Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د امت مشران»د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)
د امت مشران شنبه _23 _نوومبر _2024AH 23-11-2024AD

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)

په دې برخه کې د سلطان صلاح الدین ایوبي د شخصیت، صفاتو او سیاستوالۍ په اړه معلومات وړاندې کوو. فَعَلَی ٱللَّهِ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْهِ أَنِيبُ.
د سلطان صلاح الدین د پلار نوم ایوب و، له همدې امله هغه او کورنۍ یې ایوبي بلل کېږي. له دې څخه باید داسې انګېرنه ونشي چې نوموړی د ابو ایوب انصاري له ځوځات څخه دی؛ ځکه چې سلطان او کورنۍ یې د کردانو له توکم څخه وو. دغه توکم اوس هم په عراق، سوریه، ترکیه او ایران کې موندل کېږي. د هغه مور، پلار او کورنۍ د ایران په ختیځ آذربایجان ولایت کې د “دیوین” په نوم د یوه کلي اوسېدونکي وو. دوی د “روادیه” قبیلې څخه وو، چې د کردانو د هذاینې قبیلې یوه څانګه ده. داسې ښکاري چې د هغه نيکه، شادي، او د هغه دوه زامن ایوب نجم الدین او اسدالدین بغداد ته کډه شوي وو او په تکریت کې مېشت شول. د هغه نيکه، شادي، په همدې ځای کې وفات شو. څو ورځې وروسته یې دواړه زامن د مجاهدالدین بهروز د ساتونکو په ډله کې وګمارل شول. مجاهدالدین د سلطان مسعود ابن غیاث الدین محمد بن مالک شاه سلجوقي په استازیتوب د دغه ځای قوماندان و. وروسته نجم الدین ایوب د عمادالدین زنګي په خدمت کې شامل شو او د بعلبک کلا له ساتونکو څخه شو.
د صلاح الدین ایوبي شتون د رسول الله صلی الله علیه وسلم له معجزو څخه یوه معجزه ده او د اسلام د ریښتینولۍ او ابدیت څرګند ثبوت دی. ایوبي په یوه منځنۍ او پتمنه کورنۍ کې زېږېدلی او د پوځي سړي په توګه په کورنۍ کې روزل شوی و.
له مصر فتح کولو او د صلیبیانو پر وړاندې د جګړې ډګر ته له ننوتلو مخکې، هیچا تصور هم نه کاوه چې دا ځوان به په نږدې راتلونکي کې د قدس فاتح او د اسلام ساتونکی شي. په تاریخ کې د دې ځوان د سترو بریاوو په برکت د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم روح خوشحاله شوی دی. لین پول لیکي:
“د دې پر ځای چې له صلاح الدین ایوبي څخه داسې نښې ښکاره شي چې هغه به په راتلونکي کې یو لوی شخصیت او د یو باثباته بنسټ بېلګه وي، هغه دلیل چې د ټولو ضعفونو او فسادونو څخه د عالي طبیعت ساتنه کوي؛ کله چې خدای تعالی غوښتل چې مسلمانان د هغه له وجود څخه ګټه پورته کړي، نو هغه ته یې له غیب څخه اسباب برابر کړل.”
صلاح الدین د نورالدین زنګي لخوا مصر ته واستول شو. قاضي بهاءالدین ابن شداد، چې د سلطان یو باوري ملګری و، لیکي:
“سلطان ایوبي پخپله ماته وویل: ‘ما دغه دنده په ډېر زحمت قبوله کړه او مصر ته راغلم. د مصر سفر ته مې هېڅ لېوالتیا نه درلوده.’ دا هماغه موضوع ده چې په قرآن کې په دې ډول ذکر شوې ده: وَعَسَىٰ أَن تَكرَهُواْ شَيـٔٗا وَهُوَ خَيرٞ لَّكُم.”
مصر ته له رسېدو وروسته د صلاح الدین لاره په بشپړه توګه صافه شوه او په مصر کې د هغه واک ټینګ شو. وروسته یې وپوهېد چې خدای تعالی غواړي له هغه څخه یو مهم کار واخلي. دغه کار د عیش او استراحت سره ممکن نه و.
قاضي بهاءالدین لیکي:
“په مصر کې له واک ته رسېدو وروسته، دنیاوي عیش او عشرت یې په سترګو کې پوچ او بې‌ارزښته ښکاره شول. په زړه کې یې د شکر جذبه وه او له شراب څښلو او ټولو عیاشیو یې مخ واړوه. زاهدانه ژوند یې غوره کړ او د همدې تګلارې له امله یې ډېر پرمختګ وکړ.”
لین پول زیاتوي:
“اوس صلاح الدین د خپل ژوند لپاره سخت او ټینګ قوانین جوړ کړل. متقي او پرهیزګاره و، لکه څنګه چې له پیل څخه و؛ خو په دې موده کې یې زهد او پرهیزګاري لا زیاته شوه. هغه ټول دنیایي خوندونه او د استراحت څیزونه پرېښودل. معقولاتو ته یې سخته پابندي وکړه او ځان یې د خپلو ملګرو لپاره یوه بېلګه وګڼله. هغه د داسې یوه اسلامي سلطنت د جوړولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړ چې د کفارو پر وړاندې د مقابلې بشپړ توان ولري.”
لکه څنګه چې هغه ویلي و:
“کله چې خدای تعالی ماته مصر راکړ، پوه شوم چې هغه غواړي فلسطین هم راته ډالۍ کړي.”
له دې وروسته، د صلاح الدین د ژوند تر پایه هدف له اسلام څخه دفاع او د کفارو پر وړاندې جګړه وه.
ادامه لري…
Previous Article د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (اوومه برخه)
Next Article دیني مدرسې؛ رسالت او مقام یې (لومړۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک  (درې‌دیرشمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه‌دېرشمه برخه)

یکشنبه _13 _جولای _2025AH 13-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې  (برخه: ۳۴)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې  (برخه: ۳۴) د…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰) (۵) د روح (تېتن) پر ازلي…

نور یی ولوله
اسلام

­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD6 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي ­قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۱) د سمندري جریانونو حیرانوونکی سیسټم…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۹)

شنبه _28 _فبروري _2026AH 28-2-2026AD6 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۱۹) په تېرو برخو کې د فراماسونرۍ د درېیو مهمو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې  (برخه: ۳۴)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۰)

یکشنبه _1 _مارچ _2026AH 1-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.