Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»سیکولاریزم»سیکولاریزم وپېژنو! (لومړۍ برخه)
سیکولاریزم پنجشنبه _29 _فبروري _2024AH 29-2-2024AD

سیکولاریزم وپېژنو! (لومړۍ برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
سکولاریزم سیکولاریزم
ليکوال: ابو ریان

سیکولاریزم وپېژنو! (لومړۍ برخه)

له سیاست څخه د دین د جلا کېدو مسله له ډېرې مودې راهیسې د هغو اشخاصو او ډلو له خوا راپورته شوې چې دین د خپلو ناروا موخو د لاسته راوړلو او پر مذهبي ټولنو د تسلط په لاره کې خنډ ګڼي.
     د دې قوي خنډ د لیرې کولو لپاره یې لومړی د بنسټ کمزوری کول اړین وګڼل او بیا یې په ناحقه تورونو او کټګوریو ته منسوبول لکه: پسمانده، د عقلیت نشتوالی، د تمدن او عصري کولو مخالفت، د فردي او ټولنیزو آزادیو محدودول، په دیني چارو تمرکز کول او په مهمو دنیاوي چارو کې غفلت کول، دوی هڅه وکړه چې د مذهبونو پیروان وځپي، او له یوې خوا یې د سیکولاریزم په ترویج سره، د نجات او خلاصون یوازینۍ لار ګڼله او له بلې خوا یې د خپلو لاسته راوړنو په څرګندولو سره د دین او سیاست تر منځ د واټن د زیاتولو هڅې وکړې؛ تر دې حده چې دوی له یو بل څخه جلا شوي او هیڅکله د دوی يو ځايوالې ممکن نه دی.

د سیکولاریزم لغوي او اصطلاحي تعریف

حاجي زاده لیکي: «سیکولر» په انګلیسي او فرانسوي ژبه کې د نړۍ معنا لري (هغه څه چې د دی نړۍ سره تړاو لري) او د لاتیني کلمې سیکولم (د دې نړۍ امور) څخه اخیستل شوی.
     د ويکيپېډيا ليکلي دي: سيکولاريزم يا له سياست څخه د دين جلا کول یعني هغه باور چې: د دیني بنسټونو او دولتي چارواکو د جلا کولو پر بنسټ ولاړ وي.
     ډاکټر یوسف قرضاوي په «الإسلام والعلمانیة» کتاب کې ویلي: سیکولاریزم د فکر او فکري فلسفې یو مکتب دی چې د ژوند په چارو کې د دین د نه لاسوهنې، او په ځانګړې توګه حکومت او سیاست منځ ته راغلی دی.
     سیکولاریزم د خالص غیر مذهبي فکر او سیاست پر بنسټ ولاړ دی، بنسټ یې په نظامي، اخلاقي او ټولنیز ډول دی، د دیني ارزښتونو د نفی او د معاصر ژوند اعتبار او اړیکو ته په پام سره، په ټولنیز پیوستون او تکافل پورې اړه لري او دیني مفاهیمو او معیارونو ته پام نه کول.
     د سیکولاریزم کلمه د لومړي ځل لپاره د برتانوي لیکوال جورج هالي اوک لخوا په ۱۸۴۶کال کې وکارول شوه. د پورتنیو توضیحاتو له مخې به معلومه شي چې سیکولاریزم د دنیا په لذتونو کې ډوبېدل او د آخرت د ثواب او عذابونو پروا نه کول دي.
     د سیکولاریزم نړۍ یو مادي، شهواني او فزیکي نړۍ ده چې روح او آخرت ته هیڅ پام نه کوي. يعنې دا دنيا د ګټې نړۍ ده، نه د سختيو او کړاوونو. دا د آرامۍ نړۍ ده، نه د قربانیو. دا یوه نړۍ ده چې منفي عقل لومړی ځای لري. په سیکولار نړۍ کې خدای، دین او شریعت ځای نه لري.

