Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي تمدن»د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوولسمه برخه)
اسلامي تمدن دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوولسمه برخه)

د سترګو درملنه او د سترګو طبابت
یو له هغو څانګو څخه چې مسلمانانو په کې مهم رول لوبولی او د خپل ځان او نورو ملتونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې مهم نوښتونه او اختراعات کړي دي، د سترګو د طبابت څانګه ده. دې علم ته د تاریخ په پیل کې مسلمانانو “کحالة” ورته ویل او د دې برخې ماهرین یې “کحالین” بلل.
په دې برخه کې د پرمختګ او د ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره مسلمانانو هندي، یوناني او رومي کتابونه وژباړل او خپلې موندنې یې د سترګو د طب په برخه کې عملي کړې، لکه څنګه چې د جراحۍ په علم کې یې تخصص ترلاسه کړ او نوي میتودونه یې اختراع کړل. دوی په دې برخه کې هم داسې لاسته راوړنې ترلاسه کړې چې پخوانیو ملتونو یې هیڅ تجربه نه درلوده.
د مثال په توګه، مسلمانان د «ګلوکوم» یا «تورو اوبو» په درملنه کې تخصص لري، کوم چې د سترګو د ناروغیو او د سترګو عصبي تاوانونو ته زیان رسوي. د ډېرو ستونزو سره سره، دوی وکولی شول د دې ناروغۍ درملنه وکړي. همدارنګه، دوی د سترګو د اوبو (آب‌مروارید) د درملنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړ او د هغه د درملنې شپږ میتودونه یې ابداع کړل. یو له دغو طریقو څخه زبېښل وه؛ د دې کار لپاره یې یو نری د ښېښې ټیوب اختراع کړ چې د سترګو له مخني خوا څخه داخل کېدی و او د هغه په وسیله د سترګو مات لنز د خالي کولو لپاره کارول کیږي. په هغه وخت کې دا عملیات د دغه ناروغۍ د درملنې ترټولو نوی میتود ګڼل کېدی.
د سترګې د طب په برخه کې د مسلمانانو لخوا لیکل شوي کتابونه
مسلمانانو د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې ډېر کتابونه لیکلي، چې ترټولو مشهور یې «عشر مقالات في العین» (د سترګو په اړه لس مقالې) د حنین ابن اسحاق تألیف دی. دا کتاب د مسلمانانو د سترګې د طبابت په برخه کې یو مهم ټکی ګڼل کیږي.
لکه څنګه چې د کتاب له نوم څخه څرګندیږي، دا کتاب د سترګو په اړه لس مقالې لري او د دې غړي اړوند موضوعات په تفصیل سره بیانوي.
لومړۍ مقاله: د جالینوس د نظریې پر بنسټ د سترګو د جوړښت تشریح او توضیح.
دویمه مقاله: د سترګو د ساتنې طریقې او د هغه ګټې.
دریمه مقاله: د سترګو عصبي تحلیل او د لید پروسې تشریح د بقراط او افلاطون نظرونو ته په اشارې سره.
څلورمه مقاله: د جالینوس د نظریاتو لنډیز د ناروغیو د ترتیب، د هغو لاملونه او نښې په اړه.
پنځمه مقاله: د سترګو د پردو او داخلي رطوبت په ګډون د سترګو د ناروغیو د لاملونو څېړنه.
شپږمه مقاله: د سترګو د ناروغیو تشریح او د ناروغیو بشپړه ارزونه لکه د سترګو حساسیتونه او د سترګو نور دردونه.
اوومه مقاله: د سترګو اړوند دواګانو قوت او ځانګړتیاوې، د جالینوس د نظرونو پر بنسټ.
دا اثر د خپل علمي دقت او نوښت له امله د مسلمانانو د سترګو د طبابت په برخه کې په تاریخ کې مهم ځای لري او د یوې معتبرې سرچینې په توګه ترې کار اخیستل شوی دی.
اتمه مقاله: دا مقاله د سترګو د درملو لیست دی او د هر درمل ګټې تشریح کوي.
نهمه مقاله: دا مقاله د سترګو د ناروغیو د درملنې لارو چارو ته ځانګړې شوې ده. البته، په دې مقاله کې کوم ځانګړی ترتیب نه دی مراعات شوی، بلکې هره موضوع پکې جلا توضیح شوې ده.
