د اهل سنت او جماعت اصطلاح له دریو کلمو څخه جوړه ده:
1. “اهل” د تابع معنی لري.
2. “سنت” په لغت کې: طريقه، سيره، خوی، رواج او شريعت دی؛ لکه څنګه چې په قرآن کې په همدې معنی راغلی دی: «وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا»؛ ژباړه: «او ته به د الله په طريقه کې بدلون ونه وینې». او «سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ»؛ ژباړه: «دا د بندګانو په اړه د الله تعالی طريقه او معمول دی.»
سنت په اصطلاح کې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اوامر او نواهي دي چې د حدیثونو د راويانو له طريقه څخه د هغه له قول او عمل څخه روایت شوي دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت هغه طریقه ده چې په هغه یې عمل کاوه.
3. “جماعت” په لغت کې د ډلې او مجموعې معنی لري. خو دلته مطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضي الله عنهم ډله او جماعت دی.
د “اهل سنت او جماعت” د کلمې په څېړنه کې موږ ته د دې کلمې روښانه مفهوم معلومېږي، او هغه دا چې: اهل سنت او جماعت د مسلمانانو هغه ډله ده چې له قرآن څخه وروسته یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول، عمل او تقرير د شرعي احکامو د معیار په توګه مني، او د هغه تر څنګ د څلورو خليفه ګانو او نورو اصحابو کرامو رضي الله عنهم اعمال هم د بېلګې او اسناد په توګه کار اخلي.
معاصر هندي عالم علامه سید سلیمان ندوي رحمه الله د اهل سنت او جماعت په تعریف کې داسې وایی: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند طریقې او لارې ته سنت ويل کيږي. جماعت په لغت کې ډلې ته ويل کيږي، خو دلته د جماعت معنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضي الله عنهم دي. سني یا اهل سنت او جماعت هم هغه چا ته ویل کیږي چې عقیده، عمل او مسایل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو رضي الله عنهم په صحیح سنتو ولاړ وي.»
په بل عبارت: هغه کسان چې په خپلو عقایدو، اصولو، عباداتو او اخلاقو کې یې هغه لاره غوره کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو کرامو رضي الله عنهم غوره کړې وه.