Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (نهمه برخه)
نشنلیزم چهارشنبه _29 _جنوري _2025AH 29-1-2025AD

نشنلیزم (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (نهمه برخه)

په اسلامي هېوادونو کې ملتپال داعیان څوک وو؟
لومړۍ نړیواله جګړه، چې د ۱۹۱۴ او ۱۹۱۸ زېږدیزو کلونو ترمنځ پېښه شوه، د عربي خاورو لپاره د عثماني امپراتورۍ څخه د جلا کېدو فرصت برابر کړ. متفقینو له دې زرین فرصت څخه ګټه پورته کړه، د نژادپالنې او توکمپالنې شعارونه یې ورکړل، او عربان یې د ترکانو پر وړاندې راوپارول.
په دې ترڅ کې، لورنس هم شور او ولوله جوړه کړه، د نژادي تعصب اور یې بل کړ او عربان یې د ترکانو پر وړاندې را وپارول. د بېلګې په توګه، په حجاز کې شریف حسین او په شام کې د شامات خلکو د ترکانو پر وړاندې پاڅون وکړ. هغوی، پر ځای د دې چې له مسلمانو ترکانو سره پاتې شي، چې د اسلام د بریا، شوکت او سرلوړۍ سمبول و، له متفقینو سره یوځای کېدل غوره وګڼل.
هغوی د نژادپالنې او توکمپالنې په اړه د قرآنکریم او احادیثو لارښوونې هېرې کړې او د متفقینو په غولوونکو ژمنو او غلطو پالیسیو یې باور وکړ، چې یوازې د هغوی د ګټو او مصلحتونو پر بنسټ ولاړې وې.
د اسلامي هېوادونو د ملتپالنې غورځنګ
کله چې په اسلامي هېوادونو کې د ملتپالنې غورځنګ پیل شو، د لویدیځ استازو او ملتپالو هڅه وکړه، چې دا اور لا زیات کړي. هغوی، په هره ممکنه لاره، د دې پدیدې د پراخېدو لپاره کار وکړ.
دلته و، چې شریف حسین له عثماني خلافت څخه د عربانو د جلاوالي مسله راپورته کړه. وروسته له دې، د مسلمانانو د یووالي او پیوستون د له منځه وړلو لپاره، په عربي نړۍ کې مختلف ملتپال غورځنګونه او خوځښتونه رامنځته شول.
د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته، اسلامي نړۍ په کوچنیو هېوادونو ووېشل شوه، چې هر یو یې خپلواک حکومت درلود. دا باید په پام کې ونیسو، چې ملتپالو بنسټونو او لویدیځو هېوادونو په دې پروسه کې فعال او رغنده رول ولوباوه او د امت یووالی یې له منځه یووړ.
سریزه
کله چې د ملتپالنې پدیده اسلامي هېوادونو ته خپره شوه، لویدیځوالو هڅه وکړه، چې دا مفکوره په عربانو کې پراخه کړي، څو د امت وېشل اسانه کړي.
د همدې لپاره، دوی خپل بلونکي او داعیان عربي هېوادونو ته واستول، غونډې یې جوړې کړې، خلک یې وهڅول او د ملتپالنې د ودې لپاره یې مالي ملاتړ برابر کړ. بالاخره، دا پدیده عربي هېوادونو ته وغځېده او په دې ټولنو کې یې نفوذ وکړ.
په عربي هېوادونو کې ملتپالنه
لویدیځه ملتپالنه، چې اسلامي هېوادونو ته خپره شوه، ورو ورو په عربي هېوادونو کې ریښې وځغلولې او یو شمېر عربانو یې هرکلی وکړ.
البته، دا لېوالتیا بېلابېل لاملونه لري؛ له یوې خوا، د لویدیځ استعمار او فکري جګړه، او له بلې خوا، د لویدیځوالو لخوا د “اسرائيل” په نوم د دولت رامنځته کېدل.
عربان، په دې ګومان چې عربي ملتپالنه، د ګډې ژبې، توکم او تاریخ پر بنسټ د یووالي وسیله ده، دې پدیدې ته مایله شول، تر څو له ننګونو او کړکېچونو څخه ځان خلاص کړي.
ډېرو کسانو، چې په دې پدیدې یې باور درلود، د هغې د خپرولو او پراختیا لپاره یې هڅې وکړې، او نور یې هم دې فکر ته راوبلل.
راځئ چې عربي ملتپالنه ښه وپېژنو
عربي ملتپالنه یو بنسټیز سیاسي او فکري غورځنګ دی، چې عربان د خپل برم او عظمت پر لور رابولي او د یو متحد دولت د جوړولو غوښتنه کوي، چې د دیني اړیکو پر ځای، د وینې، ژبې او تاریخ پر بنسټ ولاړ وي. دا د ملتپالنې د مفکورې انعکاس دی، چې مخکې په اروپا کې راڅرګنده شوې وه. دغه پدیده د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په عربي هېوادونو کې راڅرګنده شوه.
