Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»ځوانان؛ بې مثاله شتمنۍ (لومړۍ برخه)
متفرقه سه شنبه _24 _سپتمبر _2024AH 24-9-2024AD

ځوانان؛ بې مثاله شتمنۍ (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: صادق "فائز"

ځوانان؛ بې مثاله شتمنۍ (لومړۍ برخه)

 ځواني؛ د ژوند پسرلی
   ځواني د ژوند پسرلي موسم او د عفت، ازادۍ، پرمختګ او د فرد او ټولنې د مادي او معنوي هوساینې او د ښېګڼو او وړتیاوو د راڅرګندېدو فصل دی. ځواني د انسان لپاره تر ټولو غوره نعمت دی چې الله تعالی انسان ته ورکړی دی او د انسان په ژوند کې د نېکمرغۍ له سترو شتمنیو څخه دی. تر ټولو مهمه دا چې د پرمختګ او مادي او معنوي بریالیتوب لوړې څوکې د ځوانۍ په فرصت کې فتح کیږي. په دې توګه، یو ځوان باید د ځوانۍ فرصت وپیژني ترڅو په بریالیتوب سره د ژوند له لوړو او ژورو څخه تېر شي. ځواني د انسان په ژوند کې هغه حساس پړاو دی چې په هغه کې ځواک، پیاوړتیا، جذبه، هوډ او بې باکي خپل اوج ته رسېږي او د دوه مخي تورې په څېر پاتې کېږي، که په سمه توګه جوړه او وکارول شي، ټولنې ته ګټه رسوي او که نه زیان به ورته ورسوي.
 ځوان له هیلو او ارمانونو او له مینې او محبت څخه ډک دې. ملګرتیا او دوستي په دې دوران کې د محبت او پاکې مینې پر بنسټ صورت مومي. د ټولنیز ژوند په درشل کې د ځوانانو سالمه ملګرتیا د دوی شخصیت پیاوړی کوي او د دوی ټولنیز استعدادونه رغوي. دا لیوالتیا که خپل پاکوالی له لاسه ورنکړي، په انسان کې د پرهیزګارۍ لومړنی ریښتینی احساس پیدا کوي او له ځوان څخه یو مېړنی، سرښندونکی او مخلص انسان جوړوي.
 یو ځوان داسې یو پړاو ته ننوځي چې که څه هم د تیرو پړاوونو په پرتله ډیر پوخ او پیاوړی دې، هغه بیا هم د هغه ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او مبارزه کوي چې د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د هغه له برخلیک سره نېغه اړیکه لري. کله چې انسان ځوانۍ ته ورسېږي، په دې پوه شي چې د ژوند پسرلي ته رسېدلی او د ډېرو کارونو د کولو ځواک او قوت لري، نو غواړي چې تر ټولو لوی او غوره کارونه چې په ذهن کې یې لري، ترسره یې کړي او د غرور په لوړه کچه کې وي، خو تر اوسه هم  په ډېرو ​​مسايلو نه پوهيږي او درک کولی یې نشي، له دې امله ښايي د ژوند په لاره کې ګمراه شي او له ډېرو ستونزو او خطرونو سره مخ شي. او له بلي خوا ځوانان په خورا سختو ذهني اضطرابونو او رواني تکليفونو اخته کيږي، چي په يوه غفلت سره د زوال، تباهۍ او ابدي بدبختۍ سره مخ کيږي.
ځواني د ژوند د روښانتیا ، ځلېدا او د ژوند رڼا او د سرلوړس او خوښۍ وخت دې. د ځواک او پیاوړتیا او د خوشالۍ او هیلو دوره ده؛ د کار، هڅو، لیوالتیا، مینې، ژمنتیا او مسؤلیت وخت دې. ځوان هغه مسؤول کس دی چې په خپل صداقت او پاکوالي سره تل د ډګرونو بریالی وي.
 د انسان معنوي ځواک د ځوانۍ په وخت کې په کلکه څرګندیږي. همدا رنګه د انسان د بدن د ودې سره هم مهاله، عواطف او ګرم احساسات د ځوانانو په وجود کې را ژوندي کیږي او هغوی نه ستړي کېدونکو فعالیتونو ته هڅوي. د جسمي او ذهني قوتونو په غوړېدلو سره ځوانانو ته د پرمختګ او تکامل غوره عوامل په لاس ورځي او که له هغو څخه په سمه توګه ګټه واخلي، نېکمرغه او بریالي به شي.
 ځواني پسرلی دی چې کله تېر شي، قدر او ارزښت یې پېژندل کیږي، خو د ځمکې له پسرلي سره یې لوی توپیر دا دې، چې یو ځل راځي او یوازې ارمانونه او حسرت ترشا پرېږدي، شاعران د خپلې ځوانۍ په یادولو افسوس کوي چې په قدر یې نه دي پوه شوي او ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې د دې بېرته نه را ګرځېدونکې دورې په قدر پوه شي او ډېره ګټه ترې پورته کړي؛ خیام څومره ښکلي وېلې دي:
 افسوس که نامه جوانی طی شد
و آن تازه بهار زندګانی طی شد
آن مرغ طرب که نام او بود شباب
افسوس ندانم که کی آمد کی شد.
 لنډه دا چې دځوانۍ ځواک په خپلو کړو او نه کولو سره کولی شي ټولنه او د نړۍ سیاست ته بدلون ورکړي او د یوه هېواد اقتصادي، ټولنیز او کلتوري څېره په بشپړه توګه بدله کړي. تاریخ د دې ادعا تر ټولو لوی ثبوت دې.

 

 ادامه لري…
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (پنځلسمه برخه)
Next Article معتزله (دوه پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.