لیکوال: عبدالحمید ګرګیج
د سفر آداب (پنځمه برخه)
۱۶. له کمزورو او بې وزلو سره همغږي او ملګرتیا:
د سفر په وخت کې مسلمان باید د کمزورو خلکو سره ملګری او مهربانه وي او په لاره کې په بېړه کولو سره هغوی ونه ځوروي. په هر ځای کې چې ملګری د کمزورۍ یا اړتیا له امله ودرېږي، باید صبر وشي ترڅو هغه کاروان ته ورسیږي. باید پوه شو چې له ضعيفانو سره په ټولو حالاتو او په تېره بیا په سفر کې برابري او زغم د لوړو اخلاقو او نېکو ځانګړنو څخه دي.
د ضعيف ملګري آدب دا نه دی چې ملګري د خپلو اړتیاوو سره ونه ځوروي او د امکان تر حده دوی د خپلو کارونو ته مجبور نه کړي. بلکې د خپل وَس پورې باید د خپلو ملګرو خدمت وکړي. سنت دی چې ځواکمن او شتمن کله ناکله د سفر پر مهال د کاروان شاته لاړ شي او له پاتو کسانو سره مرسته وکړي او هغوی کاروان ته راورسوي.
په یوه صحیح حدیث کې ثابت دی چې: په غزواتو او سفرونو کې به رسول الله صلیاللهعلیهوسلم کله کله له خپلو اصحابو رضی الله عنهم سره درېدی او د کمزورو او پاتو کسانو سره به یې مرسته کوله او کله کله به یې هغوی په آس باندې سپاره کول.
۱۷. د سپرلۍ اجارهدار ته پاملرنه او د هغه رضایت ترلاسه کول
باید پر سپرلۍ باندې تر موافقه شوي اندازې زیات بار کښې نه ښودل شي. بلکه هرکله چې هغه وغواړي پر سپرلۍ باندې بار کښېږدي، باید یې هغه ته وښیي او د هغه رضایت ترلاسه کړي. له عبدالله بن مبارک رحمه الله څخه روایت دی چې هغه د یو چا پر سپرلۍ باندې ناست و. یو چا ورته یو لیک ورکړ چې یو ځای ته یې ورسوي. هغه لیک ونه مانه او ویې ویل: “ما له اجارهدار سره د دې خبره نه ده کړې.”
۱۸. د څارویو (سپرلیو) څارنه
باید د څارویو د توان په اندازه پر هغه باندې بار واچول شي او هغه له لوږې او تندې څخه وساتل شي. له کښته کېدو څخه تر هغه مهاله پورې چې بار یې له څارویو څخه نه وي کښته کړی، باید په هیڅ کار حتی لمانځه باندې هم ځان اخته نه کړي. له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل: «کله چې په یو ځای کې ښکته کېدو، تر هغه وخته پورې چې بار مو له څارویو څخه نه و کښته کړی، لمونځ به مو نه کاوه.» یعنې سره له دې چې لمانځه ته مو سخته لیوالتیا درلوده، بیا مو هم هغه نه کاوه. دا هغه مهال دی چې د لمانځه په وخت کې فرصت وي. په صحیح مسلم کې له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «کله چې د کال په پراخۍ کې سفر کوئ (کله چې په دښته کې د وښو پرېماني وه) ورو ورو ځئ، ترڅو څاروي له ځمکې څخه ګټه واخلي. کله چې وچکالي وه (په دښته کې واښه نه وه)، په تېزۍ سره ځئ، تر څو ستاسو پر څارويو باندې لوږه تېره نشي.» [۱]
۱۹. په ضروري شیانو باندې قناعت
د سفر په وخت کې باید د اړتیاوو شیانو باندې قناعت وشي او له هغه څخه زیات شی ونه غوښتل شي، ترڅو د تفرقې او پرېښانۍ لامل نشي. ځینو علماوو ویلي دي چې د سفر لپاره اړین توکي عبارت دي له هغه جامو چې عورت په وپوښل شي، د لمانځه لپاره مسله، د اوداسه لپاره له څاه څخه د اوبو ایستلو رسۍ او ګډوه، بوټان یا چمپل، تېره لکړه د آفتونو د مخنیوۍ او د ځینو نورو اړتیاوو لپاره. که څوک د سنت پر ځای کولو لپاره نور اسباب لکه ږمنځه، مسواک، غچي، ستنه او رانجه واخلي، روا دي. او دا باید وکتل شي چې هغه په کومې مرتبې کې دی. که د ارادت او تجرید په مرتبې کې وي، دغه هر یو د ده لپاره زنجیر، پرده او د نفس د ذلت لامل دی، خو که د استقامت او تواضع په حالت کې وي، دغه او په زرهاو نورې وسیلې د هغه لپاره روا دي.
