Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د عبدالله بن زبیر رضي‌الله‌عنه ژوندلیک (لومړۍ برخه)
اصحاب کرام چهارشنبه _13 _نوومبر _2024AH 13-11-2024AD

د عبدالله بن زبیر رضي‌الله‌عنه ژوندلیک (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: زید

د عبدالله بن زبیر رضي‌الله‌عنه ژوندلیک (لومړۍ برخه)

سریزه
صحابه پېژندنه هغه علم دی چې ټول مسلمانان ورته اړتیا لري. هر هغه څوک چې په وروستي پیغمبر او د رب‌العالمین پر رسول صلی الله علیه وسلم د ایمان او عقیدې دعوی کوي، د ایماني وړتیا او ظرفیت لوړولو او په معنوي اړخونو کې د ودې او پرمختګ لپاره دغه مبارک علم ته ډېره اړتیا لري؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ستر صحابه کرام د رسالت د ډیوې پتنګان او د هدایت د اسمان ستوري دي. هغوی د رسالت له رڼو چینو څخه اوبه څښلي او معنوي فیوضاتو او د نیکمرغۍ لوړو څوکو ته رسېدلي دي.
د اسلامي کتابونو او سرچینو له مطالعې څخه دا مفهوم ترلاسه کېږي، چې اصحاب کرام رضي الله عنهم د هدایت د ستورو په څېر دي. كه څوك له دوى څخه د يوه پيروي وكړي، نو هدايت به ومومي او خپل منزل ته به ورسېږي او د اسلام له سپېڅلي دين څخه به ډېر څه ترلاسه كړي.
که موږ د مصطفی صلی الله علیه وسلم د یارانو او د فکر او تاریخ د سترو شخصیتونو ژوند ته یوه کتنه وکړو، نو معلومه به شي چې هر یو یې جلا او ځانګړی ژوند درلود. ځینو یې زاهدانه ژوند تېر کړی؛ لکه سیدنا ابوذر غفاري رضی الله عنه، ځينو یې مجاهد ژوند تېر کړی؛ لکه سیدنا خالد بن ولید رضی الله عنه، ځینو نورو سوداګریز ژوند درلود؛ لکه حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه، ځينو يې علمي ژوند تېر کړی؛ لکه سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه، او ځینې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې وو؛ لکه حضرت سیدنا انس بن مالک رضی الله عنه او نور.
لنډه دا چې د انساني ژوند په هر اړخ کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام غوره بېلګې دي، او موږ کولای شو د ژوند په هره برخه کې پر هغوی باور او اقتداء وکړو؛ ځکه چې دوی ټولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړه پیروي کوله او یوه شېبه یې هم د هغه نافرماني نه کوله، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدمونو پسې یې ګامونه پورته کول او د هیڅ ملامت کوونکي ملامتیا ته یې پام نه کاوه.
په سیرت کتابونو او مقالو کې د دې برخې لپاره غواړو د تاریخ د یوه ستر شخصیت او روڼ فکره کور ته لاړ شو؛ هغه شخصیت چې نوم یې د سیرت په غونډو او حلقاتو کې ډېر یادېږي او ژوند یې د سیرت او تاریخ په کتابونو کې ډېر لیدل کېږي؛ هغه دروند او مشهور شخصیت، حضرت عبدالله بن زبیر قریشي رضی الله عنه دی.
د دې موضوع د غوره کولو لاملونه:
ځینې لوستونکي شاید پوښتنه وکړي چې ولې مو دا شخصیت غوره کړ، په داسې حال کې چې دلته ډېر لوړ پوړي خلک شتون لري چې ژوند یې د لیکلو وړ دی او مشهور هم دي، نو د نوموړي ژوند لیکلو ته اړتیا نشته. د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه یو غوره او مشهور شخصیت و، مګر د هغه ژوند په تفصیل سره نه دی تشریح شوی او یوازې په لنډ ډول د هغه سیرت لیکل شوی. همدارنګه، په ځینو کتابونو کې چې د دې موضوع په اړه څه لیکل شوي، د دې نیکمرغه شخصیت د ژوند ټول اړخونه په کافي ډول نه دي بحث شوي؛ له همدې امله، موږ پرېکړه وکړه چې دا موضوع په بشپړه توګه وڅیړو او له باوري سرچینو څخه ګټه واخلو.
حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه داسې شخصیت دی چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي؛ نو د اسلامي ټولنې لپاره مناسبه ده چې دا نادر او قیمتي ګوهر نړۍ ته معرفي کړي او د ویاړ مډال خپل کړي. عبدالله څوک و؟ هغه د کومې کورنۍ څخه و؟ کله یې نړۍ ته سترګې پرانیستې؟ د هغه د شخصیت د پرمختګ لاملونه او عوامل څه وو؟ کله یې اسلام قبول کړ او کومې لاسته راوړنې یې شاته پرېښودې؟ او په لسګونو نورې پوښتنې…
د ګرانو لوستونکو د اسانتیا لپاره مو د دې موضوع منځپانګه په مختلفو برخو ویشلې ده. اوس به د دې موضوع لومړۍ برخه، چې د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د نوم، نسب، کورنۍ، او قبيلې په اړه ده، د مطالعې او څېړنې لپاره وړاندې کړو.
هیله مند یم چې الله تعالی موږ په دنیا کې د دغو سترو شخصیتونو ریښتیني پیروان وګرځوي او د قیامت په ورځ مو د داسې شخصیتونو سره یوځای کړي.
لنډیز
حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه د قریشو سپه سالار، په مدینه منوره کې د مسلمانانو لومړی زېږېدلی، زړور زمری، د بیت الله عائذ او د کعبې مصلوب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یارانو څخه او د اسلام یو له زړورو مشرانو څخه دی، چې نوم یې په تاریخ کې په زړورتیا، ایمان او سرښندنې سره ثبت شوی. د هغه زیږون د یهودي خرافاتو او توهماتو د بطلان نښه وه او ژوند یې د وخت د ظالمانو او جابرانو پر مخ یوه قوي څپېړه وه.
هغه چا چې خپل ژوند په اخلاص سره قربان کړ او د مظلوم خلیفه حضرت عثمان ذي النورین رضی الله عنه او بیا د ام المؤمنین عایشه صدیقه رضی الله عنها دفاع یې وکړه، قایم اللیل او صائم النهار و. هغه د خپل پلار سره مینه درلوده او د مور اطاعت یې کاوه؛ د خدای کور ته یې پناه یووړه او کعبه یې ترمیم کړه. هغه سړی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې د ظلم پر وړاندې ودرېد، هېڅکله ذلت ته تسلیم نه شو، او لکه د حضرت حسین رضی الله عنه په څېر د حق او حقیقت د دفاع لپاره یې خپله وینه د خدای د کور ترڅنګ قربان کړه.
ادامه لري…
Previous Articleد عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (لومړۍ برخه)
Next Article ډیپلوماسي په اسلام کې (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.