فرانسه يا په رسمي عنوان د فرانسې جمهوریت، د لوېدیځ اروپا یو هیواد دی چې د بحرونو په ها خوا باندې ډېری سیمې او ساحې لري. فرانسه یو له هغو دریو هیوادونو څخه دی چې پر مدیترانې او اتلانتیک بحر دواړو باندې ساحلونه لري. پلازمېنه یې پاریس ده او رسمي ژبه یې فرانسوي ده.
په فرانسه کې د اسلام راتګ
په فرانسه کې د اسلام د راتګ تاریخ
اسلام له کاتولیک وروسته د فرانسې دويم دین ګڼل کیږي. د عربي نړۍ له یوې برخې سره د هغې تاریخي اړیکو له امله، فرانسه په لوېدیځه اروپا کې ترټولو لویه مسلمانه ټولنه لري.
د اروپا په وچه کې د مسلمانانو د شتون تاریخ خورا لرې کلونو یعني د اسلام لومړنۍ دورو ته رسيږي. له عربانو سره د فرانسې د اړیکو له امله، اسلام په دغه هیواد کې تر کاتولیک وروسته د مهم دین په توګه پېژندل شوی دی. د مسلمانانو شمېر د پروتستانت او یهودیانو په پرتله زیات دی. د مسلمانانو شمېر د دغه هېواد د نفوسو څه باندې ۱۰ ٪ جوړوي، چې په دې توګه له ۴ تر ۵ میلیونو او ځینې یې تر ۸ میلیونو پورې اټکل کړي دي. دا توپیر د دې لپاره دی چې ډېری خلک اسلام نه ښکاره کوي، او جوماتونو ته نه ځي.
د “نیکولا بو” په نوم یو لیکوال د “پاریس، عربي پلازمېنه” په نوم يو کتاب کې لیکي: “د پاریس عربمېشت مرکزونه لکه: د «پاریس»، «هوشي» سړکان، او د «ایل دوفرانس» سیمه، د هغه په ډېرو قهوهخانو کې بډایه او شتمن لبناني یا الجزایري او مغربي کارګران ژوند کوي، نو د “سن” سیند دواړې غاړې، عربي چاپیریال ګڼل کیږي.
د فرانسې حکومت او مسلمانان
د فرانسې حکومت غواړي چې د هغه هیواد مسلمان نفوس په فرانسوي ټولنه کې مدغم کړي. مسلمانان د حکومت په څېر د الجزایر د بنسټپالو په اړه ښه نظر نه لري، خو د دې مخالف دي، چې فرانسه د الجزایر د پوځي رژیم څخه ملاتړ وکړي. خو د فرانسويانو په ذهنونو کې، اسلام له بنسټپالنې سره تړاو لري، او د یوې سروې له مخې، دوه پر دریمه برخه فرانسويان، اسلام له مذهبي توکمپالنې(تعصب) سره مرتبط ګڼي. په هرصورت، د مسلمانانو اکثریت قانون ته درناوی لري.
ټول فرانسويان او د هغه حکومت په دې باور دي چې مسلمانان د نورو مهاجرینو لکه لهستانيان، پرتګالیان یا یهودیانو سره توپیر لري چې له دوی څخه مخکې فرانسې ته راغلي دي. د فرانسې حکومت په پوځ کې مسلمان علما او په محبسونو کې د اسلامي شریعت له مخې د خوراک ترتيب برابر کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ سکتور هم مسلمانو کارکوونکو ته د شرعي احکامو او لمونځونو د پلي کولو اسانتیاوې برابروي. او هر کال دېرش زره مسلمانان د حج د مناسکو لپاره مکې ته ځي.
جوماتونه او د اسلام مرکزونه
په فرانسه کې د مسلمانانو د زیات شمېر له امله مختلف اسلامي ودانۍ، جوماتونه او مرکزونه لیدل کیږي. د فرانسې د قانون له مخې په دغه هېواد کې د ټولو دينونو فعالیت ازاد دی. خو بيا هم مذهبي ډلو ته هېڅ ډول تنخواه یا مرستې نه ورکول کیږي.
په ټوله فرانسه کې شاوخوا اته جامع جوماتونه شتون لري چې له هغه جملو څخه د پاریس لوی جومات، د پولونسو د کوڅې جومات، الدعوه جومات، لیون جومات، ګالیني جومات، د حضرت بلال، ابوبکر او عمر جوماتونه یادولای شو. برسېره پردې، په ټوله فرانسه کې په دوکانونو، کورونو او ورکشاپونو کې شاوخوا سل لمونځخونې شتون لري.
په ټولیزه توګه په فرانسه کې تر ۱۵۰۰ زیات د مسلمانانو د عبادت ځایونه شته دی.