د ټولنیز امنیت د ښه کولو لپاره، په ټولنه کې د ټولنیز ګډون په ارتقاء سره دغه هدف ترلاسه کېدای شي. له هغو ستونزو څخه چې باید په دې لاره کې له منځه یوړل شي، کلتوري، تعلیمي او رواني ستونزو ته اشاره کولای شو.
د ټولنیز امنیت د رامنځته کولو یوه له مهمو لارو څخه د نظم او امنیت په رامنځته کولو کې د ټولنې د غړو ونډه او له دولت سره همکاري ده. کله چې ملت او دولت په ریښتیني توګه یو ځای وي او په ټولو برخو کې له یو بل سره همکاري او مرسته وکړي او همغږي او اتحاد وساتي، نو هغه ټولنه به ډېر ژر یوه مثالي او نمونه ټولنه شي. نه یوازې په امنیتي سکتور کې، بلکې په ټولو اړخونو کې؛ ځکه اتفاق او اتحاد د ټولنې د امنیت او سولې لامل دی او د ټولنې د ودې، پرمختګ، سرلوړۍ او ترقۍ لامل ګرځي. خدای تعالی د یووالي په اړه څومره ښکلی فرمایي:
«وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا».
«او ټول د خدای تعالی رسۍ ټینګه ونیسئ، او مه سره جلا کېږئ.»
دا د حکیم الله سبحانه و تعالی حکم دی او د حکیم خدای تعالی حکم هېڅکله له حکمت څخه خالي نه دی.
نو معلومه شوه چې د ټولنې د هر غړي رول او د فردي او ټولنیز امنیت په رامنځته کولو کې د هغوی ونډه خورا مهمه ده. حکومتونه باید هڅه وکړي چې د خلکو د ګډون له کمښت سره مخ نه شي او خلکو ته مناسب کاري ساحې او ښه مسلکونه برابر کړي. خلک باید په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي. هغه حکومتونه چې امنیت او بقا غواړي باید له ولس څخه په هر اړخیزه توګه کار واخلي او د هغوی د حقونو له ضایع کولو څخه ډډه وکړي. ځکه که ولس تر ظلم او جبر لاندې وي او حکومت د زور او جبر له لارې امنیت ټینګول غواړي، هېڅکله به خپل هدف ته ونه رسېږي او په دې لاره کې به ډېر لګښتونه وکړي، خو بې فائدې.