لیکوال: م. فراهي توجګي
اسلام او ډیموکراسي (دري څلوېښتمه برخه)
اسلامي نظام او له ټیوکراسۍ سره یې توپیرونه
ځینې خلک ادعا کوي چې په اسلام کې الهي حاکمیت هماغه د منځنیو پېړیو ټیوکراسي ده. دوی وایي چې له دې برخلیک څخه د خلاصون یوازینۍ لار د بنسټیزو اصلاحاتو ترسره کول دي.
د دې بنسټیزې پوښتنې او بې بنسټه ادعا په ځواب کې، موږ د “منځنیو پېړیو د عیسویت د الهي حاکمیت او د اسلام د اصلي او ریښتیني الهي حاکمیت د بیان” په اړه ځینې توضیحات وړاندې کوو:
-
د الهي حاکمیت تاریخي اړخ
د الهي حاکمیت په اړه دغه ډول نظر یوازې د اسماني تعلیماتو او اصلي دیني سرچینو پورې تړاو نه لري، بلکې په تاریخي لحاظ د واکمنانو د واک خدای ته منسوبولو په پروسه کې ریښې لري. کله چې عیسویت د امپراتورۍ رسمي دین شو، کلیسا بېساري واک ترلاسه کړ. په دې توګه، د روحاني مشرتابه او سیاسي واک اړیکې د سیاسي فکر په مرکز کې ځای پر ځای شوې.
-
د الهي استازیتوب ادعا
د عیسویت په تاریخ کې، حاکم نه یوازې د انجیل متنونو پر بنسټ واکمن ګڼل کېده، بلکې د کلیسا د واکمنۍ د مشروعیت د ملاتړ لپاره داسې ادعاوې وشوې چې له انساني جوړښتونو سرچینه اخیستې وې. د روم امپراتور عیسویت ته د ورګرځېدو له امله، کلیسا سیاسي واک ته ورسېده او هڅه یې وکړه چې دا واک د انجیل سره وتړي، خو په حقیقت کې دا د دوی د لاس جوړونه وه.
قرآن کریم د لارښوونې او هدایت وروستنی کتاب دی، چې د ثابتو دلایلو له مخې له هر ډول تحریف او تغییر څخه خوندي پاتې شوی دی. قرآن د هغو عیسوي پوهانو نظر سخت ردوي، چې ځانونه د خدای او خلکو تر منځګړي ګڼي.
په ځینو آیتونو کې قرآن اهل کتابو ته بلنه ورکوي چې له شرک څخه ډډه وکړي او یوازې د الله عبادت وکړي:
«قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ»
(ووايه اې اهل کتابه! راشئ هغې کلمې ته چې زموږ او ستاسو تر منځ یو شان ده، چې له الله پرته بل هېڅوک عبادت نه کوو، او هیڅ شی د هغه سره شریک نه ګرځوو، او زموږ ځینې خلک ځینې نور د خدای په توګه نه نیسي.)
په بل آیت کې رب العالمین عیسویان ملامتوي؛ ځکه دوی عالمان او راهبان د خدای په ځای خپل رب ګڼلي او عیسی علیه السلام یې د خدای زوی یاد کړی (العیاذ بالله). حال دا چې عیسی علیه السلام هغوی یوازې د یو الله عبادت ته رابلل او له شرک او خرافاتو یې منع کول:
«اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَٰهًا وَاحِدًا لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ»
(هغوی خپلو عالمانو او راهبانو ته د خدای په وړاندې د معبودانو حیثیت ورکړی، او مریم زوی عیسی یې هم د خدای په توګه یاد کړی، په داسې حال کې چې دوی ته امر شوی و چې یوازې د یو خدای عبادت وکړي، له هغه پرته بل هېڅ معبود نشته. هغه له هغو څه پاک دی چې دوی یې شریک ګڼي.)
۳. قرآني تعلیمات د الهي حاکمیت په اړه
قرآن کریم، له خدای جل جلاله پرته د بل چا د بندګۍ ردولو او خدای تعالی ته د چارو د تدبیر او حاکمیت ځانګړي کولو په اړه فرمایي:
«وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ ۘ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ ۚ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ»
(له خدای سره بل معبود مه بوله؛ ځکه له هغه پرته بل معبود نشته. هر څه فاني دي، پرته له هغه پاک ذات څخه، حاکمیت یوازې د هغه دی، او تاسو ټول به هغه ته ورګرځئ.)
