لیکوال: عبیدالله نورزهي
امریکا کې د اسلام نفوذ (پنځمه برخه)
کاناډا
کاناډا د ۹,۹۷۰,۶۱۰ مربع کیلومترو په درلودلو سره د امریکا په وچه کې تر ټولو لویه سیمه ده، چې د دې براعظم په شمال کې موقعیت لري. کاناډا له ۱۰ ایالتونو او ۲ سیمو څخه جوړه ده، پلازمېنه یې اوټاوا ښار دی، او د فدرالي پارلمان له لارې اداره کېږي.
له هغه ځایه چې د کاناډا مهمه برخه په لوړو جغرافیایي عرض البلدونو کې موقعیت لري، شمالي سیمې یې په واورو او یخونو پوښل شوي او سخت ساړه لري، نو د نفوس ډېری مرکزونه د دې هېواد په سویلي برخو کې موقعیت لري.
کاناډا ۲۶ میلیونه وګړي لري، چې زیاتره یې اروپایي نژاده دي، ۹۰ سلنه یې مسیحیان (کاتولیک او پروتستان) دي، او پاتې نور یې ارتودوکس، یهود او مسلمانان دي.
کاناډا ته د مسلمانانو لومړی مهاجرت له سوریې او شاوخوا سیمو څخه، چې په ۱۸۸۰ کال کې پیل شو، ترسره شو. وروسته له هغوی سره هندي، پاکستاني، بنګالي، افغان، عرب، افریقایي، اسلاوي او البانیايي مهاجرین یوځای شول. له ګویان، ترینیداد او توباګو څخه هم یو شمېر مسلمانان کاناډا ته راغلي دي.
البانیايي مسلمانان، چې په ۱۹۵۲ کال کې د کمونیستانو د فشار له امله کاناډا ته کډوال شول، د کاناډا د تورنتو په ښار کې د البانیايي مسلمانو ټولنې په نوم یوه ټولنه جوړه کړه او بیا یې تبلیغاتي او کلتوري فعالیتونه پیل کړل. د جمعې لمونځ، د اسلامي عباداتو ژوندي ساتل، د مذهبي مناسبتونو یادول، او د اسلامي موضوعاتو په اړه تقریرونه د دوی له پروګرامونو څخه وو.
له ۱۹۵۷ راهیسې، کله چې کاناډا ته د ختیځې اروپا کډوال مسلمانان زیاتېدل، البانیايي مسلمانانو د هغوی په همکارۍ د تورنتو اسلامي ټولنه تأسیس کړه. په ۱۹۶۵ کال کې، په تورنتو کې یو اسلامي مرکز جوړ شو، چې لوی تالار یې د جماعت لمونځونو ته وقف شو.
د تورنتو پوهنتون د منځني ختیځ، اسلامي فلسفې او علومو لپاره یوه ځانګړې څانګه لري، چې مشر یې فلسطینيالاصل پروفیسور مارمورا (مرمره) دی. له بده مرغه، په دې څانګه کې د اسلام او قرآن عمومي تدریس یو عیسوي پروفیسور په غاړه لري، پداسې حال کې چې یو مصري پروفیسور د موسیقۍ برخه تدریس کوي! حتی په ځینو پوهنتونونو کې بهاييان د اسلامي صنفونو د تدریس دنده لري، او اسلام هماغسې معرفي کوي لکه څنګه چې غرب یې غواړي. دا مسئله د اسلام د مظلومیت یو ښکاره ثبوت دی.
د کاناډا مکګیل پوهنتون د کبیک ایالت یوازینی انګلیسي ژبی پوهنتون دی (ځکه چې د کبیک نور پوهنتونونه د فرانسوي اکثریت له امله په فرانسوي ژبه تدریس کوي). دا پوهنتون د اسلامي مطالعاتو انستیتوت لري، چې شاوخوا شل کاله یې مشري یو مسیحي استاد پروفیسور آدامز کوله. د دغه مرکز کتابتون د اسلامي علومو په بېلابېلو برخو کې ۱۷۰,۰۰۰ کتابونه لري.
په ۱۹۶۴ کال کې یوازې په کاناډا کې ۲۹,۰۰۰ مسلمانان ژوند کاوه. دا شمېر په ۱۹۷۱ کال کې ۶۰,۰۰۰ ته لوړ شو، او په ۱۹۸۲ کال کې دوه چنده شو، یعنې ۱۲۰,۰۰۰ تنو ته ورسېد. اوس په کاناډا کې ۱۵۰,۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، چې زیاتره یې کډوال دي. په کاناډا کې مسیحي بنسټونه د خپل دین په تبلیغ او خپراوي کې سخت بوخت دي.
