لیکوال: عبیدالله نیمروزی
امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله (شپږمه برخه)
ټولنیز، اقتصادي او سیاسي فکر
امام شاه ولي الله رحمه الله په جدي توګه هڅه وکړه، چې د ټولنیزو، اخلاقي او اقتصادي نظامونو ترمنځ اړيکې درک کړي. د ده په اند، معنویت دوه اړخونه لري: لومړی، له الله تعالی سره د انسان شخصي اړیکې، او دویم، د انسان اړیکې له خپلو ملګرو سره. نو که یو څوک د شخصي نېکمرغۍ لپاره له ټولنې څخه ګوښه شي، هغه بشپړ معنویت ته نه دی رسېدلی؛ یوازې په ټولنیزو جوړښتونو کې د یو چا معنویت راڅرګندیږي.
له همدې امله، اسلام په ندرت سره یو کس د منفرد فرد په توګه څېړي، برعکس، هغه تل د کورنۍ یا ټولنې د غړي په توګه تصور کوي. نو د فردي پرمختګ لپاره ټولنیز عدالت ته اړتیا ده، او د ټولنیز عدالت څرنګوالی او تحقق هغه مسئله ده، چې شاه ولي الله رحمه الله په خپل مشهور کتاب “حجة الله البالغة“ کې په تفصیل سره مطرح کړې ده.
د هغه په اند، عدالت د بشري نسل د هماهنګ پرمختګ لپاره اړین دی. کېدای شي د هغه څرګندونې ډېرې پراخې وي، خو دا یوازینۍ لاره ده چې د بشر د ژوند په بېلابېلو بڼو کې دوام مومي. کله چې دا پرمختګ د جامو او اخلاقي دودونو په بڼه څرګند شي، ادب نومېږي؛ کله چې د عاید او لګښتونو په چارو کې منعکس شي، اقتصاد نومېږي؛ او هغه مسئلې چې دولت پورې تړلې وي، سیاست بلل کېږي.
علامه شاه ولي الله رحمه الله د انساني اړیکو مسئله د ارتفاعاتو تر عنوان لاندې څېړي. نوموړی دا بحث له دې حقیقت څخه پیلوي، چې انسان بېشمېره اړتیاوې لري، چې هغه عمل ته هڅوي. د انسان د اړتیاوو پوره کول د خلکو په متقابل تعامل پورې اړه لري، او دا تعامل د ټولنې د جوړېدو او د هغې د اخلاقي دودونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
کله چې انسانان د ټولنیز خوندیتوب او امنیت لپاره ګډ کار کوي، حکومت (سیاسي نظام) رامنځته کېږي؛ او کله چې دوی د خپلو مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو له بل سره تعامل کوي، اقتصادي نظام رامنځته کېږي.
د یو سالم ټولنیز، اقتصادي او سیاسي نظام بنسټیزه ځانګړنه د ټولنیزې ډلې د مختلفو غړو ترمنځ متوازنه اړیکه ده. دا متوازنه اړیکه، بېشکه، د باطني آرامتیا او له خالق سره د سمې اړیکې انعکاس دی. له بلې خوا، دا ټولنیز نظام، چې د دې اړیکو له لارې رامنځته شوی، بېرته خپله، د داسې آرامتیا او اړیکو لامل کېږي.
بیا شاه صاحب رحمه الله د ټولنیز نظام پر ځینو بنسټیزو اړخونو د یوه متحرک بهیر په توګه بحث کوي. هغه دا موضوع له ژبې څخه پیلوي او دې ټکي ته اشاره کوي، چې ژبه نه یوازې د بیان وسیله ده، بلکې د کلتور او تمدن د ودې یو مهم لامل هم دی.
بیا هغه د کرنې په اړه خبرې کوي، چې د خلکو لپاره خواړه چمتو کوي. په دې عمل کې، انسان د خړوبولو هنر زده کوي، حیوانات اهلي کوي او په بېلابېلو لارو یې کاروي. وروسته، د موسمونو او سختیو څخه د انسان د ساتنې لپاره کورونه جوړېږي.
نور ټول بشري پرمختګ د حکومت په تاسیس پورې اړه لري. یوه ټولنیزه ډله، که هر څومره هم بې کلتوره وي، بیا هم یو قوي ځواک ته اړتیا لري، چې هغه په سمه توګه اداره کړي.
