مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)
۵. د خاوند اطاعت
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د ښځې لپاره روا نه ده چې د مېړه له اجازې پرته (نفلي) روژه ونیسي په داسې حال کې چې مېړه یې مقیم او حاضر وي. همدارنګه، د هغې لپاره روا نه ده چې د خپل مېړه له اجازې پرته چا ته د خپل مېړه کور ته د ننوتو اجازه ورکړي.»
بلکې، له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه دا هم روایت شوی دی چې که مېړه ښځه خپلې بسترې ته راوبولي، خو هغې یې انکار وکړي او په نتیجه کې مېړه له خپلې مېرمنې څخه په غصه شپه تېره کړي، نو پرښتې به تر سهاره پورې پر دې ښځې لعنت وايي.
خور جانې!
د نفلي روژې او لمانځه لپاره د خاوند اطاعت واجب دی، او ښځه باید د مېړه په اجازې سره دغه اعمال ترسره کړي. مګر د فرضي لمونځونو او روژو لپاره د مېړه اجازې ته اړتیا نشته او دا اعمال د مېړه په خاطر پرېښودل کېدای نه شي؛ ځکه چې په کوم ځای کې د الله تعالی نافرماني وي، هلته د هېڅ مخلوق اطاعت روا نه دی.
دویم حدیث دې ټکي ته اشاره کوي چې پر ښځه د خپل خاوند اطاعت، د هغه د جنسي غوښتنو پوره کول، او د هغه شرعي حقوق پر ځای کول واجب دي، تر هغه وخته چې ښځه کوم عذر (لکه ناروغي، حیض، او نور) ونه لري. که دا واجبات ونه کړي، د پرښتو لعنت او د الله تعالی غضب پر هغې واقع کېږي.
۶. پر خپل ځان، لور ته ترجیح ورکول
له حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی:
ماته یوه مسکینه ښځه راغله چې خپلې دوه لوڼې یې په غېږ کې نیولې وې. ما درې خرماوې ورکړې. هغې خپلې هرې لور ته یوه یوه خرما ورکړه او درېیمه خرما یې د خوړلو لپاره خپلې خولې ته نږدې کړه. خو لوڼو یې هغه خرما هم ترې وغوښته. هغې هغه خرما دوه ټوټې کړه او پر لوڼو یې وېشله.
زه د هغې په دې کار ډېر حیرانه شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې د قربانۍ دغه صحنه بیان کړه. هغه وفرمایل: «بېشکه الله تعالی د هغې د لوڼو له امله پر هغې باندې جنت واجب کړ.» یا یې وفرمایل: «الله تعالی هغه د لوڼو په وجه د جهنم له اوره خلاصه کړه.»
۷. د “إنا لله و إنا إلیه راجعون” ویلو ثواب
حضرت ام سلمه رضي الله عنها وایي:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «هیڅ مسلمان نشته چې مصیبت پرې راشي او بیا ووایي: إنا لله و إنا إلیه راجعون [موږ د الله یو او هغه ته بېرته ورګرځو]…»
اې خدایه!
ماته زما د مصیبت له امله اجر او ثواب راکړه او ماته غوره بدله راکړه.» خدای پاک هغه ته غوره بدله ورکوي.»
کله چې زما مېړه ابو سلمه رضي الله عنه وفات شو، ما له ځانه سره وویل: “څوک له ابو سلمه څخه ښه کېدای شي؟ هغه لومړنۍ کورنۍ وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هجرت وکړ.” له دې سره سره مې هغه دعا وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولې وه. خدای تعالی ماته له ابو سلمه غوره بدله راکړه، او هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم و.
۸. د مصیبت او امتحان په وخت صبر کول او په الهي قضاوت راضي کېدل
له عطاء بن ابي رباح رحمه الله څخه روایت دی چې وایي: حضرت ابن عباس رضي الله عنهما راته وویل: “آیا زه تاته یوه جنتي ښځه ونه ښیم؟“ ما وویل: “هو، ما ته یې وښایه.”
هغه وویل: “دغه توره ښځه جنتي ده.”
یوه ورځ هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: “اې د خدای رسوله! زه د صرع (تشنج) ناروغي لرم، او کله چې په هغه حالت اخته شم، زما جامې راڅخه لویږي او لوڅه کېږم. د الله تعالی څخه زما لپاره د روغتیا غوښتنه وکړه.”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “آیا غواړې چې انتظار وکړې او جنت دې په نصیب شي؟ یا غواړې چې ستا لپاره روغتیا وغواړم، او الله تعالی دې شفا درکړي؟“
هغې وویل: “انتظار کوم، خو د صرع ناروغۍ په وخت کې جامې راڅخه لویږي. نو له الله تعالی څخه وغواړه چې جامې مې ونه لوېږي او لوڅه نه شم.” رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ورته دعا وکړه.
۹. ناروغۍ ګناهونه له منځه وړي
حضرت جابر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ام سائب یا ام مسیب په نوم یوې ښځې ته ورغی او ورته ویې فرمایل: “په تا څه شوي دي چې رېږدې؟“
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “تبې ته بد مه وایه؛ ځکه چې ناروغۍ د بني آدم ګناهونه له منځه وړي، لکه څنګه چې د اور کوره د وسپنې ناخالصۍ له منځه وړي.”
ام علاء رضي الله عنها وايي:
کله چې زه ناروغه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زما لیدو ته راغی او ویې فرمایل: “اې ام علاء، زېری مې در باندې دی، چې ګناهونه ناروغي له منځه وړي، لکه څنګه چې اور د سپینو زرو ناخالصۍ له منځه وړي.”