Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»شل ویناوې، شل روښانه څېرې (درېیمه برخه)
متفرقه شنبه _8 _فبروري _2025AH 8-2-2025AD

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوالنصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (درېیمه برخه)

 

د امام غزالي رحمه الله په دوره کې مذهبي اختلافات
پنځمه هجري پېړۍ، یا د امام غزالي رحمه الله دوره، په حقیقت کې د اسلام یوه مهمه علمي او فکري دوره وه. د علومو او معارفو پراختیا د اسلامي مدرسو، علمي مرکزونو، او مذهبي ټولنو د جوړېدو سبب شوه، چې له امله یې د علماوو او فقهاوو ترمنځ علمي مجادلې او فکري شخړې رامنځته شوې. لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د مناظرې او علمي بحث فن په دې دوره کې بې‌ساري پرمختګ وکړ.
د مصر “الازهر جامع” او د بغداد “نظامیه“
فاطمي خلفاو د څلورمې هجري پېړۍ په نیمایي کې په مصر کې د الازهر مدرسه تأسیس کړه. د ابن خلکان او مقریزي د تاریخ له مخې، الازهر په ۳۶۱ هجري کال کې د فاطمي خلیفه “المعز لدین الله” د قوماندان “جوهر” لخوا جوړه شوه، چې تر نن ورځ پورې فعاله ده. دا مدرسه د وخت په تېرېدو سره د بېلابېلو اصلاحاتو شاهده وه او هر دور یې ځانګړی جوړښت درلود.
الازهر د څلورمې پېړۍ په نیمایي کې جوړ شو، او د پنځمې پېړۍ په نیمایي کې، خواجه نظام الملک په بغداد کې د نظامیه مدرسې بنسټ کېښود. ځینې روایتونه وايي چې هغه د عراق، خراسان، اصفهان، بلخ، نیشابور، هرات، بصره، طبرستان (آمل)، او موصل په ګډون په ګڼو مهمو ښارونو کې مدرسې جوړې کړې.
په نیشابور کې، د نظامیه مدرسې له جوړېدو مخکې هم مدرسې موجودې وې، لکه بیهقیه مدرسه، چې د نظام الملک له زېږېدو دمخه جوړه شوې وه. همدارنګه، سعدیه مدرسه، چې د نیشابور د والي، امیر نصر بن سبکتکین (د غزنوي سلطان محمود ورور) لخوا جوړه شوې وه. له نظامیه مخکې، په نیشابور کې دوه نورې مدرسې هم وې؛ یوه د ابو سعید اسماعیل بن علي بن مثنیٰ استرآبادي لخوا جوړه شوې وه، چې یو صوفي واعظ و، او بله د ابو اسحاق اسفرایني لپاره جوړه شوې وه.
په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د نظامیه له جوړېدو مخکې مدرسې موجودې وې. خو ځینې تاریخ‌پوهان، لکه امام ذهبي او ابن خلکان، خواجه نظام الملک لومړنی کس ګڼي چې د یوه تنظیم شوي تعلیمي نظام پر بنسټ یې مدرسې جوړې کړې. ابن خلکان لیکي: “و هو اول من انشأ المدارس فاقتدى به الناس“ (هغه لومړنی کس و چې مدرسې یې جوړې کړې، نو خلکو ورپسې اقتدا وکړه)
تصوف د امام غزالي رحمه الله په وخت کې
تصوف د تقوا، زهد، او د سیر و سلوک له لارې د حقیقت موندنې لار ده. دا مفهوم د تاریخ له پيله په بېلابېلو مذهبونو او فکري مکتبونو کې لږ یا ډېر شتون درلود، خو په اسلامي ټولنه کې تصوف د یوه ځانګړي فکري او مذهبي مکتب په توګه راڅرګند شو.
په هر ملت، مذهب، او عقیده کې، د زاهدانو او مرتاضانو یوه ډله شتون درلود، چې د هغوی روحاني طریقه له عامې مذهبي طریقې سره توپیر درلود. خو، په اسلامي نړۍ کې، تصوف د یوه منظم روحاني، فکري، او مذهبي خوځښت بڼه خپله کړه، چې د نړۍ په بل هیڅ مذهب کې یې ساری نه‌لیدل کېږي. له همدې امله، دا مذهبي خوځښت د اسلامي تمدن له ځانګړنو ګڼل کېږي، او د تصوف فلسفه د روح یو له څرګندونو (تجلیاتو) څخه شمېرل کېږي.
د صوفي او تصوف اصطلاحات هم د اسلامي دین دننه یوې ځانګړې فرقې ته اشاره کوي، چې د روحاني پرمختګ او معنوي تصفې لپاره ځانګړې طریقه لري.
تصوف، لکه څنګه چې په اسلام کې وده کړې، د حقیقت موندنې، څېړنې، او د عرفاني حقایقو د روح د بشپړتیا پایله ده. تصوف د انساني فکر د پوخوالي څرګندونه ده.
په دې اړه چې د “صوفي” کلمه له کومه راغلې او له کومې کلمې څخه اخیستل شوې، بېلابېل نظرونه شتون لري، او دلته د ټولو ویناوو یادونه بې ګټې ده.