د امام شاه ولي الله رحمه الله په اند، حکومت باید خپل فعالیتونه یوازې د خلکو په ساتنه او امنیت پورې محدود نه کړي، بلکې باید د ټولنې د سوکالۍ او پرمختګ لپاره لارې او وسایل برابر کړي. نو د ټولنیزو بدیو له منځه وړل، لکه قمار، زنا، سود، رشوت او نور، د دولت له اساسي دندو څخه دي. همدارنګه، سوداګر باید په دقت سره تر څارنې لاندې ونیول شي، ترڅو ځانونه په بدو کارونو ککړ نه کړي.
دولت باید دا هم وګوري، چې د خلکو ځواک په ګټورو لارو وکارول شي، لکه د بېلابېلو دندو عادلانه وېش، چې د ټولنې د پرمختګ لامل کېږي.
امام شاه ولي الله رحمه الله وايي:
«کله چې د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ دندې په عادلانه توګه ونه وېشل شي، د هغې ټولنې کلتور ته زیان رسېږي. د بېلګې په توګه، که اکثره خلک یوازې سوداګر شي، نو کرنه به له پامه وغورځول شي، او د کرنیزو محصولاتو کچه به راټیټه شي. همدارنګه، که په پوځ کې د خلکو نوملیکنه ډېره شي، نو دا به ټولنه له ستونزو سره مخ کړي، ځکه چې په دې حالت کې به د کرنې او سوداګرۍ لپاره کم خلک پاتې شي، او ټولنیز نظام به ګډوډ شي.»
د شاه صاحب په اند، په هېواد کې، تر پوځ او پولیسو وروسته، کرنه تر ټولو مهم سکتور دی، ځکه چې د ژوند اړتیاوې، چې د ټول وګړو ژوند پرې ولاړ دی، تأمینوي. نو دولت باید د کرنې لارې چارې پرمخ بوځي، او هره ټوټه ځمکه باید په سمه توګه وکرل شي. د فصلونو د کرلو لپاره باید یو منظم پروګرام جوړ شي، او د دې ترڅنګ، دولت باید د سوداګرۍ او صنعت د پرمختګ لپاره هم لازم اقدامات وکړي.
په دې توګه، د علامه شاه ولي الله رحمه الله په اند، د ټولنې شتمني د اقتصادي تنوع پورې اړه لري، او دا یو څرګند حقیقت دی، چې پرې باید ټینګار وشي. د خلکو د استعدادونو ته په پام سره، هغوی باید په بېلابېلو دندو وګمارل شي، ترڅو اقتصادي تنوع رامنځته شي. همدارنګه، د انسانانو نامحدود استعدادونه یوازې هغه مهال څرګندېدای شي، چې هغوی ته دا اجازه ورکړل شي، چې د زړه له غوښتنې سره سم خپلې دندې غوره کړي.
د هغه په اند، یو سالم اقتصادي نظام پر ټولنیز عدالت ولاړ وي، او د ټولنې د سوکالۍ لامل کېږي. که حکومت د داسې نظام په وده او ساتلو کې پاتې راشي، نو دا به د هغه د زوال لامل شي.
هغه له خپلې څېړنې وروسته، د خپلې زمانې د حالاتو په ارزولو سره، داسې نتیجه اخلي:
«له دقیق تحلیل او تجربې وروسته، دې نتیجې ته ورسېدم، چې د مسلمانانو د زوال دوه لوی لاملونه دي:
لومړی: ډېرو خلکو خپلې دندې پرېښودې او د دولت د اوږو بار وګرځېدل. دوی په حقیقت کې د دولت پر خزانې درانه بارونه دي. ځینې یې عسکر دي، او ځینې یې ځانونه د علم او فضل خاوندان ګڼي. له همدې امله، دوی د دولت له مالي مرستو څخه په منظمه توګه ګټه پورته کول خپل حق بولي.
دویم: هغه کسان چې د پخوانیو دودونو له مخې له دربار څخه ډالۍ او انعامونه ترلاسه کوي، لکه شاعران او ټوکماران. دا کسان، چې د ټولنې د سوکالۍ لپاره هیڅ ګټه نه لري، بیا هم د دولت له خزانو استفاده کوي. له همدې امله، څومره ژر چې حکومت د دغو تیارخوړو له منګولو وژغورل شي، هغومره به ښه وي.»
دویم: حکومت پر بزګرانو او سوداګرو بېحده مالیات وضع کړي. د دې تر څنګ، د مالیاتو د راټولولو پر مهال، دولتي چارواکي له مالیه ورکوونکو سره وحشیانه چلند کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د خلکو اقتصادي حالت په خطرناک حد کې خراب شوی، او هغوی د درنو مالیاتو د فشار لاندې شاکي دي. له همدې امله، هېواد د ورانېدو خوا ته روان دی.
