لیکوال: شکران احمدي
حضرت علي کرم الله وجهه (نولسمه برخه)
د صفین د جګړې پیلامه
حضرت علي رضی الله عنه، کوفې ته له رسېدو وروسته، پر شام د برید لپاره اړین چمتووالی ونیو. هغه ابو مسعود عقبه بن عامر انصاري، کوفې ته د خپل ځایناستي په توګه وټاکه او پخپله د «نخیله» سیمې ته لاړ. هلته د لښکر په تابیا او چمتووالي بوخت شو. عبدالله بن عباس رضی الله عنه هم د بصرې له لښکر سره په همدې ځای کې حضرت علي رضی الله عنه ته ورسره یوځای شو.
حضرت علي رضی الله عنه د زیاد بن نضر الحارثي په مشرۍ د اتو زرو کسانو لښکر د مقدمه الجیش (مخکینۍ ډلې) په توګه واستاوه. بیا یې د شریح بن هاني په مشرۍ څلور زره کسیز لښکر د مخکیني لښکر شاته حرکت ته اړ کړ. له دې وروسته، هغه پخپله له نخیله څخه «مدائن» ته روان شو.
په مدائن کې یې د مختار بن ابي عبید تره، سعد بن مسعود الثقفي، د هغه ځای والي وټاکه. معقل بن قیس ته یې امر وکړ چې له دریو زرو جنګیالیو سره حرکت وکړي، او پخپله له مدائن څخه «رقه» ته روان شو.
کله چې هغه رقه ته نږدې د فرات سیند څخه تېر شو، هلته زیاد، شریح، معقل او د پوځ نور قوماندانان سره راټول شوي وو.
له بلې خوا، کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه خبر شو چې حضرت علي رضی الله عنه د یو ډېر لوی لښکر سره د شام پر لور روان دی، نو هغه ابو الاعور عمرو بن سفیان السلمي د یوې پوځي قطعې سره د مخکښې ډلې په توګه واستاوه.
د جګړې لومړني تحولات
د فرات له سیند څخه د تېرېدو وروسته، حضرت علي رضی الله عنه، زیاد او شریح د لښکر د مخکښو قوماندانانو په توګه واستول.
زیاد او شریح ډېر خپه شول او د پېښې راپور یې حضرت علي رضی الله عنه ته واستاوه. حضرت علي رضی الله عنه سمدلاسه مالک اشتر د قوماندان په توګه وټاکه او د هغوی پسې یې واستاوه. هغه امر وکړ چې ژر تر ژره له دوی سره یوځای شي، د پوځ قومانده په غاړه واخلي، او په میمنه (د پوځ ښي اړخ) او میسره (د پوځ کيڼ اړخ) کې شریح او زیاد ځای پر ځای کړي.
بیا یې وویل:
“تر هر څه دمخه، هغوی ته د اطاعت او بیعت کولو بلنه ورکړئ، که یې ونه منله، نو تاسو د جګړې پیلوونکي مه اوسئ.”
د ابو الاعور سلمي او مالک اشتر لښکرونه د “سور روم“ په سیمه کې د یو بل په مقابل کې ځای پر ځای شول. ماسپښین مهال، ابو الاعور برید پیل کړ!
له لنډې نښتې وروسته، دواړه خواوې سره جلا شوې.
په دوهمه ورځ، ابو الاعور میدان ته راووت، او هاشم بن عتبه له بلې خوا ودرېد. دواړو یو له بل سره مقابله وکړه، او کله چې یې غوښتل جلا شي، اشتر د خپل لښکر سره برید وکړ.
د ابو الاعور لښکر هم مقابله وکړه، او جګړه تر لمر لوېدو پورې روانه وه.
بالآخره، د شپې تیاره د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې خنډ شوه، او دواړه ډلې بیرته خپلو خیمو ته ستنې شوې.
بله ورځ، د ذي الحجې په لومړیو کې، حضرت علي رضی الله عنه هم راورسېد.
