لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (څلورمه برخه)
د نورو ادیانو په تاریخ کې د مصلحینو او دعوتګرانو نشتوالی
جواهر لعل نهرو په خپل کتاب د هند کشف کې د بودایزم د بدلون او هغه د تدریجي زوال پروسه په لاندې ډول بیانوي:
“برهمانیت، بودا د خپل اوتار په توګه ومانه. له همدې امله، سینګان سرمایهداران شول او د یوې ځانګړې ډلې د ګټو د جلب مرکز وګرځېدل. د انضباط قانون پر هغوی باندې په بشپړه توګه له منځه ولاړ، او په عبادتي طریقو کې جادو او فریبونه رامنځته شول. د هند په پراخه سیمه کې د بودایزم د زر کلن منظم ترویج وروسته، د زوال پړاو پیل شو.”
Mr. Rhrs Daris په خپله شرح کې لیکي:
“د ناروغې مینې په سیوري کې، د ‘ګوتن’ د اخلاقي تعلیماتو ارزښتونه له نظره وغورځېدل. خرافات د اصلي دین ځای ونیو او نوې نظریې رامنځته شوې او وده یې وکړه.”
ډېر وخت نهو تېر شوی چې دغه فضا د نوې نظریې په لټه کې وه. هر قدم کې نوې نظریې رامنځته کېدې، تر دې چې ټوله فضا د فکري فریبونو له امله توره او تیاره شوه. د بودایزم د بنسټګر لوړ اخلاقي درسونه او ساده دیني اصول د نوي الٰهیاتو او بېبنیاده څېړنو تر خاورو لاندې ښخ شول.
په بودایزم او برهمانیت کې له هرې خوا زوال پیل شو. بېشمېره خرافاتي رسمونه په دې دینونو کې ننوتل، چې د اصلي او تقلبي مفاهیمو ترمنځ توپیر کول ډېر ستونزمن و. د بودایزم په پراخه نړۍ او د هغه د واکمنۍ په اوږده موده کې، هېڅ داسې دعوتګر یا مصلح پیدا نه شو چې خلک د ریښتیني بودایزم لور ته دعوت کړي او د منحرفو او نوو مذهبونو پر وړاندې پاڅون وشي او د پخواني وختونو ځوانۍ، سادګۍ او پاکوالي ارزښتونه بیا راژوندي کړای شي.
لنډه دا چې پخوانی هندو مذهب په اتمه پېړۍ کې د بودایزم په وړاندې وده ونهکړای شوه. “شنکر آچاریه” د بودایزم پر وړاندې د مبارزې او د پخواني هندو مذهب د بیا ژوندي کولو لپاره د مبارزې بیرغ پورته کړ. په پای کې یې هڅه وکړه چې د بودا فکر له هند څخه وشړي. په بل عبارت، ویلای شو چې په هند کې د پخوانیو مذهبونو حیثیت د زوال په حال کې و. شنکر آچاریه د خپلې هوښیارۍ، مذهبي زړورتیا او لیوالتیا په مرسته د بودایزم د ورکولو هڅه وکړه، خو له بده مرغه، په دې کار کې بشپړ بریالی نهشو.
شاید هغه دا اراده نهدرلوده چې هندو مذهب بېرته خپلې اصلي بڼې ته راولي. توحیدي عقیده، د نړۍ له خالق سره مستقیمه اړیکه، د خدای او بنده ترمنځ د منځګړیتوب له منځه وړل، ټولنیز عدالت او طبقاتي مساوات د هغه په روح کې ځای نهدرلود. حتی نن ورځ هم دغه دوه هندي مذهبونه په خپل مسخ شوي شکل کې پاتې دي او د زوال او بتپرستۍ د دورې میراثي دودونه یې ساتلي دي.
د انسائیکلوپیډیا د مذهبونو او اخلاقو مقالې لیکونکی (V.S. Ghate)، چې د بمبئي په “الفستن” پوهنتون کې د سنسکریټ یو نامتو پروفیسور و او د هند د لرغونو مذهبونو او فلسفې په اړه یې ژور نظر درلود، د شنکر آچاریه په ژوندلیک کې لیکي:
“د هغه د ژوند مهم هدف د فلسفې او مذهبي نظام ژوندي کول و، چې په ‘اپنشید’ کې تدریس کېدل. هغه د مطلق وحدتالوجود عقیده خپره کړه، او د هغه اصلي هدف دا و چې ووایي په ‘اپنشید’ او ‘بګوت ګیتا’ کې هیڅ ځانګړی قانون نه دی وړاندې شوی، بلکې یوازې د مطلق وحدتالوجود درس ورکړل شوی دی. شنکر آچاریه نه د بتپرستۍ مخالفت وکړ او نه یې پر هغې برید وکړ. د هغه په نظر، بت یو ډول رمز او مظهر و.”
شنکر آچاریه ریالیزم (Ritualism) ته وده ورکړه او د کرامت غندنه یې وکړه، خو د محبوب «دیوتاهانو» د عبادت دفاع یې کوله. هغه په دې باور و چې په یوه ټاکلې مرحله کې د بتپرستۍ وده زموږ له طبیعي اړتیاوو څخه ده. هرکله چې روح د بلوغ او پوخوالي مرحلې ته ورسېږي، د بت اړتیا له منځه ځي، او نښې او رموز باید پرېښودل شي. شنکر د بتپرستۍ اجازه ورکړه، مګر یوازې هغو کسانو ته چې د برهمایي مقام ته نهوو رسېدلي، کوم چې د آزاد او نهبدلېدونکي صفاتو له ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي.
په هرصورت، دا ټول فعالیتونه ناکام شول؛ هغه هڅې چې د “شنکر آچاریه” څخه تر “دیانند سرسوتي” او “ګاندي” پورې ترسره شوې، چې د ټولو موخه د هندویزم او بودایزم په ریښتینو بنسټونو کې د بیا ژوندي کولو لپاره وه. هغه بنسټونه چې باید د پیغمبرانو د انساني بلنې، سالم فطرت او د وخت له بدلون سره سمون ولري.
بالاخره، دا دواړه مذهبونه د لادینیت او مادیت پر وړاندې په ګونډو شول او له ټولنې څخه جلا شول. هغوی یوازې عبادتځایونو ته پناه یووړه او په عاداتو، رسمونو او ظاهري شکلونو کې بند پاتې شول. په دغو ورځو کې په هند کې دومره ځواکمن دعوت نهو چې شعار یې دا وي: “مذهب ته راوګرځئ!” یا “خپل پخوانی آیین بیا ژوندی کړئ!” او د هند لرغونې تاریخي ژبه، سنسکریټ، په هېواد کې بېرته دود کړئ.