Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د حدیثو لیکنه او حُجیت (دوهمه برخه)
اسلام چهارشنبه _20 _نوومبر _2024AH 20-11-2024AD

د حدیثو لیکنه او حُجیت (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: شکران احمدي

د حدیثو لیکنه او حُجیت (دوهمه برخه)

 اوس موږ دا موضوع بيانوو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د قرآن کريم ښوونه په دوه ډوله کړې ده:
 1- رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو کړنو او عمل سره هم په قرآنکریم د عمل کولو طریقه وښودله او په خپلو الفاظو او خبرو یې بیان او تشریح کړه. د عملي تشریح طریقه داسې وه چې کله به په قرآن کې کوم حکم او دستور نازل شو، نو  په هغه د عمل کولو له لارې به یې خلکو  د هغه حکم تشریح او تفسیر بیاناوه چې له امله یې د قرآن د الفاظو مفهوم به هم روښانه کېده او د نازل شوي حکم عملي انځور به خلکو ته وړاندې کېده؛ د بېلګې په توګه: په قرانکریم کې د لمانځه د ادا کولو لپاره د ټینګار حکم نازل شو او د هغه عناصر لکه قیام، رکوع، سجده، قرائت او داسې نور هم ذکر شوي، خو د دې ارکانو او عناصرو ترتیب او د ادا کولو څرنګوالی یې په قرآنکریم کې په تفصیل او جزئیاتو نه دی بیان شوی؛ رسول الله صلى الله عليه وسلم امت ته په خپل عملي طريقه د لمانځه د ادا كولو ښوونه وكړه. کله چې موږ په قرآن کې د «اَقیموا الصلوٰة» حکم وینو، نو پوښتنه پیدا کېږي چې په دې حکم باندې عمل کول څنګه دي او د «لمونځ کولو» طریقه څه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم دې پوښتنې ته په خپله وینا کې ځواب ورکړی: «صلوا کما رأیتمونی اصلی»؛ لکه څنګه چې زه لمونځ کوم، تاسو هم په همدغه ډول لمونځ وکړئ). د دې عملي توضیح ترڅنګ یې کله کله د لمانځه طریقه په خپله مبارکه ژبه هم بیانوله.
 همدارنګه په قرانکریم کې حج فرض شوی خو طریقه او مناسک یې نه دي ذکر شوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج فریضه ادا کړه او په عملي توګه یې د ترسره کولو څرنګوالی ښودلی او پر همدې بنسټ د قرآن کریم تفسیر او تشریح د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قول او عمل له لارې ممکن دی. د حجة الوداع په کال، د عرفات په میدان کې چې ټول حاجیان پکې راټول شوي وو، اعلان وکړ:«لتأخذوا مناسککم فاني لا ادري لعلي لا احج بعد حجتی هذه» ژباړه: ای خلکو له ما څخه د حج احکام او مناسک زده کړئ، ښايي له دې کال وروسته بیا له تاسو سره ونه وینم.
 2- تفهیم او قولي شرح په دوو لارو ترسره کېده:
   الف: يو دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به يو آيت ذکر کولو او يا به یې هغه ته اشاره كوله او له هغه څخه اخستل شوي حكمونه به يې بيانول.
ب: بله داچې په خپل وهبي پوهې او او ځانګړي درک سره به یې له قرآن څخه چې څه استدلال او استنباط کول، هغه به يې د آیت د یادولو پرته بیانول.
 د لومړي صورت لپاره د بې شمیره مثالونو څخه، موږ به یوازې درې مثالونه ذکر کړو:
 1- رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د قیامت په ورځ به خدای تعالی حضرت نوح علیه السلام ته غږ وکړي او هغه به ووایي: «لبیک و سعدیک یا رب» خدای به ترې پوښتنه وکړي: «ایا تا زموږ پیغام ورساوه؟ » هغه په ځواب کې وایي: هو. بیا به د هغه له امت څخه پوښتنه وشي: «آیا نوح علیه السلام زموږ پیغام تاسو ته ورساوه ؟» هغوی ادعا کوي: هیڅوک موږ ته نه دي راغلي چې موږ ته خبرداری ورکړي. بیا خدای پاک نوح ته وایي:«څوک به ستا په حق کې ګواهي ورکړي؟» هغه به ځواب ورکړي: محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه امت. لکه څنګه چې دا امت شاهدي ورکوي چې نوح علیه السلام ستا پیغام رسولی و او د امت شاهدي به رسول الله صلی الله علیه وسلم تأئیدوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« په دې اړه د خدای تعالی فرمان دی:«وجعلناکم امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس و یکون الرسول علیکم شهیدا»؛
 2- حضرت عدي بن حاتم رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: آیا له «خیط الابیض» او «خیط الاسود» څخه مراد، دوه تور او سپین تارونه دي؟ هغه وفرمایل:«نه، بلکه د هغه څخه مراد د ورځې سپینوالی او د شپې توروالی دې.»
 3- حدیبیې ته د سفر پر مهال د حضرت کعب بن عجره په ویښتانو کې ډېرې سپګې پیدا شوې وې، کله هغه حضرت صلی الله علیه وسلم ولیدل، ویې ویل: «زه نه پوهېدم چې ته دومره له ستونزو او تکليف سره مخ شوی یې، آیا کولی شې یو پسه راونیسې؟ هغه وویل: نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «بیا خپل سر وخرېیه او درې ورځې روژه ونیسه یا شپږ مسکینانو ته شپږ صاع صدقه ورکړه.» په ظاهره په دې کیسه کې کوم ایت شریف ته اشاره نه ده شوې؛ خو له دې امله چې دا آيت: «فمن کان منکم مریضا او به اذی من رأسه ففدیة من صیام او صدقة او نسک»؛ په همدې تړاو او په همدې ځاى کې نازل شو، نو موږ دا مثال په ضمني ډول بيان کړ.
 ادامه لري…
Previous Articleد جهمیې فرقه «ډله» (نهمه برخه)
Next Article د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)

یکشنبه _3 _مې _2026AH 3-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)

شنبه _25 _اپریل _2026AH 25-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹) دوولسم…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD8 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD8 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۷) یهود او کمونیزم په دې برخه کې د یهودیت…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD9 Views

لیکوال: مهرالله مهاجر عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ۸) د بودیزم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.