صفین ته د امیر معاویه رضی الله عنه راتګ او د اوبو بندیز
دلته معلومه شوه چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه هم د صفین په سیمه کې ته راغلی دی. حضرت علي رضی الله عنه امر وکړ چې نور بریدونه دې ونه شي. هغه مالک اشتر ته وویل:
“ژر تر ژره د فرات غاړې ته لاړ شه او د اوبو کنټرول په لاس کې واخله.”
کله چې اشتر د فرات سیند غاړې ته نږدې شو، ویې لیدل چې امیر معاویه رضی الله عنه ابو الاعور سلمي هلته استولی و او د اوبو کنټرول یې په لاس کې اخیستی و.
کله چې حضرت علي رضی الله عنه له دې پېښې خبر شو، نو صعصعة بن صوحان یې د خپل پیغام سره امیر معاویه رضی الله عنه ته واستاوه. صعصعة، د امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب رضی الله عنه په استازیتوب، داسې وویل:
“موږ پریکړه کړې وه چې له تاسو سره جګړه ونه کړو، تر هغه چې ستاسو عذرونه او دلایل نه وي اورېدلي او پر تاسو مو اتمام حجت نه وي کړی. تر هغه وخته به جګړه نه پیلوو، خو ستاسو ملاتړو له دې مخکې شخړه پیل کړه. اوس موږ دا اړینه ګڼو چې لومړی تاسو د حق لارې ته راوبلو، او تر هغې چې مو اتمام حجت نه وي کړی، جګړه به بیا نه پیلوو.
خو له بده مرغه، تاسو زموږ لپاره د فرات سیند اوبه بندې کړې دي. خلک له سختې تندې کړیږي، نو خپلو کسانو ته امر وکړئ چې د اوبو مخه ډب نه کړي، ترڅو چې شخړه او اختلاف حل کړو. که تاسو غواړئ چې موږ هغه هدف هېر کړو، چې له امله یې دلته راغلي یو، او د اوبو لپاره جګړه وکړو، ترڅو هر چا چې وګټله، یوازې همغه ډله له اوبو څخه ګټه واخلي، نو موږ د دې لپاره هم چمتو یو.”
د امیر معاویه رضی الله عنه مشوره او پرېکړه
کله چې صعصعة د حضرت علي رضی الله عنه پورته پیغام امیر معاویه رضی الله عنه ته ورساوه، هغه سمدلاسه خپل سلاکاران راټول کړل او د هغوی نظر یې وغوښت.
عبدالله بن سعد (د مصر پخوانی والي) او ولید بن عقبه وویل:
“موږ باید اوبه د دوی لپاره خوشې نه کړو، بلکې په همدې موده کې باید ورسره وجنګېږو، ځکه چې هغوی پر حضرت عثمان رضی الله عنه اوبه بندې کړې وې او هغه یې په داسې حال کې شهید کړ چې تږی و.”
خو حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه د دې نظر مخالفت وکړ او ویې ویل:
“موږ باید د حضرت علي رضی الله عنه لښکر تږی نه کړو. دا سمه نه ده چې موږ اوبه ولرو او ماړه و اوسو، خو هغوی دې تږي پاتې شي.”
حضرت معاویه رضی الله عنه غلی و او څه یې ونه ویل.
صعصعة ورته وویل:
“ستا ځواب څه دی؟“
حضرت معاویه رضی الله عنه ځواب ورکړ:
“زما ځواب به وروسته درته ورسیږي.”
صعصعة له هغه ځایه پورته شو او په خپه او ناراضه حالت کې حضرت علي رضی الله عنه ته راغی او ویې ویل:
“دوی موږ ته د اوبو د استعمال اجازه نه راکوي.”