۲۰. د کفر منطقې ته د قرآن کریم نه وړل
که په سفر کې د کفارو او مشرکانو له خاوره تېرېدو پرته بله چاره نه وي، نو قرآنکریم باید له ځانه سره ونه وړل شي، ترڅو چې څوک یې بې احترامي ونه کړي. په صحیح مسلم کې د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په سفر کې قرآنکریم له ځانه سره مه وړئ؛ ځکه چې هغه ته له دښمنۍ څخه په امن کې نه یم.» [۲] ديني علماوو ویلي دي: «که څوک د کفر سیمې ته داسې لیک ولېږي چې په هغه کې د قرآنکریم یو آیت لیکل شوی وي، کومه ستونزه نشته. ځکه ثابته شوې ده چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د هغه وخت پاچاهانو ته په ځینو لیکونو کې د قرآن کریم آیتونه لیکلي دي.»
۲۱. په سپرلیو باندې د زنګولې نه تړل
د سفر پر مهال باید د څارویو په غاړه زنګولې ونه تړل شي؛ ځکه د هغه د ممانعت په اړه صحیح احادیث شته. په صحیح مسلم کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «ملائکې د هغه کسانو سره په سفر کې نه ملګري کېږي چې د هغو په منځ کې زنګولې وي.» په بل روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي: «جرس (زنګ) د شیطان له مزامیرو (موسیقیو) څخه دی.» [۴]
په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې حضرت فاروق رضي الله عنه د ابن زبیر رضي الله عنه د لوڼو له پښو څخه کوچنۍ زنګولې خلاصې کړې او ویې ویل: «ما له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: له هرې زنګولې سره شیطان شته.» [۵]
په یوه بل روایت کې راغلي دي چې کله یوه وینزه حضرت عایشه صدیقې رضي الله عنها ته راغله چې د هغې په پښو کې وړوکې زنګولې ځوړند وې، ویې ویل: «اې ملائکو تېښته وکړئ! له ما څخه ځئ.» [۶] یعنې کله چې ملایکې د زنګولو غږ واوري، نو دا ناخوښه ګڼي او له هغه ځایه تښتي.
د شام (د اوسنۍ سوریې) ځینې علماء په دې اند دي چې هغه زنګولې چې د څارویو په غاړه یې تړل مکروه او ممنوع دي، غټې زنګولې دي. د کوچنیو زنګولو تړل هیڅ ممانعت نه لري.
۲۲. په سفر کې له ځانه سره سپی او د پړانګ پوست نه وړل
په صحیح مسلم کې له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ملائکې له هغه ډلې سره ملګرتیا نه کوي چې په هغه کې سپی وي.» په سنن ابي داود کې د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ملائکې له هغه چا سره ملګرتیا نه کوي چې د هغو سره د پړانګ پوست وي.» علماوو ویلي دي چې د دې څخه د رحمت ملایکې مقصد دي؛ ځکه چې هیڅ شی د ساتونکو ملایکو، کرام الکاتبین او نورو ملایکو څخه مخنیوی نشي کولی.
ادامه لري…
[1] ـ صحيح مسلم، ج ۱۳ ،ص ٥٨.
[2] ـ صحیح مسلم، ج ۱۳ ،ص ۱۳ .
[3] ـ صحيح مسلم، ج ١٤ ،ص ٧٨.
[4] ـ صحيح مسلم، ج ١٤ ،ص ٧٨.
[5] ـ سنن ابی داود، ج ۱۱ ،ص ۲۹۱.
[6] ـ مصنف عبد الرزاق، ج ١٠ ،ص ٤٥٩.
[7] ـ صحيح مسلم، ج ١٤ ،ص ٧٨.
[8] ـ سنن ابی داود، ج ۱۱ ،ص ۱۸۹.