د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک (دولسمه برخه)
عبدالله د معاویه بن یزید بن معاویه د واکمنۍ پر مهال
د یزید تر مړینې وروسته، د هغه زوی معاویه بن یزید، چې یو وړ او پرهېزګاره شخص و، د خلافت پر څوکۍ کښېناست. خو درې میاشتې وروسته یې د خلافت له دندې استعفا وکړه او خلکو ته یې د هغوی د خوښې خلیفه د ټاکلو حق ورکړ. هغه پخپله هم څه موده وروسته وفات شو.
د معاویه بن یزید په مړینه ډېرې ستونزې راپیدا شوې. د دمشق د امیر، ضحاک بن قیس، په مشرۍ ځینو شامیانو غوښتل چې له عبدالله بن زبیر رضي الله عنه سره بیعت وکړي. حتی د مروان بن حکم په زړه کې هم دا اراده وه چې مکې ته ولاړ شي او له عبدالله بن زبیر سره بیعت وکړي؛ خو د حسان بن مالک په مشرۍ یمنيانو له دې کار سره سخت مخالفت وکړ او له غیر امویانو سره یې له بیعت کولو ډډه وکړه.
دا حالت شپږ میاشتې دوام وکړ، تر دې چې دوی پرېکړه وکړه چې یوه شورا جوړه کړي. په پای کې، مروان بن حکم، چې د بنیامیه له دویمې څانګې څخه و، غوره شو. د ډېرو څېړونکو او تاریخپوهانو په اند، مروان له خلفاوو څخه نه ګڼل کېږي، بلکې هغه څوک دی چې د امیر المؤمنین عبدالله بن زبیر رضي الله عنه پر ضد یې پاڅون کړی دی.
د امیر المؤمنین عبدالله بن زبیر رضي الله عنه خلافت
له بلې خوا، په حجاز کې د یزید بن معاویه له مړینې وروسته ډېرو خلکو عبدالله بن زبیر ته مخه کړه. په ۶۴ هجري قمري کال کې، په حجاز، عراق، مصر، او حتی شام کې له هغه سره بیعت وشو. د شام له یوې برخې (اردن) پرته، پاتې اسلامي سیمو د هغه خلافت ومنلو، او په دې توګه هغه شرعي خلیفه شو. عبدالله بن زبیر دغو سیمو ته واليان ولېږل.
د ډېرو پوهانو او مورخینو په اند، د عبدالله بن زبیر بیعت یو دیني او مشروع بیعت و، او هغه د مروان په پرتله د خلافت ډېر مستحق و. عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مشهورو صحابه کرامو څخه و، په نبوي سنتو ښه پوهېده، او د الله تعالی رضایت ورسره شامل و.
له داسې چا سره چې نه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی و، نه یې صحابي و، او خلک یې په اړه بېلابېل نظرونه لري، د عبدالله بن زبیر رحمه الله خلافت سل چنده غوره و.
علامه ابن کثیر رحمه الله لیکي:
> «عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د معاویه بن یزید تر مړینې وروسته د مسلمانانو امام شو او له مروان بن حکم څخه غوره و.»
امام ابن حزم، امام سیوطي، او علامه ذهبي رحمهم الله هم د هغه خلافت د مشروعیت تصدیق کړی دی.
کومو خلکو له ده سره بیعت ونه کړ؟
ډاکټر علي محمد صلابي د معتبرو منابعو په حواله لیکي:
> «له دریو سترو شخصیتونو پرته؛ یعنې: عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، او محمد بن حنفیه رضي الله عنهم، د حجاز پاتې خلکو له عبدالله بن زبیر سره بیعت وکړ.»
په هغو مشهورو شخصیتونو کې چې له عبدالله بن زبیر سره یې بیعت وکړ، لاندې نومونه یادېږي: عبدالله بن مطیع عدوي، عبدالله بن رضوان بن امیه، حارث بن عبدالله بن ابي ربیعه، عبید بن عمیر، عبیدالله بن علي بن ابي طالب، او عبدالله بن جعفر رضي الله عنهم.
البته عبدالله بن عمر رضي الله عنه نه غوښتل چې د امت د اختلاف پر مهال له چا سره بیعت وکړي. همدارنګه، عبدالله بن عباس او محمد بن حنفیه رضي الله عنهم عبدالله بن زبیر ته وویل:
> «موږ به له تا سره هغه مهال بیعت وکړو چې ټول پر تا اتفاق وکړي.»
په دې اړه، که څه هم د حضرت عبدالله بن عباس او عبدالله بن زبیر رضي الله عنهما تر منځ یو څه ابهام موجود و، خو ابن عباس رضي الله عنه د عبدالله بن زبیر په اړه ښه یادونه کړې او ویلي یې دي:
> «هغه د قرآن تلاوت کوونکی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي کوونکی، د خدای اطاعت کوونکی، او په اسلام کې ټینګ و. پلار یې زبیر، مور یې اسماء، نیکه یې ابوبکر، عمه یې خدیجه، ترور یې عایشه، او انا یې صفیه وه.»
عبدالله بن زبیر رضي الله عنه، عبدالله بن عمر او عبدالله بن عباس د بیعت کولو ته مجبور نه کړل او نه یې پرې فشار راوړ. د محمد بن حنفیه په قضیه کې، هغه په لومړي سر کې ورته چلند درلود؛ خو وروسته له دې چې ډېرو مسلمانانو له عبدالله بن زبیر سره بیعت وکړ، له هغوی یې وغوښتل چې خپله ژمنه پوره کړي.
په ۶۵ هجري کې یې په رسمي ډول له هغوی څخه د بیعت غوښتنه وکړه؛ خو کله چې یې انکار وکړ، عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د اختلاف د مخنیوي لپاره محمد بن حنفیه په خپل کور کې بندي کړ.