لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (پنځلسمه برخه)
د پیغمبرۍ دورې په بېلابېلو برخو کې د ښځو شتون
د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکومت د تاریخ په اوږدو کې د ټولو اسلامي حکومتونو لپاره بېلګه ده. ښځې د ټولنې د یوې سترې برخې په توګه د نظام په پیاوړتیا او کمزوري کولو کې مهم رول لوبوي. البته، د دوی فعالیتونه باید د هغه حکومت یا نظام د شرایطو او قوانینو سره سم وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وتوانېدې چې د نارینه وو سره اوږه په اوږه په اسلامي ټولنه کې فعالیت وکړي او رول و لوبوي. د لیکنې په دې برخه کې غواړو په مختلفو برخو کې د ښځو د حضور او د پیغمبرۍ د دورې په اړه بحث وکړو.
د ښځو سیاسي ګډون
دیني سرچینې (قرآن او سنت) د ښځو د سیاسي مشارکت له اصولو سره مخالفت نه کوي.
الف- بیعت د جاهلیت د زمانې یو له مهمو دودونو څخه دې چې اسلامي دورې ته یې لار وموندله او د اسلام له نظره ومنل شو. په اسلام کې بیعت د انتخاب د حق څرګندونه ده چې د هغې په واسطه ښځې خپله خپلواکي او ټولنیز مسؤلیت اعلانوي. د ښځو بیعت ته د ښځو د سیاسي مشارکت د یوې برخې په توګه کتلی شو، چې د بیعت کوونکو لپاره د شرایطو او الزاماتو سره مل و. د ښځو بیعت ته د قرآن کریم یو آیت تخصیص د هغې اهمیت څرګندوي. الله جل جلاله فرمايي:«یا ایها النبی اذا جاءک المؤمنات یبایعنک علی ان لا یشرکن باالله شیئا و لا یسرقن و لا یزنین و لا یقتلن اولادهن و لا یأتین ببهتان یفترینه بین ایدیهن و ارجلهن و لا یعصینک فی معروف فبایعهن واستغفر لهن الله ان الله غفور رحیم»؛ ژباړه: ای پیغمبره، کله چې تاسو ته مؤمنې ښځې راشي چې له تا سره په دې بیعت وکړي چې له الله سره هیڅ شی نه شریکوي، غلا نه کوي، زنا نه کوي، خپل اولادونه نه وژني، او هغه بهتان چې د هغه په وسیله (په درواغو) اولاد، خپلو مېړونو ته منسوب کړي او په نېکو کارونو کې دې سرغړونه او نافرماني ونه کړي، له دوی سره بیعت وکړه او له خدایه دې د دوی لپاره بښنه وغواړه؛ بې له شکه چې خدای بښونکی او مهربان دې.
. په دې آيت سره د رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم په زمانه كې د ښځو بيعت په څرګند ډول ثابت دى. تاریخ پوهانو او مفسرینو د ډیرو ښځو یادونه کړې ده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې بیعت کړی دې. سيرت پوهان د ام عماره بنت کعب او ام منیع بنت عمرو رضي الله عنهما په نوم د دوو خزرجي ښځو بيعت د عقبه په دويم تړون (د نبوت په ١٣م کال) کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د یثربي ښځو د لومړي بيعت په توګه ګڼي.
د ابو طالب له لور ام هاني رضي الله عنها څخه روایت دې چې وايي:«د مکې د فتحې په کال کې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او سلام مې ورته وکړ. دوی وفرمایل:«ای ام هاني، ښه راغلاست.» ما وویل: ای د خدای رسوله، زما ورور علي غواړي له فلاني (د هبیره زوی) سره جګړه وکړي کوم چې ما ورته پناه ورکړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې ام هاني، چا ته چې تا پناه ورکړه، موږ هم هغه ته پناه ورکوو.»