Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د کعبې شریفې تاریخ (شپږمه برخه)
متفرقه دوشنبه _9 _دسمبر _2024AH 9-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (شپږمه برخه)

د څارنې او حراست ځای جوړول
په ۱۴۱۷ هجري قمري کال کې، د حجرالاسود تر څنګ، د طواف کوونکو د ښکلولو په برخه کې د نظم د رامنځته کولو په موخه یو ځانګړی ځای جوړ شو. د نظم د ټینګولو مامور یا ساتونکی شاوخوا یو یا دوه ساعته د هغه پر سر دریږي، او بیا بل څوک د هغه ځای نیسي. دا لړۍ ټوله ورځ او شپه دوام لري.
موږ دې مامور ته مبارکي وایو چې خدای ورته د داسې عبادت د څارنې فرصت ورکړی، چې یوازې یو سړی یې ترسره کولی شي، او د هغه دندې ځای په داسې ځای کې دی چې د جنت یوه ټوټه ده. موږ هغه ته د دې ځای اهمیت، سپېڅلتیا او عظمت ور په ګوته کوو، تر څو له خپل وقار، ادب او زغم څخه کار واخلي.
د ابراهیم علیه السلام مقام (د جنت یاقوت)
په مسجد الحرام کې د الله تعالی یوه بله روښانه نښه د ابراهیم علیه السلام مقام دی، چې د کعبې شریفې ختیځ ته په ۶ مترۍ کې موقعیت لري. په روایتونو کې راغلي چې دا هغه ډبره ده چې حضرت ابراهیم خلیل علیه السلام د کعبې د ودانولو او د اذان او حج ته د خلکو د بللو پر مهال، د هغې د جوړولو له بشپړېدو وروسته، پر هغې ودرېد.
په دې اړه نور اقوال هم شته چې الله تعالی ښه پوهېږي. خدای جل جلاله فرمایي:
«فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا»
(په دې کې ښکاره نښې دي، د ابراهیم مقام، او څوک چې داخل شي په امن کې دی.)
ابن جریر الطبري د «آیات بینات» په تفسیر کې وايي: له دې څخه موخه د ابراهیم علیه السلام د قدمونو نښې دي. عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما وايي:
“ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمايي: بې له شکه حجرالاسود او د ابراهیم مقام د جنت دوه یاقوتونه دي، چې رڼا یې خدای جل جلاله مړه کړې، او که رڼا یې پاتې وای، د ختیځ او لویدیځ منځ به یې روښانه کړی وای.”
د ابراهیم مقام اوږدوالی ۴۰x۴۰ سانتي متره دی، د ګام اوږدوالی یې ۲۲ سانتي متره او پلنوالی یې ۱۱ سانتي متره دی. د پښو د ګوتو نښې پکې نه لیدل کېږي. د ابراهیم علیه السلام پښې په دې ډبره ایښودل شوې وې، ځکه یې نښې په پاسته او نرم حالت کې پاتې دي. د دې ډبرې رنګ ژېړ بخوني دی چې د سپین او تور مخلوط ښکاري.
ځینو خلفاوو دا ډبره په سپینو زرو سینګار کړه، تر څو له منځه لاړه نه شي. په ۸۱۰ هجري قمري کال کې د دې لپاره یو ګنبد جوړ شو او وروسته تر اته ځله بیارغول شوی دی. د دغې بیارغونې وروستی ځل په ۱۴۲۳ هـ ق کال کې، د پاچا فهد بن عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال ترسره شو.
خدای جل جلاله د حجرالاسود او د ابراهیم علیه السلام مقام ساتنه
خدای جل جلاله حجرالاسود او د ابراهیم علیه السلام مقام تر خپل حفاظت او ساتنې لاندې نیولي دي، ترڅو مشرکین یې د جاهلیت په زمانه کې د بتانو په توګه ونه نیسي او عبادت یې ونه کړي. که داسې پېښه رامنځته شوې وای او اسلام راغلی وای او د هغوی عظمت او جلال یې څرګند کړی وای، منافقانو به ویل: «بېشکه اسلام د ځینو بتانو په درناوي او عظمت اعتراف کړی دی.»
د ابراهیم علیه السلام مقام شا ته لمونځ کول
له طواف وروسته د ابراهیم علیه السلام مقام شا ته لمونځ کول سنت دي. که دا ممکنه نه وي او ګڼه ګوڼه زیاته وي، نو په مسجد الحرام کې یا حتی له هغه بهر، په هر ځای کې چې خالي وي، لمونځ کول سنت دي. د حضرت عمر رضی الله عنه روایت څرګندوي چې د طواف په دوو رکعتونو کې سنت دي چې په لومړي رکعت کې له سورة الفاتحې وروسته د کافرون سورت او په دوهم رکعت کې له فاتحې وروسته د اخلاص سورت ولوستل شي.
په ممنوع وختونو کې هم د طواف لمونځ کول روا دي. که ممنوع وخت پای ته نږدې وي او د طواف کوونکي لپاره ستونزه نه وي، کولای شي لمونځ تر وخت تېرېدو پورې وځنډوي.
د ابراهیم علیه السلام مقام لمس کول
د ابراهیم علیه السلام مقام لاس وهل، لمس کول او ښکلول صحیح نه دي، ځکه چې دا کار له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه نه دی ثابت شوی. البته په کتلو کې یې څه ستونزه نشته.
