شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبدالحي لیان شيطانپرستي (شپاړسمه برخه) ۱.۷. «شيطان» د شیطانپرستانو له نظره بې له شکه د شیطانپرستۍ بنسټیز اساس په شیطان باور او د هغه مقدس ګڼل دي. په شیطان باندې عقیده د دې فرقې د پخوانیو او اوسنیو پیروانو بنسټیز اصل دی. پخوانیو شیطانپرستانو فکر کاوه چې شیطان یوازې د ځمکې څښتن، د انسانانو ساتونکی، لومړی یکتا، د پرښتو مشر، د شر خدای او د تیارې واکمن دی. خو معاصر شیطانپرستان د شیطان د تقدیس (پاکوالي) په اړه ځانګړې تګلاره غوره کړې ده. الف) د شیطان څخه مثبت انځور دا فرقه د شیطان په اړه د آسماني کتابونو نظر نه مني. لاوي لیکي: «د شیطان منفي تعریفونه لکه: سرکښ، شرور، راندهشوی، ګمراه کوونکی او د انسانانو دښمن، د ديني رجالو له معلوماتو څخه دي، چې په څوارلسمه پیړۍ کې د شیطان په اړه د دوی د ناسمې پوهې پر بنسټ رامینځته شوي.» په ۱۹۹۲ کال کې، وروسته له هغه چې د امریکا حکومت لسګونه شیطانپرستان ووژل، د شیطان کلیسا د ۱۲۸ قانون په نامه یو قانون تصویب او اعلان کړ: «هغه شیطان چې موږ یې عبادت کوو د صفاتو او ظواهرو له مخې د هغه شیطان څخه توپیر لري چې د عیسویت یا اسلام لخوا تعریف شوی.» د دغو ادعاوو بطلان د لمر په څېر روښانه دی؛ ځکه قرآن کريم له څوارلسمې ميلادي پېړۍ څخه ډېر مخکې د شيطان اصلي څېره په دې ډول انځوروي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ * إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ» ژباړه: «اې خلکو! له هغه څه چې په ځمکه کې دي، حلال او پاک وخورئ! او د شیطان له قدمونو څخه پیروي مه کوئ! ځکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن دی! هغه تاسو ته د بدو او ناوړه کارونو امر کوي؛ (او امر کوي) چې خدای ته هغه څه منسوب کړئ چې تاسو نه پوهېږئ.» ب) شیطان په نړۍ کې یوازینی حاکم ځواک لکه څنګه چې پخوانیو شیطانپرستانو شیطان ته ځینې صفتونه منسوبول، لکه: د شرارت (بدۍ) خدای، د تیارو خدای، د رڼا خاوند، او د نړۍ حاکم؛ اوسني شیطانپرستان هم ځینې نوي صفتونه ورته منسوبوي، لکه: پاک حکمت، په نړۍ کې یوازینی دفع کوونکی ځواک، او د هستۍ ریښتینی واکمن. په یوه ځانګړي مراسم کې د “قوماندان د لمانځه” په نامه شیطان ته د ځینو صفاتو له منسوبولو وروسته، د هغه سره داسې راز او نیاز وشو: «اې لوی شیطانه! اې د دوزخ د ټولو شیطانانو مشره، اې د هاویه او عذاب خاونده، ستا له درګاه څخه غوښتنه کوم چې زما لمونځ ومنې، او خپل بنده ته توفیق ورکړې چې ستا خدمت وکړي.» «فیکس» شیطانپرسته اندپوهه، په خپله مقاله کې چې “ولې زه شیطانپرست شوم“ نومیږي، د شیطان د تقدیس (پاکوالي) لاملونه په لاندې ډول بیانوي: ۱. شیطان په ژوند کې یوازینی ریښتینی دفع کوونکی ځواک دی؛ ۲. شیطان د خپلواکۍ سمبول دی؛ ۳. د شیطان حکمت په ژوند کې د انسان د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب ګرځي؛ ۴. شیطان د استبداد پر وړاندې د مقاومت او درېدو مثال دی؛ ۵. شیطان د فکر د آزادۍ سمبول دی؛ ۶. شیطان د هغې غریزې په څېر دی چې تل انسان د غلطیو په موندلو او حقیقت ته د رسېدو لپاره هدایت کوي. د دې موضوعاتو په لوستلو سره دې پایلې ته رسیږو چې شیطانپرستان تل هڅه کوي د ځان د ګمراه کولو او د نورو د انحراف لپاره بېاساسه اسناد وړاندې کړي؛ له همدې امله دوی دا ډول بېبنسټه او جعلي ادعاو ته مخه کوي. ادامه لري…