Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)
متفرقه پنجشنبه _30 _جنوري _2025AH 30-1-2025AD

د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: رحمت الله رحماني

د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)

 

د واکمنانو لپاره د علماوو سپارښتنې، وعظونه او ګټورې مشورې
یوه له هغو لارو څخه چې علماوو به د ظالمو پاچاهانو سره اړیکه نیوله، ترڅو هغوی ته نصیحت وکړي، په نېکۍ یې امر کړي، له بدیو یې منع کړي، له ظلم او فساد څخه یې را وګرځوي او د شرعي احکامو پلي کولو ته یې راوبولي؛ پاچاهانو او واکمنانو ته د لیکونو لېږل، زغرده وعظونه او خطبې وې چې له منبرونو او د خلکو په غونډو او محفلونو کې یې وړاندې کولې.
د وخت پاچا ته د حجة الاسلام امام الغزالي رحمه الله لیک
امام غزالي رحمه الله به د خپل وخت پاچاهانو او امیرانو ته لیکونه لیکل او هغوی ته یې د خلکو سره د خواخوږۍ، اصلاح، د عدالت رعایت او د دین ملاتړ ته بلنه ورکوله.
یو ځل امام غزالي د خراسان واکمن، سنجر بن ملک شاه ته یو لیک ولیکه، چې متن یې داسې و:
“افسوس! ستونزې او د مالیاتو دروندوالی نږدې دی چې د مسلمانانو غاړې ماتې کړي، په داسې حال کې چې ستاسو د اسونو غاړې د سرو زرو د غاړکیو د وزن له امله کږې شوې دي!”
دغه راز، د هغه مشر ورور، سلطان محمد بن ملک شاه ته یې هم یو لیک ولیکه، چې پکې یې د هغه مسئولیتونه ورپه ګوته کړل، له الهي غضب او قهر څخه یې خبرداری ورکړ او د هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره یې ځینې لارښوونې او مشورې ورکړې.
هغه وزیر، فخر الملک ته هم یو لیک ولیکه، چې متن یې داسې و:
“پوه شه چې د توس ښار د لوږې او ظلم له امله په کنډواله بدل شوی دی. کله چې خلکو واورېدل چې ته د اسفراین او دمغان له ښارونو څخه راځې، نو ووېرېدل. خلکو خپل غله جات خرڅول، ظالمانو له مظلومانو څخه بښنه غوښتله، ځکه دوی ستا څخه د عدالت تمه درلوده او فکر یې کاوه چې ته به د دوی چارې سمبال کړې او د ستونزو د هوارولو توان به ولرې.
خو کله چې توس ښار ته ورسېدې، او خلکو له تا څخه هیڅ بدلون یا تحول احساس نه کړ، نو ستا په اړه د دوی ویره او وحشت ورک شو. بزګرانو او نانوایانو بیا د احتکار او درغلیو لاره ونیوله، او ظالمان زړور شول. هر هغه کس چې تا ته د دې ښار په اړه بل ډول معلومات درکړي، پوه شه چې هغه ستا د دین دښمن دی.
پوه شه چې د توس د خلکو دعاګانې ازمېیل شوې دي. ما پخواني چارواکي او مسئول ته ډېر نصیحتونه وکړل، خو هغه ونه منل. په پایله کې، دا د مخکینیو او وروستنیو لپاره په پند او عبرت بدل شو.
اې فخر الملکه! پوه شه چې دا خبرې ترخې او سختې دي او یوازې هغه څوک یې د لیکلو جرئت کوي، چې له ټولو پاچاهانو او امیرانو یې خپلې تمې پرې کړې وي. نو د دې لیک ارزښت درک کړه، ځکه دا خبرې به ته له ما پرته، له بل چا نه اورې.
که څوک تا ته له دې پرته بل څه وايي، پوه شه چې تمې او طمعې د هغه د حقیقت له ویلو مخه نیولې ده.”
د پاچاهانو په حضور کې د حق ویلو په برخه کې د امام عبدالقادر ګیلاني رحمه الله زړورتیا
امام عبدالقادر ګېلاني رحمه الله به په پاچاهانو نیوکه کوله، امیران او مشران به یې ملامتول او په زړورتیا سره به یې د حق او عدالت خبرې هغوی ته رسولې.
