوند د اخیستو لامل شي، چې د داسې عمل جبران بیا ناممکن دی.
ب. د کفر د عواملو په اړه پوهه:
د تکفیر دوهم معیار دا دی چې باید پر دې ډاډه شو، چې مقابل لوری په دې ښه پوهیږي چې د ده خبرې، کړنې یا هغه څه چې دی پرې عقیده لري، هغه پر الله و د هغه پر رسول د کافرېدو په معنا ده او پر دې پوهې سربېره بیا هم په خپل دغه عمل ټینګار کوي.
د بېلګې په توګه، که څوک په داسې حال کې د حج فرضیت رد کړي چې پوهېږي حج د قرآن کریم او سنتو د نص پر اساس فرض دی او همداراز، په دې پوهیږي چې له حج څخه انکار د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) او د هغه د رسالت تکذیب او انکار دی، نو هله بیا له دین څخه د دا ډول کس د وتلو حکم صادریږي. په همدې اساس، که څوک «د دین ضروریات» نه رعایتوي، خو له ضروریته یې انکار هم نه کوي، دا عمل یې کفر نه ګڼل کېږي.
ج. عمد او قصد:
په تکفیر کې یوازې پر دې بسنه نه کېږي، چې شخص دې د کفر له عواملو او له دین څخه د وتلو په پایلو خبر وي، بلکې یو بل شرط هم باید ورسره مل وي او هغه عمد او قصد دی. له همدې امله، که څوک د غلطۍ، غفلت یا ورته عواملو له امله کفري خبرې وکړي نو نه تکفیر کیږي. الله تعالی فرمایي: Pوَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ فِیْمَا اَخْطَاْتُمْ بِهٖ وَلٰكِنْ مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕO[[1]]  «او په تاسو په هغه شي كې هېڅ ګناه نه­شته چې په كې خطا شئ او لېكن (ګناه شته د ) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي».
د. اختیار او د اکراه نفي:
د تکفیر یو بل شرط دا دی چې شخص باید په خپله خوښه او اختیار سره په کفر اعتراف وکړي، که د خبرو له لارې وي او که د عمل له لارې. له همدې امله، که څوک د مجبوریت له امله کفري خبره وکړي، نو تکفیر کیږي ‌نه. الله تعالی فرمایي Pمَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ O[[2]] «هغه څوك چې تر ایمان راوړلو وروسته په الله كافر شو، [البته] له هغه چا پرته چې زور [یا فشار] پرې راوستل شي، په دې حال كې چې د هغهٔ زړهٔ په ایمان سره مطمئن وي او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راضي شي)، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى».
۳. د تکفیر موجبات:
په اسلام کې اساسي اصل دا دی چې د نورو مسلمانانو د خبرو، کړنو او عقیدو په اړه باید حسن‌ظن یا نېک ګماني ولرو. له همدې امله، هیڅ مسلمان یوازې د شک، شبهې، د بل د خبرو د ناسم تعبیر، د نظر د اختلاف، یا د استدلال او پایلو د تفاوت له امله د بل مسلمان د تکفیر حق نه لري؛ نو یوازې هغه وخت د یوه مسلمان د تکفیر په اړه حکم کولای شو، کله چې د لاندې څلورو حالتونو له جملې د یوه په اساس د ذکر شوو مواردو په وړاندې مخالفت څرګند کړي:
الف. قول:
دلته اساسي شرط دا دی چې شخص باید عاقل، بالغ او د مسئولیت خاوند وي او په بشپړ ډول د خپل قول له پایلو او عواقبو څخه خبر وي او له دې لارې خپله انکاري عقيده په ډاګه کړي. د دې اقرار د آثارو په ترتیب کې، د اقرار کوونکي د موخو تر منځ توپیر نه شته؛ یعنې د ده قولي اقرار که پر دین د استهزاء یا ملنډو په موخه وي، که د دښمني او سرتمبګۍ له وجې او که د عقېدې [د ښکاره کولو] په قصد وي، په دې ټولو صورتونو کې یې تکفیر ته لاره خلاصیږي.
ب. فعل:
اهل قبورو ته د نږدې کېدو په خاطر قبرونو ته سجده وکړي یا طواف ترې وکړي.
ج. اعتقاد:
یعنې که یو څوګ عقیده ولري، حتی که په ژبه اقرار او د دغې عقیدې مطابق عمل ونه‌ کړي، بیا هم کافر کېږي. د بیلګې په توګه، په دې باور وي، چې الله بخیل یا ظالم دی، د قیامت، آخرت، جنت یا دوزخ نه‌منل، دا عقیده چې ځینې یا ټول پیغمبران دروغجن وو، د مسیلمه کذاب نبوت منل، دا عقیده چې نور موجودات (لکه پیغمبران، ستوري، لمر، او نور) د الله سره په الوهيت کې شریک دي؛ نو څوک چې دا ډول عقیده ولري، کافر دی او له اسلام څخه وتلی دی. د دې ډول عقیدې له امله د هغه اعمال باطل او ځای یې جهنم دی. قرآن کریم د دې وروستۍ عقیدې په رد کې فرمایي: Pذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُO ژباړه: «دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې له الله پرته وربولي هغه باطل دي».
د. شک:
که څوک وایي: زه نه‌پوهېږم او شکمن یم چې الله حق دی که نه دی؛ نو دې ډول شک ته «د کفر شک» ویل کېږي. همداراز، که څوک وایي: زه نه‌پوهېږم او شکمن یم، چې د قیامت ورځ به وي او که نه؟ یا دا چې پیغمبران په حقه وو او که نه؟ او یا داسې ووايي، چې زه نه‌پوهېږم چې جنت او دوزخ به حق وي او که نه؟ نو دا شخص کافر بلل کېږي او که توبه ونه‌باسي، د خپل کفر له امله به مجازات شي؛ ځکه چې دا شک د نصوصو او د امت د اجماع خلاف دی، یعنې «د دین په ضرورياتو» کې شکمن دی.
البته، وسوسه له شک څخه جلا ده؛ ځکه چې وسوسه د مؤمن په زړه کې ځای نه نیسي او په ایمان یې اثر نه‌لري. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: «الله تعالی د بنده‌ګانو له هغو (وسوسو) څخه تېر شوی، چې  په ژبه یې و نه‌وایي یا عمل ورباندې ونه‌کړي».[[3]]
دوام لري…

 

[1] – الأحزاب: ۵.
[2] – النحل: ۱۰۶.
[3] – صحیح مسلم، ج۱، ص۸۲.
Previous Articleشيبې له روژې سره (څوارلسمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اته شپېتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اووه‌ویشتمه برخه په مصر…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه لومړۍ برخه لنډیز: سیکیزم د نړۍ له…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه درېیمه برخه د…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته وېشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته ویشتمه برخه د وطني مینې یا وطن دوستۍ حکم څه دی؟…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.