د همدې امله، د چارو د تدبیر او حاکمیت په اړه له خدای جل جلاله پرته په بل چا باور لرل د آسماني دینونو له حقایقو څخه انحراف دی. موږ نشو کولی د خدای د نیابت په بنسټ هغه ناسمه مفکوره، چې په منځنیو پېړیو کې د عیسویت د پلویانو لخوا ملاتړ کېده، د دیني حاکمیت بېلګه وګڼو.
البته، د الهي نیابت مسله د الهي خلافت له مقام څخه، چې په قرآن کریم کې پرې ټینګار شوی دی، په بشپړه توګه توپیر لري. د کامل انسان خلافت هېڅکله په دې معنا نه دی چې د هستۍ د نظام یوه برخه یا صحنه له سپیڅلي خدای څخه خالي کړل شي او یا انسان ته د خدای او ربوبيت مقام ورکړل شي.
ځکه چې د خدای نه شتون یا محدودیت او د چارو په اداره کې د انسان خپلواکي د تصور وړ نه ده. یو کمزوری او بېوزله انسان د خپلو چارو د اداره کولو توان نه لري، د نورو چارو اداره خو لا پرېږده! د حاکمیت او واک د سم مدیریت بنسټ یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې د خدای د تقنیني ارادې سره سمون ولري.
له همدې امله، د حاکمیت د الهي توب توجیه لپاره یوازې د خدای پر تکویني غوښتنې تکیه کول ناروا دي.
په اسلام کې مشروع حاکمیت د لاندې اصولو په بنسټ ولاړ دی:
-
ایمان
واکمنان باید لومړی له الهي ایمان څخه برخمن وي.
-
ارزښتونه
د الهي ارزښتونو تطبیق او ساتنه وکړي.
-
تشریع
الهي تشریع د قانون جوړونې معیار وګرځوي.
-
مدیریتي چوکاټ
د مدیریت چارې د الهي دین د چوکاټ په نظر کې نیولو سره ترسره کړي.
په اسلام کې د انسان خپل حاکمیت د انساني اړیکو په شرایطو پورې تړاو لري، نه د انسان او خدای تر منځ اړیکو پورې. دا حاکمیت انسان ته اجازه نه ورکوي چې ځان د خدای له ارادې څخه خلاص وبولي.
قرآن کریم وایي:
«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اسْتَجِیبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاکُمْ لِمَا یُحْیِیکُمْ»
(ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د خدای او د هغه د رسول بلنه ومنئ کله چې هغوی تاسو ته د هغه څه لور ته بلنه درکوي چې تاسو ته ژوند بښي.)
«وَمَنْ یُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَی اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَی»
(او هغه څوک چې خپل ځان خدای ته تسلیم کړي، په داسې حال کې چې نېک عمله وي، په قوي شی یې منګولې ښخې کړې دي.)
«وَمَا کَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَی اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ یَکُونَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ»
(هیڅ مؤمن نارینه او ښځه، کله چې خدای او د هغه رسول د یوې مسلې په اړه حکم وکړي، د خدای حکم په وړاندې د اختیار حق نه لري.)
«فَلْیَحْذَرِ الَّذِینَ یُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِیبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ یُصِیبَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ»
(هغه کسان چې د هغه د حکم مخالفت کوي، باید ویره ولري چې په فتنو به اخته شي یا به پرې دردوونکی عذاب نازل شي.)
له همدې امله، د اسلامي امت غړي د خپل ټولنیز او سیاسي ژوند ټول عناصر د عقلي اړتیاوو او د دین په ټینګار سره د الهي حاکمیت او تقنیني واک پر بنسټ پیاوړي کوي.
۴. د منځنیو پېړیو کلیسا او د واک مفهوم
په منځنیو پېړیو کې، کلیسا حکومت خپل ځانګړی حق بلله او ادعا یې کوله چې “حکومت” ورته د خدای لخوا ورکړل شوی دی. مګر د دې حکومت څرنګوالی او د هغې چارې د کلیسا پورې تړلې وې.
د کلیسا واک په دې پورې محدود نه و چې د قوانینو او مقرراتو اطاعت وکړي، بلکې دوی هر ډول چې غوښتل حکومت کاوه. حتی که ظلم او زیاتی یې هم کاوه، نو هغه یې خدای ته منسوب کاوه او ځان یې د الهي واکمنۍ نماینده ګاڼه. خلکو به د دې واکمنۍ اطاعت کولو ته ځان مجبور ګاڼه.
