Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»جهمیه»د جهمیه فرقه (اتمه برخه)
جهمیه یکشنبه _17 _نوومبر _2024AH 17-11-2024AD

د جهمیه فرقه (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
د جهمیه فرقه (اتمه برخه)
روڼوالی:
په دې پراخه نړۍ کې خلک د ډېرو بېلابېلو افکارو، باورونو او تمایلاتو سره ژوند کوي. خو هغه نظر چې د الله تعالی په وړاندې د اعتبار وړ وي او د بنده لپاره د افتخار سبب شي، باید قرآن، سنت او د صحابه کرامو، تابعینو او رښتینو علماوو له کړنو سره په مطابقت کې وي. له همدې امله، موږ د دې تحقیق برخه د عقیدې تعریف، صحیح عقیدې، او د اهل سنت او جهمیه په مختلف فیه مسایلو ځانګړې کړې ده.
د جهمیه فرقې مراتب:
څېړنې ښيي چې د جهمیه ډله ټول په یوه ډول نه دي، بلکې د دې فرقې مختلف غړي او فرعي برخې په خپل منځ کې هم اختلافات لري. د دوی ځینې ډلې ډېرې متشددې او سخت دریځې دي، ځینې یې معتدلې دي، او ځینې یوازې په ځینو عقیدو او نظریاتو کې شریکې دي. له همدې امله، د هرې ډلې لپاره حکمونه هم توپیر لري. علماوو د لومړۍ ډلې لپاره سخت احکام وضع کړي او د نورو لپاره یې منځني احکام غوره کړي دي.
د جهمیه فرقې درې مراتب:
۱. غالي جهمیه:
دا ډله هغه کسان دي چې د الله سبحانه وتعالی له ټولو صفاتو منکر دي او الله تعالی له هر نوم او صفت څخه بې برخې ګڼي. دوی وايي چې الله نومونه او صفات نه لري. کله ناکله، د دې لپاره چې خپل نظریات ښکلي کړي، وايي چې الله تعالی نومونه لري، خو د هغو نومونو معنا ګواکې صفات نه دي. دا ډول جهمیه په دوی کې تر ټولو بد او خطرناک دي.
۲. معتزله جهمیه:
د جهمیه بله ډله معتزله ده، چې د جهمیه یا هغو له عقایدو څخه یې ځینې نظریات غوره کړي دي. دا ډله د “جهمیه معتزله” په نوم یادیږي او اصول یې همهغه پنځه اصول دي چې د معتزله له لارې منل شوي. که څه هم دا ډله هم له حقې لارې او ګمراهۍ څخه متاثره شوې ده، د دې ډلې اړوند اختلافات باید په همدې موضوع کې اړوندو کتابونو کې ولټول شي.
۳. صفاتیه جهمیه:
د جهمیه درېیمه ډله “صفاتیه جهمیه” بلل کېږي. دوی هغه کسان دي چې د الله تعالی لپاره د نومونو او صفاتو تصدیق کوي، خو بیا یې تأویل کوي. دوی وايي چې د الله صفات منو، لکه “یَدُ اللّٰه فوق أيديهم”، خو دلته له “یَد” څخه هدف ځواک دی. دا ډله د الله صفات ثابتوي، خو د هغو تأویل کوي، چې دا تأویل یې ناسم او باطل دی.
د جهمیه مراتب د ابن تیمیه رحمه الله له نظره:
علامه ابن تیمیه رحمه الله د جهمیه مراتب او له هغو څخه د خلکو اغېز درې برخو ته وېشلی دی:
۱. غالي جهمیه:
هغه ډله چې د الله جل جلاله او د هغه د نومانو منکره ده. که څه هم کله کله د الله تعالی مبارک نومونه یادوي، خو له حقیقي معنا یې منکر وي او مجازي معنا یې مراد وي.
۲. معتزله جهمیه:
دا ډله هغه کسان دي چې د الله ټول نومونه مني، خو له صفاتو یې انکار کوي.
۳. صفاتي ډله یا اهل اثبات:
دا ډله د الله تعالی په نومونو او صفاتو باور لري، خو ځینې خبري او غیر خبري صفات ردوي او تأویل کوي.
په دې برخه کې د اهل سنت او جماعت او د جهمیه ډلې ترمنځ د عقایدو، باورونو او مختلف فیه مسایلو تفصیل بیان شو. په راتلونکي برخه کې به ان شاء الله هڅه وکړو چې د دغو مختلف فیه مسایلو هر یو په تفصیل سره وڅیړو او د هغو سرچینې تشریح کړو.
د جهمیه فرقې مهم نظریات:
۱. په توحید کې د الله تعالی له ټولو نومونو او صفاتو څخه انکار، او د صفاتو مجازي معناوې بیانول.
۲. په جبر او ارجا عقیده لرل.
۳. د قیامت د ورځې ځینې مسائل لکه پل صراط، میزان، د جنت کې د الله تعالی ملاقات، د قبر عذاب او دوزخ او جنت د فنا کیدلو عقیده لرل.
۴. د خدای متکلم‌والی ردول او قرآن مخلوق ګڼل.
۵. باور چې ایمان یوازې معرفت دی او بس.
۶. د خدای تعالی د “علو” په اړوند انکار کول.
۷. عقیده چې الله په خپل ذات هر چا ته نږدې دی او د الله ذات له بندګانو سره دی.
۸. باور چې کفر یوازې جهالت دی او بس.
۹. د فعلونو په حقیقت کې د الله له لورې ګاڼه، که څه هم په ځینو ځایونو کې یې بندګانو ته منسوب کوي.
مخکې له دې چې د جهمیه د عقیدې نور وضاحت وکړو او د هغوی په وړاندې د اهل سنت او جماعت ځوابونه له دلایلو سره ذکر کړو، غوره ده چې د عقیدې تعریف وکړو او پوه شو چې صحیح عقیده څه ده.
ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د امنیت ارزښت (شلمه برخه)
Next Article له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

جهمیه

د جهمیې فرقه (درې ویشتمه برخه)

یکشنبه _19 _جنوري _2025AH 19-1-2025AD
نور یی ولوله
جهمیه

د جهمیې فرقه (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _18 _جنوري _2025AH 18-1-2025AD
نور یی ولوله
جهمیه

د جهمیې فرقه (یو ویشتمه برخه)

چهارشنبه _15 _جنوري _2025AH 15-1-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD13 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.