لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (یو پنځوسمه برخه)
په بهر کې د دعوت او تبلیغ چارې
مولانا ندوي د خپل ژور او لوړ باطني او معنوي حالت سربیره، په عربي ژبې، خبرو اترو، مکالمو، تألیف او تصنیف هم پوره ماهر او برلاسی وو. لکه څنګه چې عربانو په دې اړه اعتراف لري. له همدې امله هغه بهرنيو هېوادونو په تېره بيا عربي هېوادونو ته د مبلغينو او داعیانو د کاروان سرلاری ګڼل کېږي.
هغه په خپل عجيبه روحاني قوت او د خپلې فصيحې او بلیغې ژبې سره زړونه تسخیرول او د عربانو په منځ کې یې د دعوت او تبلیغ په برخه کې پراخ فعالیتونه او کړنې ترسره کړې. ادیبان، پوهان او ستر مشایخ به یې له ځانه سره بهر نورو کلیو او ښارونو بیول. شپې به یې په معنوي فضا کې د دعا او تضرع لپاره په جومات کې تېرولې چې مثبتې او ارزښتناکې اغېزې به یې پرېښودلې.
له هغه ځایه چې مولانا ندوي د مولانا محمد الیاس له روحاني مکتب څخه د عقیدې او فکر زده کړه کړې وه، نو خپله معنوي توښه یې نوره هم زیاتوله او تل به په دې فکر کې و چې دین څنګه ټولې نړۍ او له مختلفو طبقو څخه ټولو خلکو ته ورسېږي او دین څنګه دین د ټولو انسانانو په ژوند کې داخل شي او د دې مسلې لپاره یې ډېرې هڅې کولې.
مولانا ندوي لیکي: مولانا رایپوري به د لمانځه په وخت کې د حرم شریف په یو ګوښه ځای کې اوسېده. هملته به یې د غرمې ډوډۍ وخوړه. زه په تبلیغي جماعتونو او د علماوو او مخورو په ملاقاتونو کې دومره بوخت وم، چې ډېری وخت به د غرمې ډوډۍ ته ناوخته رارسیدم، کله به چې خیمې ته ننوتم، و به مې لیدل چې حضرت رایپوري ناست دې او په دستمال کې یې یوه اندازه ډوډۍ تړلې ده او ایښې یې ده، زما په لیدو به یې ویل، علي جان ته خو د خوړلو فکر هم نه کوئ، ګوره، ما ستا لپاره چپاتۍ ساتلي دي؛ ځکه د اوړو ډوډۍ ستا لپاره زیانمنه ده.
علامه ندوي د دیني اهدافو د پر مخ بیولو او په تېره بیا د دعوت او تبلیغ په مهم کار کې ډېره هڅه او زیار اېسته او د پام وړ بریاوې یې ترلاسه کړې. په نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې هم دې موضوع ته ډېر اهميت ورکول کېده او د دې لپاره چې علماء، څېړونکي او ديني مفکران د جوماتونو له روحاني فضا او د دعوت له کاره ګټه پورته کړي، له ځانه سره يې شاوخوا کليو او بانډو ته بیول او د خلکو له بې ساري هرکلي سره، جومات ته يې تر بل هر ځای د شپې تېرولو، استراحت او لمانځه لپاره ترجيح ورکاوه او په دې برخه کې حضرت مولانا ځان يوازې يو ښار پورې محدود نه کړ، بلکې نور ښارونه او کلي به يې هم تر پوښښ لاندې راوستل. لکه څنګه چې په مصر کې، هغه ځان د قاهرې تر ښار پورې محدود نه کړ، بلکې نورو ښارونو ته یې هم سفر وکړ. هغه د دعوت د مهم کار لپاره د «المحلة الکبری» ښار ته هم سفر وکړ.
شیخ یوسف قرضاوي لیکي: په کومه شپه چې مولانا په دې ښار کې و، خلکو د علامه ندوي دا غوښتنه ومنله چې شپه په جومات کې تیره کړي او هغه شپه یې په جومات کې په سجده او قیام تیره کړه.
حضرت مولانا سید ابوالحسن کولی شوای چې د نورو ډېرو علماو او مشرانو په څېر په غوره هوټلونو او کورونو کې اوسېدلی؛ خو د الله سبحانه وتعالی د رضا په خاطر یې ټولې بلنې ردولې او شپې یې د الله په جوماتونو کې تېرولې او ورځې به یې په دعوت، تبلیغ او لارښودنې تېرولې. ځان یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وارث ګڼل او د همدې لپاره یې د عیش او عشرت او تجارت په لټه کې نه و، بلکې هڅه یې کوله چې د انسانیت بیړۍ د ژغورنې ساحل ته ورسوي.
