Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (لسمه برخه)
نشنلیزم پنجشنبه _30 _جنوري _2025AH 30-1-2025AD

نشنلیزم (لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (لسمه برخه)

 

د عربي ملتپالنې په رامنځته کېدو کې د یهودو او نصاراوو مهم رول
د عربي ملتپالنې غورځنګ په بحث کې یو د پام وړ ټکی دا دی چې ځینو لیکوالانو او څېړونکو په دې غورځنګ کې د مختلفو کلتوري او مذهبي شالید لرونکو اشخاصو رول ته اشاره کړې ده. د بېلګې په توګه، د لعبة الأمم کتاب لیکوال څرګندوي چې د دې غورځنګ یو شمېر مشران او مخکښان له نړیوالو ملاتړ لرونکو پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي، لکه د بیروت امریکایي پوهنتون. دا پوهنتون د هغو زده کړیالانو په ښوونه او روزنه کې د خپل رول لپاره مشهور دی، چې وروسته یې په ملتپالو غورځنګونو کې فعاله ونډه لرله. لیکوال ادعا کوي چې ډېری دغه مشران عيسويان ول.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، چې لومړی ځل عربي ملتپالنې ته بلنه وشوه، لویدیځوال وو چې په سوریه کې یې د تبشیري ډلو (هغه ډلې چې نصرانیت ته بلنه کوي) له لارې فعالیت پیل کړ، ترڅو عربان له ترکانو څخه جلا کړي او د مسلمانانو ترمنځ اختلاف او بېلتون رامنځته کړي. یاد دعوت ورځ تر بلې په شام، عراق او لبنان کې پراخېده او نورو سیمو ته یې لمن په چټکۍ سره غځېدله، تر هغه چې لومړی کنفرانس په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې په پاریس کې ترسره شو. په دې لړ کې عربي ټولنې او خوځښتونه زیات شول او تمایلات او هڅونې ډېرې شوې.
دغو ټولنو او سازمانونو په پیل کې په پټه فعالیت کاوه او د ځان لپاره یې خلک راټولول؛ خو وروسته د دې ټولنو شمېر پراخ شو او د دوی فعالیتونه عام شول. په راتلونکو برخو کې به ان شاء الله هڅه وکړو چې دا ټولنې په تفصیل سره معرفي کړو.
د عصري فکري مکتبونه او په ټولنو کې د هغوی رولونه او په عربي هېوادونو کې د ملتپالنې د ظهور په اړه د مسلمانانو دریځ کتاب لیکوال لیکي:
“حقیقت دا دی، هغه کسان چې په عربي هېوادونو کې یې د ملتپالنې روحیه او احساسات را وپارول او د بلنې په لاره کې یې هلې ځلې وکړې، عرب عیسویان وو. ځکه دوی درک کړې وه چې د ملتپالنې پر بنسټ د مسلمانو عربانو راټولېدل او یووالی د دوی (عرب عیسویانو) په ګټه دی، ځکه دین د مسلمانانو او غیرمسلمانانو متحدوالی نه مني. له همدې امله، عرب عیسویانو او د دوی متحدینو د عربي ملتپالنې ستاینه پیل کړه، او باور یې درلود چې که عربان د نورو ملتونو په وړاندې عزت، ویاړ او درناوی غواړي، نو د عربي ملتپالنې بیا راژوندي کولو ته اړتیا لري. دا پخپله د دوکې او درغلیو یوه بڼه وه، چې د وخت په تېرېدو سره یې د عربو خلکو په منځ کې د عثماني دولت پر وړاندې د کرکې او بدبینۍ اور ته لمن ووهله.”
دا یقیني خبره ده چې دښمنان تل د تاریخ په اوږدو کې د داسې فرصت په تمه وو، چې په هره ممکنه لاره وکولای شي د اسلام پر دین او په دې ستر امت برید وکړي. یوه له هغو لارو څخه، چې دښمن وتوانېد تر ډېره حده خپلو موخو ته ورسېږي، دا وه چې د مسلمانانو په منځ کې، په ځانګړې توګه د عربانو ترمنځ، ملتپالنه رامنځته کړي.