ابن کثیر رحمه الله د هغه په اړه وايي: “شیخ عبدالقادر ګیلاني رحمه الله به وزیرانو، پاچاهانو، قاضیانو او نورو چارواکو ته د نیکۍ امر کاوه او له بدیو یې منع کول. هغه به د خلکو په حضور کې، له منبرونو او په مجلسونو کې، ښکاره د واکمنانو په اړه خپلې انتقادي او خیرخواهانه خبرې کولې. پر هغه چا به یې سخته نیوکه کوله، چې ظالم به یې پر دنده ګمارلی و او د الله تعالی په لاره کې د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتیا څخه نه وېرېده.”
د “قلائد الجواهر” کتاب روایت
د قلائد الجواهر کتاب لیکوال لیکي: “کله چې امیر المؤمنین یحیی بن سعید بن یحیی بن مظفر، چې په ابن المزحم المظالم مشهور و، پر یو منصب وګماره، امام عبدالقادر ګیلاني رحمه الله د منبر له پاسه وویل: ‘تا د ظالمانو تر ټولو ظالم کس د خلکو د چارو مسؤل ټاکلی دی. سبا به د ټولو مهربانانو مهربان خدای ته څه ځواب ورکوې؟‘
خلیفه له دې خبرو ولړزېد، ویې ژړل او سمدلاسه یې قاضي له دندې ګوښه کړ.
د پاچاهانو او واکمنانو په دربارونو کې د علماوو د حضور وروستی ټکی
د مخلصو عالمانو او دعوتګرو زړور او حقپاله دریځونه، چې د دوی تقوا، دیانت، د عقیدې ټینګښت او د الهي قانون د پلي کولو لیوالتیا څرګندوي، د حق د ملاتړ او د باطل د ردولو ښکاره ننداره وړاندې کوي. دا دریځ د هغو علماوو پر وړاندې یو ښکاره دلیل دی، چې د ظالم پاچا له شره ځان لرې ساتي او چوپتیا غوره کوي.
هغوی، د ظلم او انحراف پر وړاندې د نیوکې پر ځای، چوپ پاتې کېږي، څو دا ظالمان په خپل بغاوت او سرغړونه کې لا ډوب شي، امت له ستونزو سره مخ کړي، د خلکو د ځورولو لارې چارې برابرې کړي، او د مسلمانانو بدبختۍ ته زمینه برابره کړي.
هغوی د دې لپاره، چې د پاچا له غضب څخه وژغورل شي، ځان ته دا پلمه نیسي، چې د فتنې ښکار نشي. خو هیڅ عاقل انسان به د دې پلمې په بې‌اساسه والي شک ونه کړي؛ ځکه چې دا دلیلونه د الله تعالی جل‌جلاله له دې وینا سره په ټکر کې دي:
“وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُو۟لَـٰئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ“ (آل‌عمران: ۱۰۴)
(او ستاسو له منځه دې یوه ډله داسې وي، چې خیر ته بلنه ورکوي، په نیکۍ امر کوي، له بدۍ منع کوي او همدوی به بریالي وي.)
همدا راز، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له دې حدیث سره هم په ټکر کې دی:
“تاسو هرو مرو په نیکۍ امر کوئ او له بدۍ منع کوئ؛ که دا کار ونه کړئ، نو ډېر ژر به الله تعالی جل‌جلاله پر تاسو عذاب راولي؛ بیا به خپل لاسونه د دعا لپاره پورته کوئ، مګر دعاګانې به مو قبولې نشي.”
زه له هغو کمزورو خلکو، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مسئولیت څخه ځان باسي، پوښتنه کوم: کله چې یو بې‌پرواه پاچا یو امر صادر کړي یا د کوم کار مخه ونیسي، د چا مسئولیت دی، چې هغه ته سمه لار وروښيي، له ګناه څخه یې منع کړي، د حق په لور یې لارښوونه وکړي او د غلط کار کولو پر مهال یې ملامت کړي؟
Previous Articleنشنلیزم (نهمه برخه)
Next Article نشنلیزم (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۲)

دوشنبه _12 _جنوري _2026AH 12-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

نوی الحاد د نقد په تله کې (برخه: ۱)

یکشنبه _11 _جنوري _2026AH 11-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD11 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD23 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.