لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري دېرشمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
د ډېرو امتیازاتو نه منل؛
وروسته له دې چې حضرت مولانا ندوي رحمه الله ډېره موده په دارالعلوم ندوة العلماء کې تدریس وکړ، د دعوت او تبلیغ او د انسانانو د اصلاح په برخه کې یې د ډېر تمرکز او فعالیت له امله له خپلې دندې استعفا وکړه او په خپلواکه توګه یې د دعوت او تبلیغ په لاره کې ګامونه پورته کړل. د علامه د عالي استعداد، لوړې پوهې او اخلاص له امله، ده ته په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره بېلابېلې بلنې په ډېرو لوړو معاشونو ور ولېږل شوې، خو هغه ونه منلې او تل د دعوت په ستر کار کې هوډمن او ډوب و. د همدې لپاره يې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل او خلک يې د الله سبحانه و تعالی لوري ته وبلل.
د لویو انعامونو د منلو څخه ډډه کول
امام ندوي رحمه الله د ارزښتناکو خدمتونو او غوره لاسته راوړنو له امله، د هر چا د پام وړ و او هرچا یې په خپل سره ستاینه کوله او لوی انعامونه او مډالونه ورکول کېدل، خو هیڅکله یې له دې ټولو انعامونو څخه د شخصي چارو په لاره کې ګټه پورته نکړه، بلکې هغه یې په ټولیزو او سمو لارو کې لګول.
عبدالله عباس ندوي لیکي: «د اردن پاچا عبدالله بن حسین مولانا ته ډېرې پیسي ډالۍ کړې، خو مولانا له منلو څخه یې ډډه وکړه؛ ځینو درباریانو وویل:«د پاچا ډالۍ نه رد کیږي» نو مولانا هغه ټول مبلغ د فلسطین حساب ته انتقال کړ. همدارنګه نوموړي د هغې جایزې نیمایي برخه چې پاچا فیصل ورته په مکه مکرمه کې ورکړې وه، د افغان جهاد حساب ته ولېږدوله او نیمه نوره یې د مکې مکرمې د تحفیظ القرآن صولتیه مدرسې ته ور وسپارله او یو ریال یې هم د ځان لپاره پرېنښود.
همدارنګه په ۱۴۱۹ هـ. د دوبۍ حاکم ممتازو قاریانو ته د انعامونو او ډالیو ورکولو لړۍ پیل کړه او دایې ور زیاته کړه چې د اسلامي نړۍ ستر دیني عالم ته هم جایزه ورکړل شي، د ټولو عربو او غیر عربو علماوو د منظورۍ له مخې دا ډالۍ چې یو میلیون درهمو په اندازه وه، مولانا ندوي رحمه الله ته ځانګړې شوه. مولانا په همدې وخت کې د دیني زده کړو لپاره دا پیسې ځانګړې کړې وې او د ځان لپاره یې یوه برخه هم نه وه اخیستې.
دلته د هغه حدیث یادونه کوو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته وفرمایل:«یا بلال انفق ولا تخف من ذی العرش اقلالا»؛ ژباړه: اې بلاله! خرچه وکړه او مه وېرېږه چې ته به د عرش د څښتن لخوا له کمۍ سره مخ شې. »
علامه ندوي رحمه الله د دې ټولو ورکړو او بخششونو سره سره بیا هم په مصرف کې یې هیڅ ځنډ نه دی کړی. ښايي ځينې خلک فکر وکړي چې علامه ندوي رحمه الله د دغو ډالیو کارولو ته اړتيا نه درلوده او د خپلو اړتياوو څخه اضافه يې نورو ته هم ورکړي دي؛ خو حقیقت دا دی چې ډاکټر عبدالله عباس ندوي د هغه د سخاوت د کسیې له بیانولو وروسته لیکي:«د مولانا دا ټوله استغنا په داسې وخت کې و چې شیخ احمد عبدالغفور عطا په خپله راډیويي وینا کې وویل:«د شیخ ابوالحسن جامې د وزن او مادي قیمت له اړخه او دا ډول استغنا سره اړتیاوو، د الله تعالی ډېر خوښ او د بندګان په نزد هم ډېر ارزښت لري.
په هر حال مولانا ندوي رحمه الله نه یوازې دا چې صادقانه ډالۍ یې نه ردولې، بلکې د زړه له تله یې منلې؛ د بېلګې په توګه، مولانا حکيم محمد ياسين په صولتیه مدرسه کې مېشت و شو او د مدرسې چارې يې ترسره کولې. همدارنګه هغه د مدرسې د کتابتون مشر و. یو ځل یې په یوه کڅوړه کې پنځه ریاله کیښودې او پرې یې لیکلي وو: «دا ډالۍ چې د اخلاص له اوښکو سره مل ده، ومنۍ.» مولانا په ډیره مینه او درناوي ومنله.
ادامه لري…