د حضرت علي رضی الله عنه اقدامات
حضرت علي رضی الله عنه اشعث بن قیس ته امر وکړ چې د آس سورو له یوې ډلې سره د اوبو سرچینې ته لاړ شي او هغه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
له بلې خوا، ابو الاعور السلمي له خپل لښکر سره د مقابلې لپاره راپورته شو. جګړه پیل شوه او له دواړو خواوو یو شمېر کسان ټپیان او ووژل شول.
شخړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې عمرو بن العاص رضی الله عنه امیر معاویه رضی الله عنه ته لاړ او ورته یې وویل:
“که ته د علي رضی الله عنه لښکر ته اوبه خوشې نه کړې او هغوی له تندې څخه ستړي شي، نو ستا ډېر کسان به د رحم او زړه سوي له وجې د علي رضی الله عنه له لښکر سره یوځای شي. خلک به تا په ظلم او جبر تورن کړي، او د علي رضی الله عنه په لیکو کې به ستا پر ضد جګړه وکړي.”
امیر معاویه رضی الله عنه سمدلاسه امر وکړ چې د اوبو بندیز لرې شي او د مخالفینو لپاره دې اوبه خلاصې شي.
په دې توګه، شخړه کمه شوه. له هغه وروسته، د دواړو خواوو خلک د اوبو پر سر راټول شول، او یو بل ته یې ستونزې جوړې نه کړې.
له دې وروسته، د دوو ورځو لپاره کومه بده پېښه رامنځته نه شوه.
د حضرت علي رضی الله عنه او حضرت معاویه رضی الله عنه د ځواکونو شمېر او د جګړې چمتووالی
د حضرت علي رضی الله عنه د ځواکونو شمېر شاوخوا نوي زره کسان و. په دې لښکر کې د حجاز، یمن او د ایران د ځینو ولایتونو خلکو برخه اخیستې وه. د حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د ځواکونو شمېر شاوخوا اتیا زره کسان و.
حضرت علي کرم الله وجهه د خپل لښکر مسؤلیتونه په لاندې ډول ووېشل:
-
مالک اشتر یې د کوفې د آس سپرو لښکر قوماندان وټاکه.
-
سهل بن حنیف ته یې د بصرې د آس سپرو لښکر مسؤلیت وسپاره.
-
حضرت عمار بن یاسر د کوفې د پیاده لښکر قوماندان و.
-
قیس بن سعد د بصرې د پیاده لښکر قوماندان و.
-
د جګړې بیرغ یې هاشم بن عتبه بن ابي وقاص ته وسپاره.
پاتې قبیلو هر یوه خپل مشر او بیرغ درلود.
په همدې توګه، د حضرت امیر معاویه رضی الله عنه په لښکر کې مسؤلیتونه داسې ووېشل شول:
-
ذوالکلاع حمیري د میمنې (ښي اړخ) قوماندان و.
-
حبیب بن مسلمه الفهري د میسرې (کیڼ اړخ) قوماندان و.
-
د ټول لښکر عمومي قومانداني ابو الاعور السلمي ته وسپارل شوه.
-
عمرو بن العاص رضی الله عنه د آس سپرو قوماندان و.
-
مسلم بن عقبه د پیاده لښکر مشري کوله.
-
عبدالرحمن بن خالد، عبیدالله بن عمر، او بشیر بن مالک الکندي هم د پوځ د ځینو برخو مسؤلین وو.
د سولې هڅه او د جګړې پیل
وروسته له دې چې دوه ورځې په چوپتیا او امن کې تېرې شوې، په دریمه ورځ، یعنې د ۳۶ هجري کال د ذيالحجې په لومړۍ نېټه، حضرت علي رضی الله عنه یو درې کسیز پلاوی د حضرت معاویه رضی الله عنه خواته واستاوه، ترڅو هغه اطاعت ته راوبلي.
د دې پلاوي غړي دا وو:
-
بشیر بن عمرو بن محصن انصاري
-
سعید بن قیس همداني
-
شبث بن ربعي تمیمي