د سیکولاریزم د رامنځته کېدو لاملونه

په منځنیو پیړیو کې، کله چې لوېدیځ د عیسویت د تحریف شوي دین بیرغ پورته کړ، د سیکولاریزم د شتون د اعلان لپاره غوره فرصت برابر شو. ځکه چې موجوده دین هغه دین نه و چې عیسی علیه السلام له ځانه سره راوړی و. بلکه، په بشپړه توګه بدل شوی او له مینځه وړل شوی وو. او له بلې خوا دیني مراکزو خپل دیني رسالت هېر کړی او خپل دیني خوند یې له لاسه ورکړی دی. کلیسا د مذهب په نوم ځان د مطلق خدای په توګه جوړ کړی و او د ظالمانه قوانینو په پلي کولو سره یې د خلکو لپاره ورځ په ورځ ساحه نوره هم تنګه کوله.
     لومړی، هغه د تثلیث عقیده فرض کړل او هغه څوک چې د تثلیث منلو ته تیار نه و، وژل کيدل. او هر هغه څه چې د ده د ارادې خلاف وه حرام اعلان کړل او هغه څه چې د ده له ارادې سره موافق وو هغه يې حلال کړل. پخوا ختنه کول واجب وو خو حرام يې وګرځول. مړ حیوان حرام و، مباح يې وګرځول. بتان، چې د شرک نښې وې، د تقوا مجسمې وګرځولې. ټول واک د کلیسا سره و، او هر څه چې یې غوښتل هغه یې کول، او هیڅوک د اعتراض یا تبصرې حق نه درلود. او که څوک د خبرو کولو لپاره خپله خوله پرانیزي وای، هغه به د بي دين په توګه به وپیژندل شو او د هغه ځای له ټولو ګټو څخه به بې برخې شي.
     د تکفير پړاو په لاندې ډول دی: هغه څوک چې تکفير شوی هغه د مومنانو له دايريې څخه وځي او د هغه لپاره مذهبي مراسم نه ترسره کیږي. ځینې ​​​​وختونه، عیسویان د داسې خلکو سره د اړيکو نيولو حق نه درلود؛ ځکه چې د تکفير کس د طاعون سزا وه.
    د خلکو تکفيرول ځانګړي تشریفاتې مراسم درلودل چې په بشپړه توګه د خلکو په ذهنونو کې پاتې کېدل. د دې لپاره، دوی د لمانځه خونه پوښله او زنګ یې وواهه؛ پادریان، هر یو مشعل په لاس کې نيولې، د لوی عالم(اُسقف) شاوخوا درېږي؛ (اسقف) د حاضرینو په مخ کې په لوړ غږ حکم لوولې او وروسته لعن‌نامه صادر وی.
     د لعن‌نامه یوه برخه په لاندې ډول ده: «دوی د ورځې او شپې په هر ځای کې وي، که ویده وي یا ویښ ، که روژه يې په خوله وي یا خوراک او څښاک کوي، د سر څخه تر پښو پورې به د خدای لعنت وي. ” انشاءالله دوی به په سترګو ړانده، په غوږونو کاڼه او په خوله به ګونګي وي، ژبه یې په تالو چسپې دلې وي، لاسونه به یې هیڅ شی ته نه رسېږي، پښې به یې حرکت نه کوي او د بدن ټولې برخې یې په لعنت اخته وی . د خدای لعنت دې پر دوی وی که ولاړ وي یا په ځمکه ناست وي یا پراته وي. انشاءالله دوی به د خرو او سپیو سره ښخ شي او لوږې لیوان دوی وداړي.»
     د لعنت لیک په دې جمله پای ته ورسید: لکه څنګه چې دا مشعلونه نن زموږ په لاسونو مړه شوي دي. تر څو چې دوی توبه ونه باسي، د دوی د ژوند رڼا د تل لپاره ورکه شي.
     بیا، پادریانو او اسقف به مشعلونه راکښته کوی او د خپلو پښو لاندې خاموشه کوي.
     كه چيری پاچا يا امير وو، نو يوازي توبه كولو بس نه دی، بلكې د هغه پر شتمنيو او امپراتوريو به يې بنديزونه لګول. په دې معنا چې د مذهبي مراسمو پلي کول ځنډول شوي او پادریانو د تعمید او تدهین کولو پرته نور مراسم نه ترسره کول او دوی په پټه او له زنګونو پرته د جماعت لمونځ ادا کول. په دې توګه، په دې بندیز کې پاچا او امیر عام خلک شامل وو. له همدې امله، ډېری وختونه د خلکو ناخوښي د دې لامل شوه چې تکفير شوی کس د عامه پاڅون له ویرې تسلیم ده. برسېره پردې، ځینې پادریانو د مومنانو د جیبونو لوټول په پلمه د تکفير څخه کار اخسته.
     هغه څوک چې د خپل ملکیت یوه برخه کلیسا ته نه ورکوي، کله چې هغه مړ شي، دوی د هغه د ښخولو، مذهبي مراسم نه ترسره کول او حتی هغه يې د ښخولو څخه بې برخې کاوه.
     او که څوک د وصیت له لیکلو پرته مړ شي او د هغه د ملکیت یوه برخه مذهبي چارواکو (کلیسا خلکو) ته نه ورکول ، د هغه مړ شوي خپلوان باید دوی ته ور شي  او دوی (شرعي حاکمان) به یو کس وټاکي ترڅو د مړ شوي ملکیت کې خپله برخه وټاکي. تر څو دوی معلومه کړه چې مړ شوي کس د هغه له مړینې دمخه کلیسا ته څومره شتمنی ورکول.
     میړه او میرمن د واده په لومړۍ شپه او په نورو دوو شپو کې د یو بل په غیږ کې د ویده کېدو اجازه نه درلوده، پرته لدې چې دوی مخکې د کلیسا د پیسو په ورکولو سره اجازه ترلاسه کړې وای.
     له دې ټولو بدبختیو او جنایتونو سره سره چې کلیسا د دین په نوم د خلکو په وړاندې تر سره کړه، او د هغه وخت له ظالمو واکمنانو سره یې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ او له هغوی سره یې تړون وکړ. له همدې امله هر هغه جرم چې ظالمو واکمنانو د خلکو په وړاندې اجازه ورکوله، کلیسایانو د هغې د اجازې نسخه تحریف کړه او د هغه لپاره یې شرعي دلايل وړاندي کول.
     دا هغه لاملونه وو چې په منځني پیړیو کې راڅرګند شول او اروپایان یې دې ته اړ کړل چې د مذهبي مشرانو په وړاندې ودریږه. دا هغه څه وو چې بالاخره د لویدیځ د نوي تاریخ په پیل کې د سیکولر مفکورې د راڅرګندېدو لپاره زمینه برابره کړه.
Previous Articleڅه ډول د الحاد مخنیوی وکړو؟ (لسمه برخه)
Next Article د ماشومانو په روزنه کې د کورنۍ رول

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.