لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوولسمه برخه)
د سترګو درملنه او د سترګو طبابت
یو له هغو څانګو څخه چې مسلمانانو په کې مهم رول لوبولی او د خپل ځان او نورو ملتونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې مهم نوښتونه او اختراعات کړي دي، د سترګو د طبابت څانګه ده. دې علم ته د تاریخ په پیل کې مسلمانانو “کحالة” ورته ویل او د دې برخې ماهرین یې “کحالین” بلل.
په دې برخه کې د پرمختګ او د ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره مسلمانانو هندي، یوناني او رومي کتابونه وژباړل او خپلې موندنې یې د سترګو د طب په برخه کې عملي کړې، لکه څنګه چې د جراحۍ په علم کې یې تخصص ترلاسه کړ او نوي میتودونه یې اختراع کړل. دوی په دې برخه کې هم داسې لاسته راوړنې ترلاسه کړې چې پخوانیو ملتونو یې هیڅ تجربه نه درلوده.
د مثال په توګه، مسلمانان د «ګلوکوم» یا «تورو اوبو» په درملنه کې تخصص لري، کوم چې د سترګو د ناروغیو او د سترګو عصبي تاوانونو ته زیان رسوي. د ډېرو ستونزو سره سره، دوی وکولی شول د دې ناروغۍ درملنه وکړي. همدارنګه، دوی د سترګو د اوبو (آبمروارید) د درملنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړ او د هغه د درملنې شپږ میتودونه یې ابداع کړل. یو له دغو طریقو څخه زبېښل وه؛ د دې کار لپاره یې یو نری د ښېښې ټیوب اختراع کړ چې د سترګو له مخني خوا څخه داخل کېدی و او د هغه په وسیله د سترګو مات لنز د خالي کولو لپاره کارول کیږي. په هغه وخت کې دا عملیات د دغه ناروغۍ د درملنې ترټولو نوی میتود ګڼل کېدی.
د سترګې د طب په برخه کې د مسلمانانو لخوا لیکل شوي کتابونه
مسلمانانو د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې ډېر کتابونه لیکلي، چې ترټولو مشهور یې «عشر مقالات في العین» (د سترګو په اړه لس مقالې) د حنین ابن اسحاق تألیف دی. دا کتاب د مسلمانانو د سترګې د طبابت په برخه کې یو مهم ټکی ګڼل کیږي.
لکه څنګه چې د کتاب له نوم څخه څرګندیږي، دا کتاب د سترګو په اړه لس مقالې لري او د دې غړي اړوند موضوعات په تفصیل سره بیانوي.
لومړۍ مقاله: د جالینوس د نظریې پر بنسټ د سترګو د جوړښت تشریح او توضیح.
دویمه مقاله: د سترګو د ساتنې طریقې او د هغه ګټې.
دریمه مقاله: د سترګو عصبي تحلیل او د لید پروسې تشریح د بقراط او افلاطون نظرونو ته په اشارې سره.
څلورمه مقاله: د جالینوس د نظریاتو لنډیز د ناروغیو د ترتیب، د هغو لاملونه او نښې په اړه.
پنځمه مقاله: د سترګو د پردو او داخلي رطوبت په ګډون د سترګو د ناروغیو د لاملونو څېړنه.
شپږمه مقاله: د سترګو د ناروغیو تشریح او د ناروغیو بشپړه ارزونه لکه د سترګو حساسیتونه او د سترګو نور دردونه.
اوومه مقاله: د سترګو اړوند دواګانو قوت او ځانګړتیاوې، د جالینوس د نظرونو پر بنسټ.
دا اثر د خپل علمي دقت او نوښت له امله د مسلمانانو د سترګو د طبابت په برخه کې په تاریخ کې مهم ځای لري او د یوې معتبرې سرچینې په توګه ترې کار اخیستل شوی دی.
اتمه مقاله: دا مقاله د سترګو د درملو لیست دی او د هر درمل ګټې تشریح کوي.
نهمه مقاله: دا مقاله د سترګو د ناروغیو د درملنې لارو چارو ته ځانګړې شوې ده. البته، په دې مقاله کې کوم ځانګړی ترتیب نه دی مراعات شوی، بلکې هره موضوع پکې جلا توضیح شوې ده.
لسمه مقاله: دا مقاله هم هغه ګډ (ترکیبي) درمل څېړي چې د سترګو د ناروغیو او نواقصو لپاره وړاندیز شوي دي.
په دې برخه کې یو بل مهم کتاب “المنتخب في علاج أمراض العین“ دی، چې د ابو القاسم عمار بن علي موصلي لخوا لیکل شوی. همدارنګه، د مشهور اسلامي طبیب علي ابن عیسی کحال کتاب “تذکرة الکحالین“ د دې علم له غوره آثارو څخه ګڼل کېږي.
د “تذکرة الکحالین“ کتاب درې مهمې او بنسټیزې مقالې لري:
-
لومړۍ مقاله: د سترګو د تعریف او توضیح، ډولونو، رطوبتونو، عصبي ارتباطاتو او د عضلاتو په اړه ده. همدارنګه، تشریح کوي چې د هرې برخې وده او تغذیه له کوم ځای څخه کېږي او د هرې برخې وظیفه څه ده.
-
دویمه مقاله: د سترګو د ظاهري ناروغیو، د هغوی د لاملونو، نښو نښانو او د درملنې طریقو ته ځانګړې شوې ده.
-
درېیمه مقاله: په دې مقاله کې د سترګو پټې ناروغۍ، نښې نښانې، د درملنې لارې چارې او اړوند درمل څېړل شوي دي.