عربي ملتپالنه د اسلامي نړۍ په ځینو هېوادونو کې یو تاریخي مفهوم دی، چې د “خپل” او “پردي” ترمنځ د توپیر پر بنسټ ولاړ دی. دا غورځنګ د داخلي ظلم، بهرني استعمار او اشغال پر وړاندې د غبرګون په توګه راڅرګند شو او هڅه یې وکړه، چې عربي ملي هویت په ټولنیز، تاریخي، جغرافیایي، سیاسي، مذهبي، کلتوري، ژبني او ادبي برخو کې بیا راژوندی کړي، ترڅو عربان په یو واحد ملت بدل شي. دا غورځنګ په تدریجي ډول د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې پیل شو او بالاخره، د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، په عربي نړۍ کې په یوه ځواکمن جریان بدل شو.
عربي ملتپالنه یوه پدیده ده، چې له یوې پېړۍ څخه ډېر مخکې راڅرګنده شوې. دا پدیده له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې رامنځته شوه او لومړی ځل د عربي ژبې د بیا راژوندي کولو، د عربانو د ځلانده ماضي او برم د بېرته راګرځولو او له عثماني خلافت څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره، د عربي وتلو او پوهو شخصیتونو په فعالیتونو کې څرګنده شوه.
په پیل کې، عربي ملتپالنه د اسلامي مفاهیمو پر بنسټ ولاړه وه، خو لږ وروسته، د عربانو او عثماني امپراتورۍ ترمنځ د شخړو او لانجو له امله، دې غورځنګ خپل مذهبي رنګ له لاسه ورکړ او یو خالص ملتپال طبیعت یې غوره کړ.
د عربي ملتپالنې نوی انځور
د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د عربي ملتپالنې یوه نوې مفکوره رامنځته شوه، چې د لویدیځو مفکورو څخه متأثره وه او ځان ته یې د یو خپلواک فکر او ځانګړې فلسفې بڼه ورکړه.
دغه مفهوم د هغو ځانګړتیاوو، جذبو، ایډیالونو او ارزښتونو سره مل و، چې معمولا مذهب ته منسوبېږي. له همدې امله، لوستي عربان، په ځانګړې توګه هغه ځوانان، چې د بېلابېلو عواملو له امله یې مذهبي اړیکې کمزورې شوې وې، دې غورځنګ ته متوجه شول او د عربي ملتپالنې مفکورې ته یې د تسلیمۍ سر ټیټ کړ.
دوی د پخواني عظمت د بېرته ترلاسه کولو، تمدن او پرمختګ ته د رسېدو هیله درلوده، ترڅو د نړۍ له پرمختللو ملتونو سره سیالي وکړي. دا باور عام شوی و، چې د دې موخې د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره عربي ملتپالنه ده.
هغه عربان، چې له خپل ټولنیز وضعیت او شته حالت څخه ناهیلي وو، د هغو لویدیځو حکومتونو پر وړاندې هم ناخوښه وو، چې د اسرائیلي دولت ملاتړ یې کاوه. په پایله کې، هغوی د عربي ملتپالنې لور ته لاړل، ترڅو د یو فکري او انقلابي غبرګون په توګه د خپل هویت دفاع وکړي.
په دې لاره کې، ځینې خلک افراطي شول، تر دې چې بالاخره داسې یوې نقطې ته ورسېدل، چې له عربي ملتپالنې پرته یې هر څه ردول او مخالفت یې کاوه.
ډاکټر عبدالرحمن حبنکه لیکي:
“هغه لویه دوکه، چې عربي ملتونه د قومي آزادۍ تر شعار لاندې پرې وغولېدل، ملتپالنه یا عربي ملتپالنې ته لېوالتیا وه؛ هغه څه، چې د دوی د جلا کېدو لامل شو. دا دوکه د استعمارګرو لپاره د زینې په څېر وه، چې په وېشل شویو عربي هېوادونو باندې یې د تسلط او واکمنۍ لپاره طلایي فرصت برابر کړ.”
دوام لري…
Previous Articleد اکثریت رایه او د حق معیار
Next Article د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (څلورمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Blog

نشنلیزم (دېرشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (لومړی برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابو عایشه کرامیه ډله «فرقه» لومړی برخه لنډیز: کرامیه فرقه له هغو مهمو او…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD2 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه څلورمه برخه 1. د ګورو نانک تبلیغاتي…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD5 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپږمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD7 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  دووېشتمه برخه ابونصر…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (لومړی برخه)

یکشنبه _29 _جون _2025AH 29-6-2025AD

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.