د تهافت الفلاسفه تر ټولو مهم اغېز د دې ثابتول و، چې یوناني فلسفه نه شي کولای د دین او نړۍ د تفسیر لپاره یو مستقله منبع وګرځي. د دې کتاب اغېز دومره ژور و، چې په تدریج سره یې د اسلامي فکر له مرکزیت څخه د مشائي فلسفې نفوذ ختم کړ. البته، دا نقد د مطلقې فلسفې رد نه و؛ بلکې امام غزالي رحمهالله په «مقاصد الفلاسفه» کتاب کې هغه فلسفي نظریات، چې په اسلام برابر وو، تشریح او توضیح کړل.
ب) پر باطني او اسماعيلي افکارو برید
یوه بله فکري ننګونه، چې امام غزالي رحمهالله ورسره مخ شو، د باطني او اسماعيلي فرقو د افکارو پراخېدل وو. دې ډلې په افراطي تأویلپالنې ډېر ټینګار کاوه او اسلامي عقاید یې په داسې طریقه تفسیرول، چې د شریعت له اساسي اصولو سره په ټکر کېدل. دوی باور درلود چې دین یو ظاهري او بل باطني اړخ لري، او یوازې معصوم امامان (چې دوی د اسماعیل بن جعفر اولاده بلله) د قرآن کریم پر حقیقي معنا پوهېدلای شي.
امام غزالي رحمهالله دا نظریه د اسلامي امت د فکري او ټولنیز یووالي لپاره یو جدي خطر باله. هغه په دې برخه کې د «فضائح الباطنية» کتاب ولیکه او په دې کتاب کې یې د عقلي او نقلي دلایلو پر مټ د باطنيه فرقو د فکري بنسټونو بطلان ښکاره کړ. د امام غزالي رحمهالله استدلالونه نه یوازې له منطقي پلوه قوي وو، بلکې د تاریخي او ټولنیزو اغېزو له مخې هم دومره ژور وو، چې په اسلامي نړۍ کې یې د اسماعيليه فرقې نفوذ د پام وړ راکم کړ.
1. د ټولنې اسلامي او اخلاقي ارزونه او د هغې اصلاح
امام غزالي رحمهالله یوازې د فکري جریانونو سره په مبارزې بسنه ونه کړه، بلکې د ټولنې اخلاقي او ټولنیزې اصلاح ته یې هم جدي پاملرنه وکړه. هغه دې پایلې ته ورسېد چې د اسلامي امت ډېری ستونزې یوازې د فکري انحرافاتو له امله نه دي، بلکې اخلاقي ضعف او له معنویت څخه د مسلمانانو لرې کېدل هم پهکې اساسي ونډه لري. له همدې امله، کله چې له انزوا راووت او بېرته ټولنیزو فعالیتونو ته ورستون شو، نو ډېر تمرکز یې د مسلمانانو په روحاني او اخلاقي اصلاح باندې و.
الف) د خلکو د ټولنیز او اخلاقي ژوند نقد
په پنځمه هجري پیړۍ کې اسلامي ټولنې له ګڼو اخلاقي ستونزو سره مخ وې. دنیاپالنه، تجملغوښتنه، ریاکاري، او له اسلامي ارزښتونو څخه لرې والی د هغو مهمو ستونزو له ډلې څخه وې، چې امام غزالي رحمهالله پرې نیوکه وکړه. هغه په خپل شهکار اثر «احیاء علوم الدین» کې وښوده، چې دنیا او مادهپالنې څه ډول علم له خپل اصلي مسیر څخه منحرف کړی، تر دې حده چې علما د دین پر حقیقت تر تمرکز د مخه لومړۍ د شخصي ګټو او شهرتطلبۍ په لټه کې دي.
ب) د فرد او ټولنې د اصلاح لپاره دالګو وړاندې کول
په دې دوره کې د امام غزالي رحمهالله یو لوی خدمت دا و چې د فردي او ټولنیزې اصلاح لپاره یې یو فکري او عملي نظام وړاندې کړ. نوموړي په خپل کتاب «احیاء علوم الدین» کې د مسلمانانو د اصلاح لپاره څلور اساسي برخې مشخصې کړې:
1. عبادات:
امام غزالي رحمهالله باور درلود، چې اسلامي عبادات یوازې ظاهري اعمال نه دي، بلکې دا د نفس د تزکیې او د الله تعالی د قُرب وسیله ده. هغه په دې برخه کې ټینګار وکړ، چې د عبادت لپاره له اخلاصه ډک نیت اړین دی او ویې ویل چې ریا او عادت ځپلي اعمال څنګه د عباداتو روح کمزوری کوي.
2. عادات (ټولنیز چلندونه):
دا برخه د مسلمانانو ټولنیزو آدابو او اخلاقو ته ځانګړې شوې ده. امام غزالي رحمهالله ښه اخلاق، اعتدال او سادهګي د مسلمان د ضروري ځانګړنو په توګه معرفې کړې.
3. مهلکات (ناوړه صفات):
هغه تکبر، ریا، حرص، او حسادت د معنوي زوال مهم لاملونه وبلل. او د دې بدو صفاتو پر وړاندې د حل عملي لارې چارې یې وړاندې کړې.
4. منجیات (غوره صفات):
امام غزالي رحمهالله په دې برخه کې توکل، زهد، تواضع او له الله تعالی سره محبت هغه صفات وګڼل، چې کولای شي انسان په معنوي لحاظ کمال ته ورسوي.
لنډه دا چې، امام غزالي رحمهالله له انزوا څخه تر راستنېدو وروسته د اسلامي تفکر په اصلاح کې مهمه ونډه واخیسته. له یوې خوا یې د فلسفې او باطني فرقو پر ضد مقابله وکړه او له بلې خوا یې د یوه اخلاقي او معنوي نظام په وړاندې کولو سره د فرد او ټولنې اصلاح ته لاره هواره کړه. د هغه آثار، په ځانګړي ډول «تهافت الفلاسفه» او «احیاء علوم الدین»، نهیوازې هغه مهال، بلکې راتلوونکو پېړیو کې هم ژور اغېز درلود، او تر ننه د اسلامي علومو له مهمو مراجعو څخه ګڼل کېږي.