«ووصینا الانسان بوالدیه حملته امه وهنا علی وهن و فصاله فی عامین»
(موږ انسان ته د هغه د مور او پلار په اړه سپارښتنه وکړه؛ د هغه مور هغه د ضعف او پرلهپسې کړاوونو سره ولېږداوه او دوه کاله یې شیدې ورکړې.)
د مور حق یو له هغو شیانو څخه دی چې باید درناوی او رعایت یې وشي، او دا تر هر څه لومړیتوب لري. همدارنګه، له مور سره مهرباني او احسان د پلار په وړاندې لومړیتوب لري.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی:
«یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! زما د ښه چلند او اخلاقو زیات حقدار څوک دی؟ ويې ویل: ستا مور. هغه وویل: بیا څوک؟ ويې ویل: ستا مور. هغه وویل: بیا څوک؟ ويې ویل: ستا مور. هغه بیا وویل: بیا څوک؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ځل وویل: ستا پلار.»
شیخ عبدالرحمن رحمه الله وایي:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې امله پلار په پای کې یاد کړ، چې انسان هغه زحمتونه، کړاوونه او سختۍ چې پلار یې د ده د ساتنې او انفاق لپاره زغمي، په خپله ویني؛ مګر هغه وخت چې مور یې په خپله خیټه کې حمل کاوه، نه ویني. کله چې په غېږ کې یې ګرځاوه او شیدې یې ورکولې، هغه وخت نه ور په یادیږي. له همدې امله، د مور په اړه ډېرې سپارښتنې او ټینګار شوی دی.»
ابن بطال د دې حدیث په شرح کې وايي:
«د حدیث مقتضا دا دی چې د مور حق په نیکۍ او احسان کې د پلار حق په پرتله درې چنده زیات دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځله یې نوم یاد کړ، چې دا د دریو شیانو له امله دی:
۱. په خېټه کې د ماشوم د وزن زغمل.
۲. د ماشوم زېږول.
۳. هغه ته شیدې ورکول.
په دې دریو کارونو کې مور یوازې ستونزې زغمي او کړاوونه ګالي. مګر پلار یوازې د اولاد په پالنه او روزنه کې شریک دی. ځینو بیا ویلي دي چې مور په نیکۍ، احسان، شفقت او مهربانۍ کې تر ټولو لومړیتوب لري، او پلار په اطاعت کې؛ ځکه چې پلار د کورنۍ مشر او رئیس دی.»
له حضرت عطاء بن دینار رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او پوښتنه یې ترې وکړه:
«ای د خدای رسوله! (صلی الله علیه وسلم)، له والدینو څخه د کوم یو حق ډېر دی؟»
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«هغه څوک چې ماشوم یې د خپلو دواړو خواوو تر منځ حمل کړ، په خپلو سینو یې شیدې ورکړې، او هغه یې په خپلې غېږ کې لوی کړ او پالنه یې وکړه. مور او پلار یې پرې قربان کړل.»
همدارنګه، د پلار په پرتله د مور ونډه او رول د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې څرګند او مهم دی. په دې توګه، مور د ټولنې د کلتور ښوونکې ګڼل کېږي. د ماشوم له زېږېدو وروسته، هغه د کلتور په سمندر کې ډوبېږي، او دا کلتور د مور، پلار او د کورنۍ د نورو غړو له لارې ورته لېږدول کېږي.
مګر د مور اغېزه، چې د ماشوم په ژبه یې لومړنۍ کلمې جاري کوي او په ذهن کې یې لومړنۍ مفکوره ځای پر ځای کوي، تر نورو ډېره وي. مور کولی شي په خپلې اغېزې او نفوذ سره په ماشوم کې یو ځانګړی فکر یا صفت پیدا کړي، هغه د ښېګڼې یا بدۍ خواته راوبلي او د هغه په زړه کې د حق او باطل ریښې ټینګې کړي. له همدې امله ویلای شو چې د ټولنې کلتور د میندو په لاسونو جوړیږي او په هغوی پورې تړلی دی.
ماشوم د ټولنیز پوهاوي له مخې په پاک ذهن سره پیدا کېږي، او مور په دې سپینه پاڼه کې لومړني توري او کلمې لیکي. همدا مور ده چې په دې پاڼه باندې ښکلي یا بدرنګه انځورونه کاږي. د ماشوم په ژبه باندې د لومړنیو کلمو په جاري کولو سره، مور هغه د ژوند له اصولو او قواعدو سره اشنا کوي، هغه ته اداب او دودونه ور زده کوي. له علمي پلوه، مور د ماشوم فکري مشرتوب پر غاړه لري.
روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل:
«ای د خدای رسوله! زه غواړم جهاد ته ولاړ شم، مګر مخکې له دې غواړم له تاسو سره مشوره وکړم.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ته مور لرې؟» هغه وویل: «هو.»
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لاړ شه او له هغې سره پاتې شه؛ ځکه جنت د مور تر پښو لاندې دی.»
له پورته ذکر شوو آیتونو او احادیثو څخه دا جوته شوه چې د مور حق د پلار دوه برابره دی. د مور نیکي کول، د هغې اړتیاوې پوره کول، د هغې خبرې منل او اطاعت کول، د هغې له ځورولو څخه ډډه کول، که څه هم یوازې د «اف» کلمې په ویلو سره وي، د هغې پر وړاندې د عاجزۍ او اطاعت وزرونو خپرول، په هره ممکنه لاره د هغې د حیثیت او مقام درناوی او عزت کول، او د هغې له هڅو او ستړیاوو مننه کول، ځینې هغه دندې دي چې اولادونه باید د مور د حقونو په اداء کولو کې یې په پام کې ونیسي.