ارجنتاین
د ارجنتاین فدرالي جمهوریت د جنوبي امریکا په ختیځ کې، د آند غرونو ته نژدې، او د جنوبي معتدلې سیمې په یوه برخه کې موقعیت لري. دا هېواد ۲,۷۸۰,۰۹۲ مربع کیلومتره مساحت لري. ارجنتاین له ۲۲ ولایتونو څخه جوړ دی، چې یوه ملي سیمه او یوه فدرالي څانګه لري، او ټولې یې د مرکزي حکومت له خوا اداره کېږي. بوئنوس آیرس، چې د حکومت مرکز دی، د ریو دولا پلاټا خلیج په جنوبي څنډه کې موقعیت لري.
له ۳۲.۵ میلیونه اوسیدونکو څخه ۹۷٪ یې سپین پوستي اروپایان، اسپانیایان، او ایټالیایان دي. په دې هېواد کې سورپوستي بومي خلک، دوه رګه (سره او سپین پوستي)، او ژیړ (هندي) نسلونه هم ژوند کوي. د دې هېواد اکثریت وګړي د کاتولیک مذهب پیروان دي، او اقلیتونه یې مسلمانان، پروتستان، او یهودان دي.
په شپاړسمه پېړۍ کې، چې ارجنتاین د اسپانیا امپراتورۍ برخه وه، لومړني مسلمان کډوال له اسپانیا څخه دې هېواد ته راغلل. د ارجنتاین دویمه مسلمان مهاجرتي ډله هغه خلک وو، چې له ۱۸۸۰ کال راهیسې له سوریې څخه دې هېواد ته راغلل. تر ۱۹۵۵ کال پورې، ارجنتاین ته د دوی مهاجرت دوام درلود، او اوس دوی د دې هېواد د مسلمانانو تر ټولو مهم نژادي رکن جوړوي.
په ۱۹۶۴ کال کې، د ارجنتاین نفوس ۲۱,۰۷۹,۰۰۰ و، او د مسلمانانو شمېر ۲۹۵,۱۰۶ ته رسېده، چې د ټول نفوس ۱.۴٪ جوړوي. په ۱۹۸۲ کال کې، په ارجنتاین کې د مسلمانانو شمېر ۴۰۰,۰۰۰ ته ورسېد. د مهاجرت لامل د دې خاورې د مومنانو د شمېر په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی. اوس مهال، په ارجنتاین کې له ۵۰۰,۰۰۰ څخه زیات مسلمانان ژوند کوي، چې زیاتره یې د سوریې او لبنان نژاد لري.
مسلمانان اکثر د حکومت په مرکز او شمالي ولایتونو کې مېشت دي. ډېری یې اهل سنت دي، او شاوخوا ۱۰٪ یې شیعه دي. په ارجنتاین کې اسلام د دې هېواد واکمن حکومت له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، او حکومت مسلمانانو ته ځینې تاوانونه رسولي دي. داسې ښکاري، چې د ارجنتاین واکمنان د مسلمانانو له منځه وړلو او هغوی د مسیحي ټولنې کې د ګډولو پلان لري.
سره له دې، مسلمانان په چند اسلامي سازمانونو کې تنظیم شوي، او د جوماتونو او اسلامي مرکزونو له لارې په تبلیغاتي او تعلیمي فعالیتونو کې بوخت دي.
برازیل
د برازیل فدرالي جمهوریت د ۸,۵۱۱,۹۶۵ مربع کیلومترو په مساحت د جنوبي امریکا په شمال او ختیځ کې موقعیت لري. د نړۍ تر ټولو اوبه لرونکی سیند (امازون سیند) هم د دې هېواد له خاورې تېرېږي. د استوا کرښه او راس الجدي مدار هم له دې هېواده تېرېږي.
برازیل ۲۲ ایالتونه، ۴ سیمې، او یوه فدرالي څانګه لري. د دې هېواد مرکز د برازیلیا ښار دی. د برازیل نفوس ۱۴۹ میلیونه تنه دی، چې ډېری یې پرتګالي، ایټالوي، او آلماني نژاد لري. خلک یې سپین او تور پوستي دي، او په دې هېواد کې د پام وړ شمېر سورپوستان هم ژوند کوي. د برازیل اکثریت خلک کاتولیک مذهب لري، او اقلیتونه یې پروتستانت او مسلمانان دي.
