
لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (نولسمه برخه)
د غربي تمدن، ماده پرستۍ، الحاد او ملحدینو د اهمیت له منځه وړل
د الحاد د مخینوي لپاره یوه مهمه او اغېزمنه لار د غربي تمدن، ماده پرستۍ، الحاد او ملحدینو د اهمیت له منځه وړل دي.
هغه څه چې تجربو ثابت کړي، دا دي؛ ډېری هغه کسان چې د الحاد لومو کې ګیر شوي، لومړی یې په زړه کې د غرب د تمدن عظمت او ستروالي، له علم او ترقي سره د ماده پرستۍ تړاو او په علم، هنر، څېړنو او انصاف غوښتنه کې د ملحدینو لوړ مقام درلودو ځای نیولی او د هغوی مینوال شوی او وروسته یې د کتابونو له مطالعې او خبرو څخه متأثر او الحاد ته یې مخه کړې.
که مسلمانانو ته د غربي تمدن فسادونه، فتنې، د ماده پرستۍ او الحاد زیانونه، خطرونه، د ملحدینو اخلاقي فسادونه او شخصیتي کمزورۍ، د دین په وړاندې یې کینه، دښمني، تعصب او الحاد ته یې د مخې کولو لاملونه څرګند او له شبهو او نیوکو یې هغه جعلي علمي پوښ لیرې شي، چې د علم او الحاد ترمنځ یې تړاو پرې رامنځته کړی، نو په یاد صورت کې به هر چا ته د الحاد بدوالی او خواري څرګنده او ملحدین به رسوا شي او الحاد به بیا یوه خوا ګرځونکي ګوله شي او هېڅکله به مسلمانان د الحاد لور ته مخه نه کړي.
د ملحدینو د شبهو پېژندنه/کشف
له الحاد سره د مبارزې لپاره تر ټولو مهمه لار د هغوی د شبهاتو او نیوکو پېژندل او ځوابول دي، خو دېته پام اړین دی، چې په نیوکې او شبهې پوهېدل د هغې له ځواب او له منځه وړلو څخه اسانه دی.
نو په عمومي ډول هغه طالبانو، زده کوونکو او محصلینو ته چې تر اوسه یې د ملحدینو شبهې نه دي اورېدلي، پاکې، صافې او ټینګې عقیدې لري. نو د ملحدینو د شبهو مطالعه او ځوابول او یا هم هغوی دې ته تشویقول چې د ملحدینو نیوکو ته ځوابونه ومومي او مناظرې ورسره وکړي، له وخت مخکې او نااړین او ګواښونکی کار دی، ځکه کېدای شي د ده پاکه او صفا عقیده د مقابل لوري د شکوکو د اورېدو له امله خرابه او کمزوري شي ـ پرته له دې چې د شبهې په حقیقت پوه شي او شبهه یې ختمه شي او یا هم د شبهې ورکړل شوی ځواب ورته د قناعت وړ نه او ورته کمزوری واېسي نو شبهه یې لا قوي کیږي.
د ملحدینو د شبهو او نیوکو د کتنې او پېژندنې لپاره یوازې دوې ډلې اړتیا لري؛
لومړی هغه کسان چې د رسنیو له لارې او یا هم په علمي چاپیریال او د کتاب د مطالعې له امله یې د ملحدینو له شبهو سره مخ شوی او پر عقیده یې سیوری ورغوړلی، نو باید د شبهو د لیرې کولو لپاره یې کافي، پوره او دقیق ځوابونه وویل شي.
دوهم د اصلاح او دعوت د برخې فعالانو ته چې په ټولنې کې د بېلابېلو طبقو له عقایدو او باورونو سره مخ کیږي، نو د لا ډېر مؤثریت لپاره یې زیاته اړتیا ده، چې د شبهو د پېژندلو او د هغو د ځوابولو په برخه کې پوره تیاری ولري.
د یاونې وړ ده، چې د شبهو پېژندنې برخه پراخه او بېلابېل اړخونه لري او لاندې موارد پکې شامل دي.
ادامه لري…