ښځو به په نبوي جومات کې د جمعې په لمانځه او جماعت کې ګډون کاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغوی هڅولې چې د نارینه وو تر شا په وروستي صف کې ودریږي. د اسلام په پيل کې به ښځو او نارينه و له هرې دروازې څخه چې وغوښتل، جومات ته به ننوتل، نو له همدې امله به جومات ته د ننوتلو پر مهال ګڼه ګوڼه وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لو انکم جعلتم هذا الباب للنساء»؛ ژباړه: (کشکې دا دروازه مو د ښځو لپاره ځانګړې کړې وای.) له دې پېښې وروسته د هغوی لپاره یوه دروازه ځانګړې شوه او له هغې ورځې څخه هغه دروازه د «باب النساء» په نوم مشهوره شوه.
د نبوي دورې ښځې جومات ته چې د حکومت د مهمو پرېکړو ځای و، او د جمعې لمونځ، چې یو له مذهبي او سیاسي شعارونو څخه ګڼل کېده، له ورتګ څخه منع نه وې. ام عطیه رضي الله عنها روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم میندو او بالغو انجونو ته اجازه ورکړه چې د کوچني اختر او لوی اختر په ورځو کې په جماعتونو کې ګډون وکړي. البته حيض لرونکې ښځې بايد جومات ته له ننوتلو څخه ډډه وکړي، بلکې يوازې په ښو غونډو او دعوتونو کې ګډون وکړي. ام عطيه رضي الله عنها وايي: ما وويل: يا رسول الله! که له موږ څخه یو څوک حجاب ونه لري، څه وکړي؟ هغوی وویل:«خور یې باید د خپلې چادرۍ څخه یو څه ورکړي.» د رواياتو له مخې رسول الله صلى الله عليه وسلم به په رخصتيو كې خپلې لوڼې او مېرمنې له ځانه سره وړلې. له ام حبیبه او خوله بنت قیس رضی الله عنها څخه روایت دې چې دوی د جمعې په ورځ د ښځو د کتار په پای کې وې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه او تلاوت به یې اورېدل.
فاطمه بنت قیس رضی الله عنها فرمایي:«کله چې زما عدت پای ته ورسېد، نو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منادي غږ واورېد چې ویل یې: «الصلوة جامعة»؛ (د جماعت لمونځ ته حاضر شئ) زه جومات ته لاړم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر شا مې لمونځ وکړ او د ښځو په لومړي صف کې حاضره شوم.
حضرت عایشه رضي الله عنها فرمایي:«رسول الله صلی الله علیه وسلم به د سهار لمونځ ادا کاوه، بیا به ښځې له مسجد څخه کورته ستنېدې، په داسې حال کې چې په ورېښمینو جامو پوښل شوې وې او د تیارې له امله نه پېژندل کېدلې.»
ښایي ښځه خپل کوچنی ماشوم له ځانه سره جومات ته راوړی وي او د هغې په مخ کې هیڅ خنډ نه و او هېچا یې ممانعت نه کاوه. په صحیح حدیث کی راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«زه د لمانځه لپاره پاڅیږم او غواړم چی اوږده دعا وکړم خو چې د ماشوم ژړا واورم نو لمونځ لنډوم، ځکه چې زه نه غواړم د هغه مور په تکلیف کړم.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ډول احادیثو په شمېرلو سره ډاډ ترلاسه کولی شو چې د ځینو خلکو د تصور او انګېرنې بر خلاف، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې، جوماتونه یوازې د نارینه وو لپاره ځانګړي نه وو، بلکې نارینه او ښځینه دواړه پکې وو. لکه څنګه چې جوماتونه د نارینه وو څخه ډک وو، همدغه شان له ښځو څخه هم ډک وو. څرګنده ده چې په جوماتونو کښې د جماعت د لمانځه د ادا کولو لپاره د مسلمانانو راغونډېدل د مختلفو اجتماعي فعاليتونو د تحريک سرچینه وه. ښایي همدا وجه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«د انسان د جماعت لمونځ د هغه له انفرادي لمانځه ۲۵ درجې غوره دی.»
که څه هم وروسته له دې چې د فتنې د زیاتوالي له امله دیني عالمانو په جوماتونو کې د ښځو د حضور پر ضد فتوا صادره کړه؛ خو بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د هغوی شتون دا په ډاګه کوي چې اسلام ښځې نه دي هېرې کړي او هغوی هم د هغه وخت د ټولنې فعاله برخه ګڼل کېده او په ډېرو مواردو کې یې خپل نظریات وړاندې کول.