Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»رياضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (درېيمه برخه)
متفرقه یکشنبه _27 _اکتوبر _2024AH 27-10-2024AD

رياضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (درېيمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "محمدالافغاني"

رياضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (درېيمه برخه)

په ریاضیاتو کې تلپاتې څېرې
په دې برخه کې به د ریاضياتو په علم کې له یو بل مشهور شخصیت سره وپېژنو؛ هغه ساینس پوه چې د طبیعي علومو په پرمختګ کې یې د خپلو تلپاتې کارونو باندې په ځانګړي ډول د ریاضياتو په برخه کې يې ډېره مرسته کړې ده.
ابوریحان البیروني
ابوریحان البیروني هغه نوم دی چې د بيرون په نامه د کوچني کلي څخه اخیستل شوی، هغه ځای چې هغه زیږېدلی دی. هغه خپل ماشومتوب په خوارزم کې تېر کړ او بيا له سلطان محمود غزنوي سره غزني او بيا هند ته ولاړ. البیروني د سلطان محمود د زوی سلطان مسعود د واکمنۍ پر مهال په غزني کې مړ شو.
د نړۍ په علمي حلقو کې، له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې، هغه د “تلپاتې استاد” په نامه پېژني. البيروني له ماشومتوبه په ډېره مينه او لېوالتيا سره د علم مقاماتو ته د رسېدو په لټه کې و، او په دې لاره کې يې ډېر زيار او هڅه څرګنده کړه. هغه هېڅکله د خپلو علمي موخو د حصول لپاره له هغه څخه لاس نه واخيست او د هوساینې او سوکالۍ په شېبو کې يې هم د علم لاره غوره کړه.
د پاچاهانو دربار د البیروني پر مخ تل خلاص وو، خو هغه تل د پاچاهانو د ليدو پر ځای د علم لاره غوره کړې وه. د طبیعي علومو په برخه کې د هغه هڅې د ډېرو لاسته راوړنو لامل شوي.
د هغه مهارتونه
البیروني په یوناني، هندي او عربي ژبو ماهر وو او په خپل علمي کارونو کې یې له دغو استعدادونو څخه ډېره ګټه پورته کړه. په مختلفو ژبو باندې د خپلې ژورې پوهې سره، هغه د زده کړې او تحصیل لپاره لاره هواره کړه.
د البیروني اثار
په تاریخي کتابونو کې د ابوریحان البیروني اثار له ۱۴۶ څخه زیات نقل شوي دي او د هغو د لیکو شمېر تر ۱۳۰۰۰ زیات دی. د هغه ځینې مهم اثار دا دي:
۱. التنجيم: د ریاضیاتو او ستورپوهنې په برخو کې؛
۲. آثار الباقية: چې د تاریخ او جغرافیې سره تړاو لري؛
۳. مسعودي قانون: یوه پوهنغونډه ده چې د ستورپوهنې او تقويم په شمول مختلف موضوعات پکې په تفصیل سره څېړل شوي.
۴. د ماللهند څېړنه: هغه کتاب دی چې د هند د ځمکې حالات، تاریخ، جغرافیه، عادات، دودونه او ټولنیز ټولګي په کې څیړي.
البیروني د سلطان مسعود غزنوي په نامه د “مسعودي قانون” کتاب ونوموي، چې د سلطان لخوا د سپینو زرو سکې څخه ډک درې اوښان د ډالۍ په ځواب کې يې اعلان وکړ چې هغه دا کتاب د علم د خدمت او نشر لپاره لیکلی، نه د شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره.
البیروني د ابوعلي سینا معاصر وو او دواړو یو بل سره اړیکې او نظریات تبادله کول. په هند کې د سلطان محمود د حملې پر مهال البيروني ته د هندي ژبې د زده کړې او د دې خاورې په اړه د څېړنو زمينه برابره شوه، چې پايله يې د ده کتاب ” هند پېژندنه” دی. د هغه د نورو اثارو څخه د “الصیدنة في الطب” کتاب ته هم اشاره کولای شو، چې د نباتاتو د درمل په اړه دی او د ډاکټر عباس زریاب خویي لخوا تدوین او خپور شو. په لاندې کې موږ د البیروني ځینې غوره اثار لیست کوو:
ـ د ماللهند څېړنه: په دې کتاب کې د هندوانو عادات او دودونه او هند ته د البیروني د سفر راپور دی.