په دې اړه، شاه ولي الله رحمه الله، یو ناسم نظر ته، چې په مسلمانانو کې عام دی، اشاره کوي. ډېری مسلمانان په دې باور دي، چې خدای تعالی فقر خوښوي، له همدې امله، هیڅ ښه مسلمان باید د بډای کېدو هڅه ونه کړي. دا ډول نظر ناسم دی. هغه ساده ژوند، چې د قناعت سبب کېږي، له هغه سخت فقر سره، چې ډېری وخت د واکمنو طبقو د استثمار پایله وي، اساسي توپیر لري.
د علامه شاه ولي الله رحمه الله په اند، د ځینو طبقو دغه تپل شوې لوږه، د ټولنې د هوساینې لپاره تاواني ده، او هېڅ فضیلت نه لري. برعکس، دا یو ظلم او جنایت دی. اسلام هېڅ طبقې ته اجازه نه ورکوي، چې نور د ټیټو مزدونو پر اساس، په زور کار ته اړ کړي. د اسلام اساسي موخه د ټولنیز عدالت تأمین دی، او دا یوازې هغه وخت ممکن دی، چې ټولنه له طبقاتي شخړو څخه پاکه وي، او هر فرد ته دا فرصت برابر شي، چې خپل پټ استعدادونه څرګند کړي.
شاه صاحب رحمه الله زیاتوي:
«اسلام خپلو پیروانو ته هېڅکله دا نه وايي، چې ځانونه د یوه ظالمانه ټولنیز نظام تابع کړي. برعکس، د اسلام لارښوونه دا ده، چې دا ځواکمن، متمرکز فرد، چې د یوه عمر د عملي تجربې له لارې روزل شوی، باید د ځانلوړښودنې (خپلواکۍ) په لالچ کې راګیر نه شي، بلکې د خدای تعالی د رضا او د انسانیت د اصلاح لپاره وقف شي.»
د فقر او بېوزلۍ پر ځای، دا ټولنیز عدالت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ستایلی دی. دا عدالت نه یوازې انسان له کبر او غرور څخه ساتي، بلکې د هغه په وجود کې داسې ځواک راپیدا کوي، چې په مرسته یې وکولی شي، د وسوسې، رشوت، او هغو جالونو مخه ونیسي، چې فاسد واکمنان د خپلو رعیتونو د کرامت او شخصیت د ماتولو لپاره کاروي.
شاه ولي الله رحمه الله، د ارسطو له دې نظر سره موافق دی، چې د دولت جوړېدو اساسي موخه، د ښه ژوند وده ده. د ښه ژوند څخه مراد، هغه ژوند دی، چې د اسلام د سپېڅلو اصولو له مخې غوره وبلل شي. دولت د دې هدف د پلي کولو وسیله ده، نه خپله موخه. له همدې امله، شاه ولي الله رحمه الله باور لري، چې د اجباري ځواک درلودل، یوازې د هغه موخو لپاره توجیه کېدای شي، چې ورته ټاکل شوی وي. که حکومت خپل ځواک په سمه توګه وکاروي، نو د فرد تر ټولو لویه دنده دا ده، چې د دولت وفادار غړی وي.
خو که حکومت یوازې په نوم حکومت وي، او په حقیقت کې یو ړوند او وحشي ځواک وي، نو په دې حالت کې، د ملت دنده د دې واکمن نظام ړنګول دي. له همدې امله، د یوه فرد مهمه دنده دا ده، چې د دولت غړی واوسي، خو تر دې هم مهمه دا ده، چې د هغه د حکومت کیفیت وڅېړي.
امام شاه ولي الله رحمه الله، په خپل کتاب «إزالة الخفاء عن خلافة الخلفاء» کې د اسلامي دولت دندې داسې بیانوي:
«خلافت، په ټولیز ډول، یو ډول حکومت دی، چې د شریعت د احکامو د پلي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو له مخې رامنځته شوی. د خلافت تر ټولو مهم مسؤلیتونه دا دي:
-
اسلامي لارښوونې راژوندی کول، او د عملي ژوند برخه ګرځول.
-
د جهاد لپاره د امت راټولول.
-
د شرارتونو سخت ځپل، ترڅو له هغو څخه ناوړه استفاده ونشي.»**