لیکوال: مهاجر عزیزي
شيبې له روژې سره (دولسمه برخه)
د رمضان میاشت، برکتونه او فرصتونه
۲. د روژې جسمي او طبي ګټې
روژه ډېرې جسمي او طبي ګټې لري، چې دلته یې ځینو ته اشاره کوو:
الف: د هاضمي سیستم د ناروغیو درملنه
په تېره برخه کې مو دې ته اشاره وکړه، چې روژه د بدني ناروغیو پر رغونې خاصې اغېزې لري. له هغې جملې، د هاضمې سیستم د ناروغیو په درملنه کې د روژې ځانګړې ونډې ته اشاره کولی شو، (لکه د معدې زخم، رفلاکس، سوء هاضمه او د هاضمې سیستم نور اختلالات).
طبیبان وايي: «روژه په رمضان کې د بدن ټولو سیستمونو ته دمه ورکوي او مرسته ورسره کوي چې د یوه کال تر دوامداره فعالیت وروسته خپل ځواکونه نوي کړي. همداراز، د روژې له امله رواني آرامتیا، د هاضمې سیستم په تېره د کولمو پر فعالیت مستقیم اغېز لري او د تحریک منونکې کلومې د سنډرم، باد، د کلومو د ګازونو، اسهال او قبضیت په څېر د ناروغیو بېلابېلې نښې ورسره راکمیږي.»[1]
پر دې سربېره، د ځينو مسلمانو څېړونکو څېړنو او تجربو ښودلې، چې روژه د معدې د زخم په درملنه کې ګټوره ده؛ ځکه د معدې د تېزابو د کچې له تنظیمولو سره مرسته کوي. د معدې د تېزابو ترشح د معدې د زخم د رامنځته کولو یو اصلي دلیل دی او روژه د دې ترشحاتو په متعادل کولو، د هغو زیانونه کمولی شي.[2]
ب: د عصبي ناروغیو په درملنه کې د روژې اغېز
طبیبان پر دې ټینګار کوي چې روژه د زیاترو عصبي ناروغیو په درملنه کې د یوې اغېزناکې طریقې په توګه اهمیت لري. په دې ناروغیو کې پارکینسون، آلزایمر، د عصبي حجرو التهاب او رواني فشارونه شامل دي چې د فرد د چلند پر غبرګونونو اغېز ښندي. ثابته شوې چې روژه له شخص سره مرسته کوي، چې په خپلو حرکاتو، چلندونو او لېوالتیاوو ډېر کنټرول ولري او دا چاره پر رواني او عصبي ناروغیو د اخته کېدو امکان راکموي. همداراز، څېړنو ښودلې چې روژه د عصبي حجرو په شمول د بدن د زیاترو حجرو په بیاجوړونه کې اغېز لري.[3]
طبپوهانو ویلي: چې ماغزه له میټابولیکي پلوه د بدن د یوه ډېر مصرفه غړي په توګه پر ګلوکوز ډېره تکیه لري. د روژې پر مهال د کاربوهایډرېټ د ترلاسه کولو د کمښت له امله بدن له شحمیاتو ګټه اخلي او کټونونه تولیدوي. مطالعاتو ښودلې چې دا میټابولیکي بدلون په ځینو وختونو کې د ادراکي فعالیت له رغښت، د عصبي التهابونو له کموالي او د اکسیډاټیو د سټرس په مقابل کې د نیورونونو د مقاومت له ډېرښت سره مرسته کوي.
ج: د ځيګر پر روغتیا د روژې اغېز
روژه د ځیګر د حجرو د نوي کېدو او بیاجوړولو لامل کېږي. همداراز دا بهیر له ځیګر سره مرسته کوي چې له اضافي موادو، جمع شویو شحمیاتو او له هغه اضافي ګلوکوز څخه خلاصون ومومي چې ټول کال په ځيګر کې زېرمه شوي دي. دا چاره د شحمیاتو د میتابولیزم او په انرژۍ د هغو د بدلېدو له لارې ترسره کېږي، چې د بدن د اړین احتراق د تامین لامل کېږي. همداراز، روژه د هغو شحمیاتو کچه راکموي چې د غذایي رژیم له لارې ځیګر ته رسېږي او دې حیاتي غړي ته د دمې او بیاجوړونې فرصت برابروي.[4]
دوام لري…
[1] – د النبراس انټرنیټي مرکز، ۱۴۲۶ هـ.
[2] ـ- په قرآن او سنتو کې د اعجاز هیأت انټرنیټي مرکز، ۱۴۲۱ ق.
[3] – روزه درمانی، ۶۴ مخ.
[4] – د الساحة انټرنیټي مرکز ۱۴۲۱ ق.