حجر (د کعبې دننه لمونځ کول)
حجر د کعبې مشرفې شمالي برخه ده، چې د نیم دایرې په شکل کې ده. ځینې ورته حطیم وایي، ځکه چې له کعبې څخه جلا شوی دی. کله چې قریش د حلالې بودیجې د نشتوالي له امله د کعبې د جوړولو پر مهال پاتې راغلل، حجر یې له ودانۍ بهر پرېښود. رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت عایشې رضی الله عنها ته وفرمایل:
«ای عایشې! په حقیقت کې ستا قوم د کور بنسټ لنډ کړ. که د شرک زمانې ته نږدې نه وای، ما به د کعبې هغه برخه ور زیاته کړې وای چې دوی پرېښې وه، او که ستا قوم ته داسې ښکارېدل چې له ما وروسته یې ور اضافه کړي، نو راشه چې هغه برخه چې هغوی پرېښې ده، در وښیم.» رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته د حجر هغه برخه نږدې اووه ذراع (شاوخوا ۲.۵ متره) وښودله.
په حجر کې لمونځ کول
په حجر کې دننه لمونځ کول د کعبې په داخل کې د لمانځه په څېر دی. ځینې خلک ورته “حجر اسماعیل” وايي یا دا ادعا کوي چې ځینې پیغمبران د هغې لاندې ښخ دي، خو دا خبره ناسم او بې بنسټه ده، ځکه چې په دې اړه هیڅ صحیح حدیث نشته.
د حجر او کعبې تر منځ واټن ۲.۲۳ متره دی. هلته نفل لمونځ کول روا دي، خو مناسب ده چې انسان وقار، آرامتیا او ادب غوره کړي، غږ پورته نه کړي، او ښکته وګوري. ابن عباس رضي الله عنه فرمایي:
«د غوره کسانو په جومات کې لمونځ وکړئ او د صالحانو څښاک وڅښئ.» خلکو وپوښتل: «د غوره کسانو جومات کوم دی؟» هغه وویل: «د میزاب لاندې.» بیا یې وپوښتل: «د نېکانو څښاک څه شی دی؟» هغه ځواب ورکړ: «د زمزم اوبه.»
حجر د الهی نښو یوه برخه
په حجر کې د فرض لمونځ او طواف کول روا نه دي. حجر د الله جل جلاله له ښکاره نښو څخه یوه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا»
(په دې کې ښکاره نښې دي، د ابراهیم مقام، او څوک چې داخل شي په امن کې دی. د دې کور حج د هغو کسانو لپاره چې هلته د تللو توان لري، یو الهي فرض دی.)
د ابراهیم علیه السلام مقام په اړه د امام بغوي تفسیر
امام بغوي رحمه الله د قرآن کریم د دې آیت په تفسیر کې وایي چې د ابراهیم علیه السلام مقام د خدای جل جلاله له ښکاره او څرګندو نښو څخه دی. نو ای مسلمانه وروره! ته د خدای جل جلاله د کور په لور ورځ او شپه کې پنځه وخته لمونځ کوې. که دې ته د کور دننه، په ځانګړې توګه «د ابراهیم علیه السلام مقام کې» د لمانځه فرصت پیدا شي، ځکه چې دا د کعبې برخه ګڼل کیږي، نو له دې فضیلت څخه ګټه پورته کړه. د ستر څښتن تعالی څخه دعا وغواړه؛ ځکه چې ته د کعبې په زړه کې یې او هغه به هیڅکله ستا دعا بې ځوابه پرې نه ږدي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم د کعبې دننه د لمانځه کولو ډېره لیوالتیا درلوده، خو تاسو باید په دې ځای کې د نورو د اذیت او ځورونې سبب نشئ. باید یادونه وشي چې د حجر ټول موجوده برخه د کعبې برخه نه ده؛ بلکې یوازې هغه ځای چې اصلاً د کعبې له جوړښت څخه پاتې دی.
صفا او مروه
صفا او مروه هغه دوه غونډۍ دي چې هاجر علیها السلام د خپل زوی اسماعیل علیه السلام لپاره د اوبو د موندلو په موخه په هغوی پورته او ښکته شوه. دا دواړه غونډۍ د الهي شعایرو (نښو) له ډلې ګڼل کیږي.
د صفا او مروه واټن
د صفا او مروه تر منځ واټن، چې مسلمانان په هغه کې هڅه (سعي) کوي، نږدې ۳۹۴.۵۰ متره دی او پلنوالی یې ۴۰ متره دی. د دواړو غونډیو تر منځ هڅه یوازې د حج یا عمرې د ترسره کولو لپاره روا ده.
د صفا او مروه تاریخچه
پخوا به دغه ځای سیوری نه درلود، خو شریف حسین په ۱۳۴۱ هجري لمریز کال کې د هغه لپاره سیوري جوړ کړل. بیا پاچا عبدالعزیز په ۱۳۶۶ هجري لمریز کال کې د دې ځای بیا رغونه وکړه. په ۱۴۲۹ هجري قمري کال کې صفا او مروه په پنځو پوړونو کې د یخولو او تودوخې د اسانتیاوو سره سمبال شول او ښکلا ورکړل شوه.
د شنو نښو ځانګړتیا
صفا ته نږدې دوه شنې رنګه نښې شتون لري چې حاجیانو ته په هغه ځای کې د منډې کولو اړتیا یادوي. دا ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په دې ځای کې منډه کړې ده. ویل کیږي چې همدا هغه ځای دی چې هاجر علیها السلام په کې منډه وکړه څو خپل زوی اسماعیل علیه السلام وویني، چې د زمزم د اوبو په ځای کې پروت و.
Previous Articleد رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اته پنځوسمه برخه)
Next Article استشراق څه شی دی (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.