لسمه مقاله: دا مقاله هم هغه ګډ (ترکیبي) درمل څېړي چې د سترګو د ناروغیو او نواقصو لپاره وړاندیز شوي دي.
په دې برخه کې یو بل مهم کتاب “المنتخب في علاج أمراض العین“ دی، چې د ابو القاسم عمار بن علي موصلي لخوا لیکل شوی. همدارنګه، د مشهور اسلامي طبیب علي ابن عیسی کحال کتاب “تذکرة الکحالین“ د دې علم له غوره آثارو څخه ګڼل کېږي.
د “تذکرة الکحالین“ کتاب درې مهمې او بنسټیزې مقالې لري:
  1. لومړۍ مقاله: د سترګو د تعریف او توضیح، ډولونو، رطوبتونو، عصبي ارتباطاتو او د عضلاتو په اړه ده. همدارنګه، تشریح کوي چې د هرې برخې وده او تغذیه له کوم ځای څخه کېږي او د هرې برخې وظیفه څه ده.
  2. دویمه مقاله: د سترګو د ظاهري ناروغیو، د هغوی د لاملونو، نښو نښانو او د درملنې طریقو ته ځانګړې شوې ده.
  3. درېیمه مقاله: په دې مقاله کې د سترګو پټې ناروغۍ، نښې نښانې، د درملنې لارې چارې او اړوند درمل څېړل شوي دي.
بل مشهور کتاب “نور العیون و جامع الفنون“ دی، چې د صلاح الدین بن یوسف کحال لخوا لیکل شوی. په دې کتاب کې د سترګو د علم او لید، د سترګو د ناروغیو، د هغوی د لاملونو، د سترګو بېلابېلو حالتونو، د سترګو د روغتیا ساتنې او د سترګو د ناروغیو د درملنې په اړه بېلابېل فصلونه شامل دي.
همدارنګه، د خلیفه بن ابي المحسن حلبي کتاب “الکافي في الکحل“ په دې برخه کې یو بل مهم اثر دی. دا کتاب د سترګو، د هغوی د ناروغیو او د درملنې میتودونو ته وقف شوی دی او د سترګو د طبابت په برخه کې یو له ګټورو او معتبرو کتابونو څخه شمېرل کېږي.
په اسلامي تمدن کې د سترګو تر ټولو مشهور طبیبان
مسلمانانو ډېر طبیبان درلودل، چې د سترګو په برخه کې یې تخصص درلود او له ځان څخه یې تلپاتې اغېزې پرېښودې. د دوی له ډلې، تر ټولو مهم شخصیتونه دا دي:
ابو القاسم عمار بن علي موصلي: د یوولسمې پېړۍ د سترګو متخصص طبیب و، چې په موصل کې زېږېدلی او په قاهره کې یې طبابت کاوه. هغه وتوانېد چې د آب‌مروارید د درملنې لپاره د زرقیاتو (Needling) طریقه جوړه او اختراع کړي. ابو القاسم د عصبي علومو په اړه ډېر کتابونه لیکلي، او په ۱۰۲۰ میلادي کال کې په قاهره کې وفات شوی دی.
علي بن عیسی کحال: په اسلامي نړۍ کې یو له مشهورو سترګو متخصصینو څخه و، چې په بغداد کې یې کار کاوه. مستشرقینو هغه د منځنۍ دورې تر ټولو ستر طبیب او کارپوه ګڼلی دی. د هغه آثار په لاتیني او عبراني ژبو ژباړل شوي دي. د هغه تر ټولو مشهور کتاب “تذکرة الکحالین“ دی، چې مخکې یې یادونه وشوه. هغه په ۴۳۰ هجري کې وفات شو.
ادامه لري…
Previous Articleفډراليزم؛ له پیژندنې څخه تر پلي کیدو پورې (شپږمه برخه)
Next Article فاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اوومه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه پایله نولسمه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري ویشتمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD2 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول دري ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (دوهمه برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه» دوهمه برخه کرامیه ډله: د دې ډلې نوم جوړښت مفتوح…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.