قشیري په خپل “رساله” کې لیکي: “د صوفي کلمه، چې یوې ځانګړې فرقې ته اشاره کوي، د هغو اصطلاحاتو څخه ده چې عربي مشتق نه لري.” ابن خلدون د قشیري وینا نقل کړې او پخپله یې دا نظر څرګند کړی چې صوفیان په دې نوم بلل شوي، ځکه چې دوی د وړۍ جامې اغوستلې.
ځینو لیکلي دي چې د “صوفي” کلمه د یوناني “سوفیا Sophia” کلمې څخه اخیستل شوې، چې معنی یې “حکمت” ده، او “سوفس Sophos” معنی “هوښیار عالم” ده. د “فیلسوف” کلمه، چې د “فیلا Phila” او “سوفیا Sophia” څخه اخیستل شوې، او همدارنګه “سوفسطایی Sophiste” او “تئوسوفی Theosophie” (چې “خدای پوهنې” ته اشاره کوي)، ورته والی لري. دا یوازې احتمالات دي چې د لفظي ورته والي له امله ذهن ته راځي، خو هیڅ قاطع شواهد نه لري.
تصوف د امام غزالي رحمه الله په دوره کې
پنځمه هجري پېړۍ، یا د امام غزالي رحمه الله دوره، د تصوف د بشپړې ودې او پرمختګ دوره وه. په دې وخت کې د صوفيانو، خانقاهو، او د شیخانو د مجالسو جوړښتونه د بل هر وخت په پرتله ډېر رواج او معنویت درلود، او په اسلامي هیوادونو، په ځانګړې توګه په خراسان کې، چې د امام غزالي رحمه الله ټاټوبی و، د دې عقیدې ډېری عالمان وو.
خواجه نظام الملک، د امام غزالي رحمه الله په وخت کې، پخپله یو متقي صوفي و او د تصوف تر ټولو لوی ملاتړی ګڼل کېده. هغه د تصوف له مشرانو سره ناسته ولاړه درلوده او هغوی ته یې ډېر درناوی کاوه.
د پنځمې پیړۍ ځینو علماوو او فقهاوو هم تصوف ته تمایل درلود. په عمومي توګه، پنځمه هجري پېړۍ د تصوف په تاریخ کې تر ټولو مهمه دوره ده.
مشهور صوفیان او د تصوف پراختیا
د دې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې، مشهور شخصیتونه راڅرګند شول، لکه:
  • شیخ ابوسعید ابوالخیر (۳۵۷-۴۴۰)
  • پیر ابوالفضل حسن (د سرخس د شیخانو)
  • شیخ ابوعبدالرحمن سلمي نیشابوري (وفات: ۴۱۲)، د “طبقات الصوفیه” کتاب لیکوال
  • شیخ ابوالحسن خرقاني (وفات: ۴۲۵)
  • شیخ ابوعلي دقاق (وفات: ۴۰۶)
  • شیخ ابوعلي داستاني (وفات: ۴۰۷)
  • شیخ ابوعبدالله شیرازي (معروف په بابا کوهي، وفات: ۴۴۲)
  • ابو منصور اصفهاني (مړینه: ۴۱۸)
  • حافظ ابونعیم اصفهاني (وفات: ۴۳۰)، د “حلیة الاولیاء” کتاب لیکوال
  • ابوعلي سیاه (وفات: ۴۲۴)
  • لقمان سرخسي (د سرخس له شیخانو څخه)
  • شیخ ابوالقاسم ګورګاني (وفات: ۴۵۰)
په دویمه نیمایي کې، داسې شخصیتونه وده وکړه لکه:
  • ابوعلي فارمدي (وفات: ۴۷۷)، د امام غزالي رحمه الله استاد
  • امام ابو القاسم قشیري (وفات: ۴۶۵)، د “رساله قشیریه” لیکوال
  • هروي پیر خواجه عبدالله انصاري (د “امالي” او “منازل السائرین” کتابونو لیکوال)
  • ابوعثمان نیشابوري (وفات: ۴۵۷)
  • ابوبکر نساج طوسي (وفات: ۴۸۷)، د امام احمد غزالي استاد
امام غزالي رحمه الله او تصوف
په پای کې، د ټولو مشر، امام حجت الاسلام محمد غزالي رحمه الله، چې تصوف یې لوړې کچې ته ورساوه.
امام غزالي رحمه الله د بېلابېلو علمي او عملي مرحلو له تېرېدو وروسته په رسمي ډول د تصوف مسلک غوره کړ. د هغه وخت د علومو او فنونو پر بنسټ، هغه د تصوف بنسټونه پیاوړي کړل او صوفیانه لاره یې لا روښانه کړه.
هغه په خپلو آثارو لکه “احیاء العلوم“، “روضة الطالبین“، “المنقذ من الضلال“ او نورو کتابونو کې، تصوف داسې بیان کړ، چې عادل خلک یې ومني. نوموړي د تصوف بنسټونه مستحکم کړل، او په دلیلونو او شواهدو سره یې دا وښودله، چې د انسانیت د مذهبي ګمراهیو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د عرفان او تصوف لاره ده.
امام غزالي رحمه الله تصوف د څېړنې او نقد لاندې راوست، حقیقتونه یې روښانه کړل، او ساده زړي یې د هغو خلکو له جال څخه آزاد کړل، چې یوازې په ظاهري بڼه صوفیانو ته ورته وو.
ادامه لري…
Previous Articleالحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (درېیمه برخه)
Next Article د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD14 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.