د عربي ملتپالنې تر ټولو مشهور بلونکي او مدافعین
د ټولو پدیدو او مسایلو د څېړلو په پایله کې، موږ دې نتیجې ته رسېږو چې ځینو اشخاصو د دې ناوړه پدیدې په رامنځته کولو، پراختیا او وده کې مهم رول لوبولی دی. ځینې یې په لاندې ډول معرفي کوو:
شریف حسین
یو له هغو کسانو څخه، چې په عربي ملتپالنه کې یې مهم او رغنده رول ولوباوه، شریف حسین و. وروسته له هغه چې دا مفکوره عربي هېوادونو ته ورسېده، هغه هم په دې لار کې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د فکري جګړې کتاب لیکوال په دې اړه لیکي:
“اسلامي هېوادونو ته د ملتپالنې له خپرېدو وروسته، شریف حسین له عثماني خلافت څخه د عربو د جلا کېدو مسئله راپورته کړه. له دې وروسته، بېلابېل ملتپال غورځنګونه او خوځښتونه رامنځته شول. په مصر کې فرعوني نظام بیا راژوندی شو، فینیقیت په سوریه کې، او بربریت په الجزایر کې راڅرګند شو. دوی د هغو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو ملاتړ وکړ، چې د ملتپالنې او توکم پالنې پر بنسټ رامنځته شوي وو.”
ابو خلدون ساطع حصري
ساطع حصري یو له هغو کسانو څخه و، چې د عربي ملتپالنې په برخه کې یې ډېر فعالیتونه کړي او په دې اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی.
ساطع حصري، د څوارلسمې پېړۍ یو عرب ملتپال لیکوال او د فکر خاوند، د ۱۲۹۶ هـ ق کال د شعبان پر ۱۶ نېټه، په صنعا کې د سوري پلار او مور له خوا وزېږېد. هغه د څه مودې لپاره په بالکان کې اوسېده، چیرې چې د ملتپالنې مفکوره خورا ګرمه او خپل اوج ته رسېدلې وه. د بالکان د ژوند تجربو د هغه په ذهن کې د ملتپالنې لومړني بنسټونه کېښودل.
د لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني خلافت له زوال وروسته، حصري سوریې ته ولاړ، ترڅو په یاد هېواد کې د لومړي ځل لپاره د عربي ملتپال غورځنګ بنسټ کېږدي.
ساطع یو له هغو لومړنیو بلونکو څخه و، چې د ملتپالنې مفکورې له مخې، چې له لویدیځ څخه وارد شوې وه، د عربو او نورو مسلمانانو د جلا کېدو غوښتنه یې وکړه.
دې کس د عربي ملتپالنې لپاره د خلکو د را بللو په لاره کې ډېر کار وکړ، نظرونه یې وړاندې کړل، او دا مفکوره یې خپل دین او د الهام سرچینه وګرځوله. هغه د خپلو موخو سره سم، له خلکو سره دوستي او دښمني کوله. د هغه موخه دا وه، چې عربان د دیني اړیکو او ورورولۍ پر ځای، د ملتپالنې پر بنسټ متحد کړي.
نوموړي غوښتل، چې عربان، هم باطني او هم ظاهري لحاظ، د لویدیځ تابع شي. البته، تر ټولو د حیرانتیا خبره دا ده، چې ځینې څېړونکي وايي، د هغه مورنۍ ژبه عربي نه وه، بلکې ترکي وه. نو، څه شي هغه دې ته اړ کړ، چې د عربي ملتپالنې “سپېڅلتیا” او د هغې پر لور تعصب وکړي؟
عرب روڼ‌اندې، دواړه چپیان او ښي‌اړخي، ساطع حصري د عربي توکم پالنې (پان‌عربیزم) د تیورۍ بنسټ ایښودونکی ګڼي. د حصري د توکم پالنې نظریه، د جرمني د ملتپالنې د مکتب تقلید دی، چې یوهان هیرډر او یوهان فیخته یې په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې تر ټولو مهم استازي وو.
مصطفی الشهابي
نوموړی د عربي ملتپالنې د بلنې او تبلیغ په برخه کې یو له فعالینو څخه و. هغه عربي ملتپالنه “د عربو د ملتپالنې عقیده“ ګڼله او ویل یې:
“هر هغه څوک چې په دې لاره کې جګړه کوي او مړ کېږي، د هغه په نظر ‘شهید’ بلل کېږي.”