شیخ یوسف قرضاوي لیکي: علامه ندوي په دې عقیده و چې د زړونو پاکول او د نفسونو تزکیه د رباني علماوو او صالحو داعیانو کار دی، هغوی چې خپل لمونځونه او عبادتونه، ژوند او مرګ د خدای لپاره ګرځولي او تل د امت د هدایت لپاره په بې تابۍ کې دي او په اخلاص او دعوت سره یې الله جل جلاله ګمراهان د هدایت، ګناهګاران د توبې او منحرفان سمې او نیغې لارې ته لارښوونه کوي، او د دوی د اخلاص له مخې خبرې او الفاظ د دوی له زړونو څخه راوتلي او د بندګانو په زړونو کې لګېدلي او د برېښنا د تالندې په څېر حالت رامنځته کېږي او د هغو کسانو په څېر نه دي چې د خولې له بېلابېلو خواوو خبرې وباسي، په داسې ډول چې د اورېدونکو غوږونو ته نه رسېږي. په همدې اساس علامه ندوي د دعوت او تبلیغ د جماعت په کړنو او فعالیت باور درلود او د ده په اند د دعوت او تبلیغ اهل هغه دي چې په تبلیغ او وعظ، په سفر کې نرمي او په حضر کې د بېلګې په توګه ځان جوړولو له لارې په خلکو کې بدلون راولي او هغوی د سنت او اسلامی ادابو رعایت ته را بلي.
علامه ندوي د اسلامي امت له درد او غم څخه په ډک زړه سره عربي هیوادونو ته روان و او د هغه ایمان او یقین خاوند و چې خلک له هغه څخه لیرې شوي وو او یا ښایي د هغه په اړه یې حقیقي هدف ورک کړی وي، او ترڅو د مسلمانانو په مړو کې او په ځانګړې توګه د عربي امت مړو ته معنوي ژوند ور وبښي. يو ځل بيا يې د دين په لاره کې له خپلو پخوانيو وياړونو خبر کړل او د خالد بن وليد، سعد بن ابي وقاص، اويس قرني، عقبه بن نافع، طارق بن زياد او صلاح الدين ايوبي یادونه او کارنامې يې ور یادې کړې. علامه ندوي د سوریې هیواد او د دمشق تاریخي ښار په خپلو مهمو اصلاحي پروګرامونو کې شامل کړ. که څه هم دغه ښار د علم او پوهې، په فقه، حدیث او داسې نورو چارو کې په تحقیق او تحلیل کې لوړ مقام درلود، خو د امت د جمهورو په نسبت او د هغوی پر وړاندې د مسؤلیت د احساس په پرتله په ټیټه کچه کې و. علامه ندوي هلته له جوماتونو څخه خپل فعاليتونه پيل کړل او د دين او ايمان په اړه يې ويناوې وکړې، خو د هغه خبرې د دې لپاره نه وې چې د علم په ذخيره کې زياتوالى راولي، بلکې د هغوى د ايمان او یقین د پياوړتيا او د هغوى د روحونو د بيدارولو لپاره و.
مصطفی سعید الخن لیکي: علامه ندوي په جوماتونو کې د اوسېدو او پاتې کیدو لاره ځکه غوره کړه، ترڅو د خدای د رضا او د هغه دربار ته د دعا او تضرع فرصت ومومي. تر څو د هغه خبرې د خلکو لپاره ګټورې وي. په دغو ویناوو کې یوازې د شیخ ندوي ژبه نه وه چې ملغلرې یې شیندلې بلکې د شام پوهنتون په تالار کې د هغه نوراني روح هم ځلېده.
بې شکه چې د زړه او ژبې خبرې په ګډه د ژبې د خبرو په پرتله ډېرې فصیح، څرګندې او اغېزمنې دي. د حضرت مولانا ندوي دعوت یو خاص جذابیت درلود، هغه جذابیت چې د زړه او باطني درد څخه سرچینه اخیسته او زړونه یې ښکار کول. هغه د حق بلنه په خورا ښه شکل او خورا ژوندۍ بڼه وړاندې کړه او تل یې هڅه کوله چې حقایق په خورا متوازن او سم معیار سره څرګند کړي.
مولانا ندوي په دې عقیده وو چې دعوت د ځینو اصولو او شخصي ضوابطو تابع نه دی؛ ځکه چې د دعوت اغېزمنتيا په چاپېريال، د ټولنې په حالت او عامه فضا پورې اړه لري او د دعوت کوونکي لپاره لازمه ده چې هوښيار او له حالاتو، پېښو او وضعیت څخه خبر وي.
ادامه لري…