لیکوال: "ابوعایشه"
معتزله (څلور دېرشمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډولونه د محتسب له لحاظه
قاضي عبدالجبار امر بالمعروف او نهی عن المنکر په دې اعتبار چې دغه مسئولیت په غاړه لري (یعني هغه کسان چې آمر یا ناهي وي)، په دوو برخو یې وېشي:
-
هغه کارونه چې یواځې د امامانو او حاکمانو لخوا ترسره کیږي، لکه: د حدودو جاري کول، د سرحداتو ساتل (په هغه ځای کې چې د دښمن د تېري بېره وي) د سرحداتو تړل، لښکر ته حرکت ورکول او هغه مسائل چې دغه ته ورته وي.
-
هغه کارونه چې هم امامان و هم عام خلک کولی شي چې هغه ترسره کړي، لکه: د شراب څښلو، زنا، غلا او نورو څخه نهی کول او نور، که چیري داسې امام شتون ولري چې اطاعت یې په ټولو فرض وي، نو امام ته رجوع کول اولی او افضل دی.