ـ د مسعودي قانون: یوولس برخې لري او د ستورپوهنې، تقویم، کروي مثلثات، د ځمکې ابعاد، لمر، سپوږمۍ او سیارات په څېر موضوعاتو پکې موجود دي.
ـ التفهیم لاوایل صناعة التنجیم: د ستورپوهنې په برخه کې په فارسي ژبه یو کتاب دی چې د ډېرو پېړیو راهیسې د ریاضیاتو او ستورپوهنې د تدریس لپاره د درسي کتاب په توګه کارول شوی.
ـ الجماهر في معرفة الجواهر: په دې کتاب کې البيروني بېلابېل معدنيات او جواهر معرفي کړي او د شاوخوا درې سوه ډوله منرالونو په اړه يې د ارسطو او اسحاق الکندي په څېر د ساينس پوهانو نظرونه څېړلي دي. په دې کتاب کې د منرالونو او کانونو د فزیکي ځانګړتیاوو په اړه تفصیلي توضیحات شامل دي.
ـ الصيدنة في الطب: دا کتاب د درملو بوټو، د هغوی د ځانګړتیاوو او د هغوی د چمتو کولو څرنګوالي په اړه لیکل شوی.
ـ آثار الباقية عن القرون الخالیة (د تېرو پیړیو څخه پاتې آثار): په دې کتاب کې ابوریحان د مختلفو قومونو د تاریخونو په اړه بحث او تحقیق کړی دی.
ـ استیعاب الوجوه الممکنة في صنعة الاسطرلاب: دا کتاب د اسطرلاب د جوړولو د مختلفو طریقو په اړه دی.
البیروني په هندي او سنسکريت ژبو ښه پوهه درلوده او له هندي څخه عربي ته یې بېلابېل کتابونه ژباړلي، لکه: “سید هانتا”، “الموالیة الصغیره”، “کلب یاره” او له فارسي څخه یې عربي ته کیسې هم ژباړلې دي؛ لکه: د «شاد بهر» ( حديث قسيم السرور) «عین الحیاة»، د “اورمزدیار او مهیار” کېسه او همدارنګه د “سرخ بت او خنګ بت” کېسه (حديث صنمي الباميان).
ابوریحان بیروني چې په ۴۴۰ کال کې وفات شوی، د هندي علومو او ادبیاتو په برخه کې یې له نورو اسلامي پوهانو په پرتله زیاته مطالعه کړې، د ده لسګونه اثار دي، چې ځینې یې ژباړل شوي، تصحیح شوي او يا نقد شوي دي.
ادامه لري…
Previous Articleد جهميې فرقه «ډله» (اوومه برخه)
Next Article د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

 د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _16 _سپتمبر _2025AH 16-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن تلپاتې معجزه (پنځه دېرشمه برخه)

شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د دروزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

شنبه _13 _سپتمبر _2025AH 13-9-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شېن‌تو دین (دریمه برخه)

سه شنبه _16 _سپتمبر _2025AH 16-9-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن‌تو دین (دریمه برخه) د پیل خبرې: انسان کله چې تېرو اديانو او…

نور یی ولوله
متفرقه

 د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _16 _سپتمبر _2025AH 16-9-2025AD2 Views

لیکوال: غیاث الدین غوري  د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (نهمه او…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنېزم، تحلیل او نقد (اوومه برخه)…

نور یی ولوله
دینونه

شین‌تو دین (دویمه برخه)

دوشنبه _15 _سپتمبر _2025AH 15-9-2025AD10 Views

لیکوال: ابوعائشه شین‌تو دین (دویمه برخه) د شین‌تو د کلمې څېړنه “شین‌تو” کلمه له دوو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شېن‌تو دین (دریمه برخه)

سه شنبه _16 _سپتمبر _2025AH 16-9-2025AD

 د «دروزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (نهمه او وروستۍ برخه)

سه شنبه _16 _سپتمبر _2025AH 16-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.