په اروپایي ټولنه کی یو بل عام اقتصادی مذهب «فزیوکراسي» و. دا مذهب د طبیعت پالنې او د خدای او معبود په توګه په طبیعت د عقیدې او باور پر بنسټ تنظیم او جوړ شوی و؛ ځکه چې کله اروپایی ټولنې د ژوند ټول ډګرونه د طبیعت تر اغیز لاندې ګڼل او هغه یې د اصلي موثر په توګه ګڼل، اقتصادي او مادي ډګر هم د طبیعت لپاره مهم ډګر و.
“جورج سول” په دې اړه لیکي: “هغو خلکو چې پر الله جل جلاله ایمان پرېښی و، د دې مسئلې د بدیل په لټه کې وو او هغه یې په طبیعت کې وموندل. خو هغه کسان چې بيا هم په دين پورې تړلي وو، که څه هم يوازې په ژبه يې دا ډول ادعا کوله او په حقيقت کې يې دومره ايمان او باور نه درلود، د دوی عقيده دا وه چې الله سبحانه و تعالی خپله اراده د طبیعت او د هغه د قوانینو له لارې تعبيروي، نه له مستقيمو لارو. له همدې امله، طبیعت یوازې یو موجود څیز نه و، بلکې هغه څه و چې اطاعت یې اړین و او مخالفت یې د انسان د تقوا او اخلاقو د نشتوالي ثبوت و.
کلاسیک د سرمایه دارۍ نظام او مذهب
په لوېديځ کې بله ډېره عامه اقتصادي نظريه د سرمايه دارۍ تيوري ده. دا تيوري هم د طبيعي اقتصادي تيوري يوه تازه او پرمختللې نسخه ده او په حقيقت کې د ټولنې بې وزله طبقې ته د زياتې اعتدال او ژورې پاملرنې په خاطر مخې ته راغله، تر څو شتمنو ته د امتيازونو د ورکولو تر څنګ، دغه پلانونه او پروګرامونه د ټولنې د بېوزلو او معلولینو په برخه هم شي. خو د دې تیوري حقیقت د دې ادعا برعکس وو، او د دې تیوري مشرانو په ښکاره توګه د خلکو او ملکیتونو د استثمار او هر اړخیزې استفادې غوښتنه کړې وه او د بېوزلو خلکو د مالونو د غصب او تسلط لپاره یې له ټولو غیر انساني لارو کار اخیستی و.
د دې تیوري تر ټولو مشهور بنسټ ایښودونکی “اډم سمیټ (1790) و، او د “ملتونو شتمني” کتاب د هغه یو له مهمو آثارو څخه دې.
د مالټز (۱۸۳۴م) او یهودي ریکارډو په څېر کساند دې تیورۍ ترټولو لوی تائید کوونکي او پراخوونکي وو.
دا تیوري د فردي مالکیت او فردي عمل پر آزادۍ ټینګار او اعتراف کوي او دا خپله یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي، دغه تیوري د دوو لویو او بنسټیزو ستونزو لامل شو:
۱- د نړیوال اقتصاد تاسیس چې د سود او احتکار پر بنسټ جوړ شوی و او د هغې اصلي مسله وه.
۲- د هغو قومونو او ملتونو پراخ فقر او لوږه چې دا مذهب پرې تطبیق شوی دې او له هغوی او د هغوی له انفرادي استعدادونو او وړتیاوو ناوړه ګټه پورته کول.