لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
د رسول الله ﷺ اخلاق (پنځمه برخه)
د خبرو اورېدل او مؤمنانو پر وړاندې ښه نیت درلودل
رسول الله صلی الله علیه وسلم، د اخلاقي ارزښتونو د دفاع ترڅنګ، د اخلاقي او انساني ارزښتونو پالونکی هم و. د ژوند په ټولو اړخونو کې به یې له پېښو سره په ورین تندي او آرام غږ چلند کاوه.
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ»
(التوبة: ۶۱)
ژباړه: «او په دوی کې داسې کسان شته، چې پیغمبر ځوروي او وايي: هغه ژر باوره دی. هغوی ته ووایه، چې ستاسو په ګټه ده، چې ژر باوره دی، ځکه چې په الله تعالی او مؤمنانو ایمان لري، او د الله رحمت په تاسو کې له هغو کسانو لپاره دی، چې مؤمنان دي. او هغه کسان، چې د خدای رسول ځوروي، د دوی لپاره دردناک عذاب دی.»
په دې آيت كې د هغو کسانو ذکر شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ځوراوه او ویل یې: «هغه ژر باور کوي او ژر منونکی دی.» د «أُذُنٌ» کلمه په اصل کې د «غوږ» معنی لري، خو دا د هغو خلکو لپاره هم کارول کېږي، چې د نورو خبرې ژر اوري او ژر یې مني.
په حقیقت کې، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ځانګړنه، چې د هر رهبر لپاره اړینه ده، د هغه کمزورتیا ګڼله. حال دا چې له دې حقیقته غافل وو، چې یو محبوب مشر باید د امکان تر حده د خلکو عذرونه ومني او د هغوی عیبونه ښکاره نه کړي؛ البته، پرته له دې، چې له هغه څخه ناوړه ګټه واخیستل شي. یو رهبر باید، تر وسې وسې، د خلکو لپاره د کور دروازې خلاصې وساتي، د هغوی خبرې واوري، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅه وکړي، او د هغوی د ګټو ساتنه وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازینی مشر و، چې په دې ډګر کې تر ټولو مخکې و، او د قرآن له نظره د نړۍ لپاره تلپاتې نمونه شو. له همدې امله، قرآن سمدستي زیاتوي:
«او دوی ته ووایه: که پیغمبر ستاسو خبرې اوري، ستاسو عذر مني، او ستاسو عذر قبلوي، نو دا ستاسو په ګټه ده.»
ځکه چې په دې توګه، ستاسو عزت ساتي، ستاسو شخصیت نه خرابوي، ستاسو احساسات نه ګډوډوي، او ستاسو د مینې، اتحاد او اتفاق د ساتلو هڅه کوي. که چېرې هغه سمدستي ستاسو له اعمالو پرده پورته کړې وای او دروغجن یې رسوا کړي وای، نو تاسو ته به سخته ضربه رسېدلې وای.
سربېره پر دې، د ځینو خلکو عزت به لوېدلی وای، د توبې او استغفار دروازې به تړل شوې وای، او هغه کسان، چې د هدایت وړ وو، به د بدکارانو په لیکو کې شمارل شوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شاوخوا څخه متفرق شوي وای.
یو مهربان، زړه سواند، تجربه لرونکی او هوښیار مشر باید د ټولنې نیمګړتیاوې درک کړي، خو باید د هرې کوچنۍ تېروتنې پسې ونه ګرځي، ترڅو هغه کسان، چې د اصلاح وړ دي، وروزل شي، د خلکو رازونه افشا نه شي، او د هغوی د شخصیت ساتنه وشي.
په دې آيت كې هم دغه معنا ته اشاره شوې، ځکه چې الله تعالی د عیب لټوونکو په ځواب کې فرمایي: «هغه ټولې خبرې نه اوري، بلکې یوازې هغه، چې تاسو ته ګټه رسوي؛ یعنې، الهي وحي اوري، ګټورې سپارښتنې اوري، او په هغو مواردو کې، چې د ټولنې په ګټه وي، د خلکو بښنه مني.»
بیا، د دې لپاره چې خطا لټوونکي له دې وینا څخه ناوړه ګټه وانخلي او هغه د عذر په توګه و نه کاروي، زیاتوي:
«هغه په الله تعالی او د هغه په احکامو باور لري، د ریښتینو مؤمنانو خبرې اوري، هغه مني، او د همدې بنسټ پر اساس مخته ځي.»
یعني رسول الله صلی الله عليه وسلم، په حقیقت کې، دوه ډوله تګلارې لري:
-
یو تګلار د ظاهر ساتلو او د عیبونو د ښکاره کېدو د مخنیوي لپاره کارول کېږي.
-
بله تګلاره د عملي اقداماتو لپاره ده.
په لومړي پړاو کې، د هر چا خبرې ته غوږ نیسي او ظاهراً انکار نه کوي، چې دا د انسان دوستۍ لوړوالی ښکاره کوي.
خو په عملي پړاو کې، یوازې د الله د احکامو، د ریښتینو مؤمنانو وړاندیزونو، او ګټورو خبرو ته پام کوي.
یو ریښتینی مشر باید همداسې وي، او دا د ټولنې د ګټو د ساتلو غوره لاره ده. له همدې امله، الله تعالی فرمایي:
«هغه د مؤمنانو لپاره رحمت دی.»
د امت لپاره لوی زړه سواند
الله جل جلاله فرمایلي دي:
«فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُواْ بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا»
(الکهف: ۶)
ژباړه: «ښايي ته د دوی د کارونو له امله خپل ځان تباه کړې، د سخت حسرت او خفګان له امله، چې ولې دوی پر دې وینا ایمان نه راوړي.»
د دې آیت په اړه څو ټکي باید په پام کې ونیول شي:
-
«باخِعٌ» د «بخع» له مادې څخه دی، چې د سخت غم له امله د ځان تباه کولو مانا لري.
-
«أَسَفًا» د سخت غم او ژورې خواشینۍ څرګندونه کوي.
-
«آثَارِهِمْ» د «اثر» جمع ده، چې په اصل کې د پښو پل ته ویل کېږي، خو هره نښه چې له یو چا پاتې شي، هم د اثر په نوم یادیږي.
-
د دې تفسیر یو ښکلی مفهوم دا دی، چې کله یو څوک له کوم ځایه لاړ شي، د هغه اثر پاتې وي، خو که ډېر وخت تېر شي، هغه نښې هم له منځه ځي. یعني، ته د دوی د ایمان نه راوړلو له امله دومره خفه یې، چې مخکې له دې چې د دوی آثار له منځه ولاړ شي، غواړې له غمه ځان ووژنې.
-
د «آثار» کلمه ممکن د دوی اعمالو او چلندونو ته هم اشاره وکړي.
-
په قرآن کې د «حدیث» کلمه د دې لوی آسماني کتاب نوښت ته اشاره کوي؛ یعني، لږ تر لږه باید دا زحمت وایستل شي، چې دا نوی کتاب او د هغه نوې محتوا وڅېړل شي. دا د ناپوهۍ لوی ثبوت دی، چې یو انسان له دومره مهمې نوې مسئلې څخه سترګې پټې کړي.