هغه په دې باور و، چې په تېر وخت کې خلک د دین له لارې سره تړلي وو؛ خو کله چې “د ملتپالنې عقیده“ راڅرګنده شوه، هغې پر دیني اړیکو او علایقو برلاسی وموند. کله چې عربانو ملتپالنې ته مخه کړه، پوه شول، چې د خپلو ملتونو ټول سیاسي او اقتصادي اهداف او اړتیاوې د عربي ملتپالنې له لارې پوره کولی شي.
محمد معروف الدوالیبي
الدوالیبي د عربي ملتپالنې یو له مشهورو مدافعینو څخه و، او د هغې د تقدس په برخه کې یې مبالغه کوله. هغه باور درلود، چې عربان، له ملتپالنې څخه د مخه، په تباهۍ، زوال او ژورو تیارو کې ژوند کاوه. د عربي ملتپالنې راڅرګندېدل، د ډېرو خیرونو او ښېګڼو سبب شول.
جمال عبدالناصر
د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر د عربي ملتپالنې یو له مشهورو ملاتړو څخه و. هغه په دې لار کې ډېر ګامونه پورته کړل او د دې هڅو له امله یې ګڼې جایزې هم ترلاسه کړې.
په خپل واکمنۍ کې، عبدالناصر د عربي ملتپالنې بلنه رهبري کړه او خپله ټوله انرژي او ځواک یې د هغې د پیاوړتیا او خپرولو لپاره ځانګړی کړ. آن تر دې حده، چې هغه عربي ملتپالنه یو مقدس دین او بنسټیزه عقیده وګرځوله.
په خپل وخت کې، نوموړي د ملتپالو افکارو د خپرولو او د عربانو د ستاینې لپاره له ډېرو رسنیو څخه کار واخیست.
عبدالرحمن کواکبي
د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته، یو له هغو کسانو څخه، چې عربي ملتپالنې ته یې خلک رابلل، عبدالرحمن کواکبي و. هغه “ام القری“ په نوم یو کتاب ولیکه.
البته، کواکبي یو بل مشهور کتاب هم لري، چې “طبائع الاستبداد“ نومېږي. ډېری څېړونکي باور لري، چې نوموړي دا کتاب د عثماني خلافت د سختیو پر ضد، او د عربي ملتپالنې د ملاتړ لپاره لیکلی دی.
د “د اسلام له نظره ملتپالنه“ کتاب لیکوال د عبدالرحمن کواکبي په اړه لیکي:
“یو له هغو لومړنیو کسانو څخه، چې په جدي توګه یې د عربي ملتپالنې بحث مطرح کړ، عبدالرحمن کواکبي (۱۸۴۹-۱۹۰۳) و. هغه ‘ام القری’ په نوم یو کتاب ولیکه، چې پکې یې د ترکانو په پرتله، د عربو برتري او غوره‌والی ته اشاره کړې. هغه ټینګار کاوه، چې د مکې په ښار کې باید د یو عربي خلیفه تر نظر لاندې، یو اسلامي دولت جوړ شي.”
میشل عفلق
د عربي ملتپالنې بلنه، په حقیقت کې، د عیسویانو له‌خوا پیل شوه. هغوی لومړني کسان وو، چې د عربي ملتپالنې بیرغ یې پورته کړ او د دې لپاره یې ټولنې او سازمانونه جوړ کړل.
لومړنی کس، چې دا مسؤلیت یې پر غاړه واخیست، میشل عفلق و. د عربي ملتپالنې تر ټولو مشهور مفکر او مدافع ساطع حصري و، او له هغه وروسته، تر ټولو مهم او مشهور شخصیت میشل عفلق دی.
یادونه
دلته موږ هڅه کړې، چې د عربي ملتپالنې تر ټولو مشهور بلونکي او مدافعین معرفي کړو؛ خو که د ټولو داعیانو نومونه یاد کړو، نو بحث به ډېر اوږد شي. له همدې امله، د لا ډېرو معلوماتو لپاره دې د ډاکټر عبدالله عزام رحمه‌الله د “القومیة العربیة“ کتاب ته مراجعه وشي. هغه په دې کتاب کې نور کسان هم معرفي کړي دي.
دوام لري…
Previous Articleد پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)
Next Article مارکس او مارکسیزم (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۱۱)

سه شنبه _13 _جنوري _2026AH 13-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۴)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD22 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.