اسلامي حکومت او حاکمیت
په اسلامي حکومت کې وضعیت د ټیوکراسۍ په څېر نه دی. یعنې، اسلامي واکمن باید په یوه ځانګړي چوکاټ کې حکومت اداره کړي. هغه حق نه لري چې خپلې شخصي هیلې او غوښتنې پر خلکو تحمیل کړي او د خدای تعالی نوم پرې کېږدي. بلکې هغه باید یوازې هغه قوانین او فرمانونه پلي کړي چې د خدای لخوا رالیږل شوي او بیان شوي دي، نه دا چې د ټیوکراسۍ په څېر د خدای حلال، حرام او حرام یې حلال وګرځوي.
اسلامي حاکم هېڅ حق نه لري چې د خپلې خوښې سره سم یو ګام هم پورته کړي. د اسلامي احکامو او فرمانونو په اړه د تعدیل یا تصرف واک نه لري، او نه هم حق لري چې د خدای له اجازې پرته خپل قوانین وضع او پلي کړي. د عمل په ډګر کې هم، هغه باید یوازې د اسلامي اصولو او مقرراتو په رڼا کې ګام پورته کړي.
۵. د ټیوکراسۍ ځانګړتیاوې او اسلامي دریځ
په منځنیو پېړیو کې د ټیوکراسۍ له مخې، واکمن یوازې خدای ته مسؤل ګڼل کېده، نه خلکو ته. داسې واکمنۍ نه د پاچا لپاره ځانګړي شرایط ټاکل او نه یې د واکمنۍ لپاره کومه مشخصه تګلاره وړاندې کوله.
دغه فکر د دې لامل کېده چې واک نه د مذهبي بنسټونو او نه د مدني او ټولنیزو بنسټونو لخوا محدود شي. په پایله کې به حکومت په فساد او د واک له ناوړه ګټې اخیستنې اخته کېده.
خو په اسلامي حکومت کې وضعیت په بشپړه توګه مختلف دی. اسلامي حاکم د خدای او خلکو په وړاندې مسؤل دی. له بلې خوا، قرآن کریم خلکو ته امر کوي چې د ظالمو مشرانو او واکمنانو پیروي مه کوئ، هغه کسان چې فساد ته لمن وهي او د خلکو چارې نه اصلاح کوي.
۶. د دولت او ملت اړیکې
په اسلام کې د دولت او ملت ترمنځ اړیکې په متقابلو حقوقو او مکلفیتونو ولاړې دي، خو په غربي ټیوکراسۍ کې پاچا یوازې پر خلکو حقوق لري، او خلک د پاچا په وړاندې یوازې دندې او مکلفیتونه لري.
۷. د اسلامي حاکم فضیلت او رول
په اسلام کې حاکم په نورو خلکو باندې هېڅ ډول فضیلت او غورهوالی نه لري. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي:
«یَا أَیُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ»
(اې خلکو، موږ تاسو له یو نارینه او ښځې څخه پیدا کړي یاست او تاسو مو په قومونو او قبیلو وېشلي یاست، تر څو یو بل وپېژنئ. په حقیقت کې د خدای په نزد ستاسو تر ټولو غوره کس هغه دی چې تر ټولو پرهیزګاره دی. خدای په هر څه پوه او باخبره دی.)
د امت امامان او رهبران ځانونه د ولس خادمان بولي، نه واکمنان. په اسلامي حکومت کې پر خلکو ولایت د زړونو او ذهنونو پر بنسټ ولاړ دی، چې له پاپ واکمنۍ، کلیساګانو، او حتی ډیموکراسۍ څخه بنسټیز توپیر لري.
د الهي حاکمیت ځانګړتیاوې
د اسلام په الهي حاکمیت کې، قانون د خدای لخوا ټاکل شوی دی، نه د اسلامي حاکم شخصي ذوق یا غوښتنې. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمایي:
«وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ»
(که پېغمبر صلی الله علیه وسلم ځینې خبرې پر موږ تړلې وای، موږ به هغه په ځواک سره نیولی وای.)
«إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ»
(دا بل څه نه دي، مګر دا چې پر هغه وحی شوې ده.)
برعکس، په منځنیو پېړیو کې د کلیسا د واکمنانو شخصي ذوق او غوښتنې د قانون حیثیت درلود، چې دا په خپله د خلکو د نیوکو او خپګان لامل کېده.
د اسلامي حکومت قوانین
که څه هم په اسلام کې حاکمیت د خدای په لاس کې دی، خو اسلامي حکومت قوانین او فرمانونه په درې برخو وېشي:
-
لومړۍ برخه: هغه احکام چې په مستقیم ډول له قرآن او سنت څخه په څرګندو دلایلو ثابت شوي وي او اسلامي امت ورباندې متفق وي.
-
دوهمه برخه: د اجتهاد مسائل چې په اړه یې فقهاء او مجتهدان اختلاف لري.