Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د ورځنې تحلیل»د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اته پنځوسمه برخه)
د ورځنې تحلیل یکشنبه _8 _دسمبر _2024AH 8-12-2024AD

د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اته پنځوسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي

د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغوی اغېزې (اته پنځوسمه برخه)

د کلتوري یرغل د زیانونو په وړاندې د خوندیتوب لارې چارې
د کلتوري یرغل او د هغه له ویجاړوونکو پایلو څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره ډیری بیلابیلې حل لارې شتون لري چې ځینې یې عبارت دي له:
الف: د باورونو او اعتقاداتو پیاوړتیا
د کلتوري یرغل له زیانونو څخه د ساتنې او خوندیتوب یوه مهمه لاره د باورونو پیاوړي کول دي. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، باورونه تر ټولو مهم رکن او کلتور دی، او په حقیقت کې عقیده او باورونه د انسان اصلي هویت جوړوي او د اعمالو او چلند په سمون کې یې مهم رول لوبوي. همدا وجه ده چې د فرهنګي یرغلګرو د هدف نښه عقاید او ارزښتونه دي. د کلتوري یرغل له زیانونو څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره باید عقاید او باورونه ټینګ او پیاوړي شي، تر څو د کلتوري یرغل له زیانونو څخه وژغورل شو او په وړاندې یې واکسینه شو.
د باورونو او اعتقاداتو د پیاوړتیا لارې
لکه څنګه چې که د یوې ونې ریښه ښه پیاوړې شي، نو دا به ښه حاصل او میوه ورکړي، په همدې توګه څومره چې ریښتینې عقیده او باور پیاوړي شي، هومره به موږ د بهرنیو کلتوري ویروسونو په وړاندې واکسینه شو. زموږ کلتوري امنیتي سیسټم او عملونه به پیاوړي شي او موږ به ریښتینې نېکمرغۍ ته ورسوي. ځکه چې ایمان څو مرتبې لري، ځینې مؤمنان له کمزوري ایمان څخه برخمن وي، او ځینې نور یې قوي ایمان لري. هر څومره چې ایمان پیاوړی شي، د هغې اغېزې به زموږ په اعمالو او چلندونو کې راښکاره شي، او په هماغه اندازه به زموږ اعمال او سلوک سم شي، په هماغه اندازه به د کلتوري بریدونو څخه خوندي شو. ځینې فکتورونه او عوامل چې کولی شي ایمان او ریښتینې باور پیاوړی کړي عبارت دي له:
۱– د خدای ذکر او یاد:
یو له هغو شیانو څخه چې ایمان پیاوړی کوي د خدای یاد دی. د خدای یاد زموږ ریښتینی ایمان او باور تازه کوي، او د دې لامل کېږي چې د انسان عقایدو او باورونو ته ټینګښت ورکړي، او انسان ریښتنې نېکمرغۍ ته ورسیږي.
قرآنکریم فرمایي: «الذین آمنوا وَتَطْمَئِنُ قُلُوبُهُمْ بِذِکْرِ اللَّهِ ۚ أَلَا بِذِکْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ»
(هدایت شوي کسان هغه دي چې ایمان یې راوړی او زړونه یې د خدای په یاد کې آرامتیا اخلي. پوه شئ چې زړونه یوازې د خدای په یاد سره آرامیږي.)
د پورتني آیت له مخې د خدای یاد ریښتيني باورونه پیاوړي کوي، او کله چې ریښتینې عقیده او باورونه پیاوړي شي، انسان ریښتینې نېکبختۍ او سعادت ته رسېږي او د بشپړ امنيت احساس کوي.
له قرآن کریم سره انس او ملګرتیا
له قرآن کریم سره انس او تلاوت کول، او همدارنګه د هغه په نوراني آیتونو کې فکر او تدبر کول، هم ایمان پیاوړی کوي. د قرآنکریم تلاوت کول ډېر تاثیرات او برکتونه لري، چې یو یې د ایمان پیاوړتیا ده، لکه څنګه چې خدای په دې برخه کې د مؤمنانو ځانګړتیاوو ته په اشارې سره فرمایي:
«وَإِذَا ذُكِرُوا بِآيَاتِهِ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا»
(مؤمنان هغه دي چې د هغه د آیتونو په لوستلو سره یې ایمان زیات شي.)
د انسان زړونه د قرآنکریم په تلاوت او د الهي آیتونو په تفکر سره روښانه او نوراني کېږي، او ایمان د پخوا په پرتله لا پیاوړی کوي، او انسان د فتنو او انحرافاتو په وړاندې بیمه کوي.
قرآن یوه الهي رسۍ ده، چې له سره انس او پکې فکر کول، ایمان لرل او عمل کول، انسان لوړوي او د صالحانو مقام ته یې ور نښلوي.
۳– موعظه او نصیحت:
د موعظې او نصیحت اورېدل او پرې عمل کول هم ایمان پیاوړی کوي. تبلیغ یو ډول تذکر او یادونه ده چې د غفلت لرې کولو لامل ګرځي، او د ایمان د ونې د ریښو د خړوبولو او پیاوړتیا لامل ګرځي. په دې اړه قرآن کریم فرمایي:
«وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا»
(او که دوی هغه موعظې عملي کړې وای چې دوی ته ورکول کېدې، دا به د دوی لپاره غوره و او د هغوی د ایمان د پیاوړتیا سبب کېده.)
له پورتني آیت څخه معلومه شوه چې یوازې د موعظې او نصیحت اورېدل ډېره اغېزه نه لري، خو کله چې موعظه له عمل سره یو ځای شي، نو رښتيني باورونه پیاوړي کېږي.
Previous Articleدیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (اوومه او وروستۍ برخه)
Next Article د کعبې شریفې تاریخ (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _9 _اپریل _2025AH 9-4-2025AD
نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (څوارلسمه برخه)

پنجشنبه _13 _مارچ _2025AH 13-3-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD12 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD9 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD10 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD26 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.