په دعوت کې د بریالیتوب یو لامل، د خلکو او د هغو د نومونو سره پېژندل او د هغو سره مینه کول دي. د نوم په یادول د دواړو خواوو د مينې سبب ګرځي، ځکه چې هر انسان دا خوښوي چې په خپل نوم ورته غږ شي، په ځانګړې توګه په هغه نوم چې هغه يې خوښوي او پېژندګلوي ډيرې پردې لرې کوي؛ تر هغه مهاله چې د دعوت کوونکو او خلکو تر منځ واټن او پردی والی موجود وي، دعوت به اغېزه ونه کړي. پېژندنه پردي سره نږدې کوي. د پېژندنې او میني دروازې خلاصول د دعوت ترټولو مهم اصول دي.
حضرت مولانا محمد عمر پالنپوري رحمه الله وایي: «اُنس نیول د دعوت له اصولو څخه دی او د پېژندنې له لارې له مخاطب سره اړیکه نیول کیږي. او بیا د دعوت لپاره لاره هواریږي.» روایت دی چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د بلنې لپاره بهر وتل، نو حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه به لومړی د نسب له لاري د پیژندګلوۍ دروازه پرانستله، بیا به یې له هغه سره اُنس نیوی. او په پای کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د اسلام بلنه ورکوله.
د دعوت بل اصل دا دی چې داعي باید له خلکو سره مینه وکړي او خلکو ته په عملي توګه خپل رحم او شفقت ثابت کړي. څومره چې د دعوت کوونکي په زړه کې د خلکو مینه زیاته شي هغومره به په دعوت کې کامیاب وي. د داعي نظر باید مینه ناکه وي او مینه باید د هغه له خبرو څخه معلومه وي. روایت دی چې: «من نظر إلی أخیه نظرة ودٍّ غفر الله له»؛ ژباړه: «څوک چې خپل ورور په مینې سره وګوري، الله به هغه ته بښنه وکړي.» دعوت کوونکی باید هغه وسیله غوره کړي چې مینه زیاتوي.
په یو روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت عمر رضي الله عنه ته وفرمایل: «ثلاث لک ود أخیک؛ سلّم علیه إذا لقیته و توسّع له فی المجلس وتدعوه بأحبّ الأسماء إلیه»؛ ژباړه: « د مسلمان ورور سره دې درې شیان د دوستۍ لامل کیږي: ۱. مخکې ورته سلام وکړه؛ 2. هغه ته د هغه په محبوب نوم سره غږ وکړه؛ 3. هغه ته په غونډو او ناستو کې ځای ورکړه.»
علامه اقبال رحمه الله وایي:
یقین محکم، عمل پیهم، محبت فاتح عالم جهاد زندگانی مین یهین مردون که شمشیری
یعني: مینه نړۍ فتح کوي. او پورتني مطالب د دعوت په ډګر کې ځانګړی اهمیت لري او د دعوت له اصولو څخه دي.
د دعوت په ډګر کې تېرنه او مېړانه
تېرنه(عفو) او مېړانه هم د دعوت له بنسټونو څخه ګڼل کیږي. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى: «ألا أدلک علی أکرم الدنیا والآخرة، أن تصل من قطعک وتعطی من حرمک وأن تعفو عن من ظلمک»؛ ژباړه: «ایا تا ته د دنیا او آخرت تر ټولو غوره اخلاقو ته لارښوونه ونه کړم؟ څوک چې ستا سره اړیکې پرې کړي، اړیکه ورسره ټینګه کړه، او چا چې محروم کړلې، هغه له خپل عطا څخه مه محروموه، او څوک چې پر تا ظلم کوي، هغه ته بښنه وکړه.»
دغه اصول، دعوت کوونکي ته تواضع وربخښي او هغه د خوښۍ څکي ته رسوي او د دعوت په لاره کې یې بریالی کوي. په ډېر وختونو کې د دعوت کوونکي موسکا د دعوت او تبلیغ دروازه پرانیزي او اورېدونکی جذب کوي، او بالعکس، بد اخلاقي نفرت او کرکه راپاروي.
مسلمانان، اطاعت ته بلل، اسلام ته د کفارو له بللو څخه ډېر مهم دی
الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن ام مکتوم رضي الله عنه څخه د شا اړولو او د کفارو اشرافو ته د پام کولو په خاطر ملامت کړل: «عَبَسَ وَتَوَلَّى (۱) أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى (۲) وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى(۳)»؛ ژباړه: «تندی یې تریو کړ او مخ یې واړوه. د دې لپاره چې هغه ړوند(عبدالله) ورته راغی(او د رسول الله صلی الله علیه و سلم او د قریشو د مشرانو تر منځ یې خبري پرې کړې). [ای پیغمبره] ته څه خبر یې کېدای شي چې هغه (ړوند) پاک شي.»
په دې سورت کې د دعوت یو مهم اصل بیان شوی دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو وخت کې له دوو کارونو سره مخ شو: ۱. مسلمان ته ښوونه، تسلي او بلنه ورکول؛ 2. غیرمسلمانانو ته پام کول او اسلام ته د هغو بلنه.
د دې آيتونو په نازلولو سره خداى پاک په څرګند ډول فرمايي چې د مسلمان بلنه او اطاعت، د کافر د دعوت په پرتله مخکې دی. نو د مسلمانانو کار باید د کفارو د تبلیغ په خاطر ونه ځنډول شي. له همدې امله د مسلمانانو روزنه او اصلاح کول ډېر مهم دي.
بل ټکی چې له دې پېښې څخه معلومېدای شي دا دی چې د دعوت مخاطبین ځانګرې طبقه نه ده، بلکي داعي بايد د ټولني ټولو ډلو ته پاملرنه وکړي او دعوت په يوه خاصه طبقه لکه لوستې طبقه او پیسه داره پوري محدود نه کړي. او همدارنګه مسلمانانو ته د ایمان بلنه، یعني: «یا أیها الذین آمنوا آمِنوا» د کفارو تر بلنې په پرتله خورا مهمه ده.
پر دې بنسټ د مسلمانانو پوهول، زده کړه او اصلاح ډېره مهمه ده. که مسلمانان واقعاً د دعوت له لارې د اسلام دائرې ته داخل شي او د کامل اسلام عمل وکړي، نو کفار او مشرکان به د مسلمانانو د عملي ژوند په ليدلو سره پخپله اسلام ته مخه کړي.