په ۱۱۵۰ کال کې، د کریسټوفر کولمب له راتګ څخه وړاندې، مسلمانان د اندلس له لارې برازیل ته ننوتل. مستشرقین هم دا حقیقت تاییدوي. په ۱۵۰۰ میلادي کال کې، کله چې د پرتګالي سمندري قومندان پدرو آلوارز کابرال دا ځمکه کشف کړه، برازیل د پرتګال له خوا اشغال شو، او د پرتګالي مهاجرت لړۍ پیل شوه.
سره له دې چې د پرتګالي استعماري حکومت مسلمانانو ته سخت محدودیتونه وضع کړي وو، هغوی وتوانېدل چې د مهاجرینو په کاروان کې شامل شي او د سائو پاولو په ایالت کې مېشت شي.
د مسلمانانو ځورونه او مقاومت
په برازیل کې د مسلمانو مهاجرینو د پام وړ زیاتوالي کاتولیکان وهڅول، چې په ۱۵۶۴ میلادي کال کې د استیناف محکمه د مسلمانانو پر ضد سخت او له تشدده ډک اقدامات پیل کړي. د دې وحشیانه اقدام په پایله کې، ډېری مسلمانان په اور کې وسوځول شول، او ځینې د پرتګالي استعماري حکومت د غلامانو په توګه استخدام شول.
د مسلمانانو دویمه مهاجره ډله هغه مریان وو، چې پرتګالیانو په ۱۷مه پېړۍ کې، د ډېر تاوتریخوالي سره برازیل ته راوستل. په ۱۸۸۸ کال کې، چې کله مریتوب لغوه شو، مسلمانانو د سکون ساه واخیسته، اسلام یې بیا راژوندی کړ، او د باهیا، ریودو ژانیرو، او سان لوئس په سیمو کې یې مېشتې ته دوام ورکړ.
د حکومتي ځواکونو او مسیحي مشرانو پر ضد د څلور کلنې جګړې په ترڅ کې، مسلمانان د یو اسلامي دولت په جوړولو بریالي شول، خو د وخت ظالمو واکمنانو دا دولت له منځه یووړ، او مسلمانان یې قتل عام کړل. دا عمل د دې لامل شو، چې زرګونه افریقایي مسلمانان خپلو سیمو ته ستانه شي، او هغه کسان چې په برازیل کې پاتې شول، اړ شول، چې خپل دین پټ وساتي.
د مسلمانانو بیا زیاتوالی
له ۱۸۶۰ کال راهیسې، کله چې سوری کډوال برازیل ته ولاړل، او بیا له هغوی سره لبناني او فلسطیني مسلمانان یوځای شول، د مسلمانانو شمېر زیات شو. په ۱۹۹۰ کال کې، برازیل شاوخوا ۱۰۰,۰۰۰ مسلمانان درلودل، چې ډېری یې د سائو پاولو په ښار کې اوسېدل.
هغوی د اسلامي خیریه ټولنې په نوم یو سازمان درلود. په ۱۹۸۲ کال کې، د مسلمانانو شمېر درې چنده شو، یعني ۳۰۰,۰۰۰ کسانو ته ورسېد. اوسمهال، په برازیل کې ۵۰۰,۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، چې ۶۰ سلنه یې سوریایان او لبنانیان دي.
ډېری مسلمانان سنيان دي، او پاتې نور شیعه دي.
مسلمانان اوس چیرې مېشت دي؟
افریقایي مسلمانان د باهیا ایالت (د سلواډور ښار په مرکزیت) کې مېشت دي، مګر عرب مسلمانان په پارانا او سائو پاولو کې ژوند کوي.
برخلاف د پخوانیو ظلمونو، د دې هېواد مسلمانان اوس د مرکزي حکومت تر فشار لاندې نه دي، او له زیاتې مذهبي ازادۍ برخمن دي، خو د هغوی سازماني جوړښت لا هم په لومړیو مرحلو کې دی.
ادامه لري…
[1]. اخبار العالم الاسلامي، مکه معظمه، ۸۱ مخ.
[2] – د اسلامي مطالعاتو د مرکز څخه لطفي عبيدي د العالم مجلې په ۴۴ ګڼه کې په ارجنتاین کې د مسلمانانو شمېر ۹۰۰ زره ياد کړی دی.