Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»علماء او واکمنان (پنځمه برخه)
متفرقه پنجشنبه _1 _اگست _2024AH 1-8-2024AD

علماء او واکمنان (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: اسماعیل ساراني


علماء او واکمنان (پنځمه برخه)

یو له خطرناکو غربي مفکورو څخه چې استعمار د تبلیغاتي جګړې له لارې اسلامي هیوادونو ته راوړی، د (ديني رجالو) کلمه ده. یو له ډېرو بدو درواغو څخه چې د ذلیل دښمن له خوا خپریږي دا دی چې وايي: د مسلمانانو خلیفه د پاپ په شان دی چې مطلق قداست لري او په هر کار او قضیه کې د فرمان او حکم خاوند دی، او د ټولو قضیو حل د هغه په ​​پریکړه پورې اړه لري.
د ديني رجالو (ديني مشران) کلمه ډېر خطرناک مفهوم لري چې د فاسد مانا لري، استعمار په دې وتوانېد چې خپل کلتور د لعنت شوو خلکو له لارې اسلامي ټولنې ته ننوځي. تر څو موږ دا کلمه په هر ځای کې واورو او دا کار داسې ځای ته رسېدلی چې نن ورځ ځينې علماء بې له دې چې معنی او حقیقت ته یې پام وکړي، تبادله کوي.
اوس راځئ چې د رجال (مشران) د کلمې اصل ته یو نظر وکړو. د (ديني رجالو) کلمه یوه بهرنۍ اصطلاح ده چې لویدیځوال یې د پادریانو، راهبانو او بشپانو لپاره کاروي، او دا په اروپا کې د فکري انقلاب (رینسانس) له وخت څخه پیل شوی چې د کلیسا او د دوی د رجالو له کنټرول څخه د اصلاحاتو او ازادۍ غوښتونکي دي.
په هغه وخت کې کلیسا د هر ډول اصلاح غوښتونکي دعوت په وړاندې مقاومت کاوه او هر هغه څوک چې دا ډول بلنه ترسره کوي د عیسویت په پریښودو تورن کېده، له همدې امله، دا لویدیځ مفهوم مشهور شو.
کلیسا او د هغه رجال (مشران) څو پېړۍ د اروپا پر خلکو واکمني وکړه، تر دې چې د فساد او وروسته پاتې والي لامل شو او خلک له فکري بحرانونو او فکري اضطرابونو سره مخ شول، چې بالاخره ماديت ته مخه کړه.
د کلیسا رجالو باور درلود چې انسان سپېڅلې روح لري او تل د جسم سره جنګیږي، او د روح او بدن ترمنځ یووالی د دوی ترمنځ د جګړې له امله هیڅکله ممکن نه و. ځکه چې بدن له روح څخه جلا دی، له همدې ځایه تضاد رامنځته شوی.
او ځکه چې له دې دوو څخه یوه ته ترجیح ورکول د بل د وزن کمولو لامل ګرځي، د کلیسا رجال د حکومت د نیولو په لټه کې وو؛ ځکه چې په دې وسيله دوی په ​​روح او بدن واکمني کوي او د دې وړتیا ترلاسه کول چې د دواړو ترمینځ انډول رامینځته کړي او دوی باور درلود چې خلک به د دې فکر په رڼا کې خوښي ترلاسه کړي او په هوساينې او آرامۍ سره ژوند وکړي.
خو د کلیسا رجالو ونه شوای کولای حکومت وساتي، ځکه «د فکر او پوهي رجال» حکومت د دوی له لاسونو وایست، او یوازې عبادتي مسایل او ځانګړي دیني پروګرامونه پاتي شوه، چې څنګه یې زړه وغواړي پلي کړي.
په پای کې د کلیسا م رجالو دا خبره ومنله، او د “ديني رجالو ” په توګه ودرېدل او په دې مشهوره وینا سره یې ځانوته ډاډ ورکړ، چې “د قیصر کار قیصر ته او د خدای کار خدای ته پریږده.”
په لنډه توګه، د کلیسا رجالو او سیاستوالو هر یو په جلا توګه خپلواکي ترلاسه کړه، او په پایله کې، دا خپلواکي د دین او دنيا د جلا کېدو، او د دین او دولت، سیاست، ټولنیزو چارو او د دولت پورې اړوند چارو د جلا کېدو لامل شو.
د دې جلا کېدو په پایله کې، دين یو سخت مفهوم شو چې یوازې د کلیسا دننه عبادي چارې پکې شاملې وې. په اروپایی ټولنه کې د رجال کلمه معنا او مفهوم لری چی دا خلک په دولت، سیاست او دولتی چارو کی هیڅ حق نه لری حتی د دولت د مشری حق.
همدارنګه د ديني رجالو لپاره د شکل او رنګ له مخې د هغوی د رتبې له مخې ځانګړی لباس ټاکل شوی او د هر یوه لپاره ځانګړي نومونه او لقبونه ټاکل شوي دي. د مثال په توګه: ډیکن، پادری، راهب، بشپ، کارډینل، او په پای کې پاپ.
د رینسانس له انقلاب وروسته په مسلمانانو کې د دغه فکر د خپریدو لپاره پرله پسې هڅې وشوې او همدارنګه يې هڅه کوله چې مسلمانان له دين څخه د واټن له امله ګمراه کړي. په هرصورت، په اسلام کې، د ديني رجالو یا دنيوي رجالو په توګه هیڅ شی نشته؛ ځکه د اسلام د دين په وړاندې ټول مسلمانان برابر دي.
په اسلام کې د کلیسا د روحانیت او یا له اسلام څخه جلا ځواک په توګه هیڅ دیني سلطه نشته، مګر واک يو دی چې د اسلام په اساس ولاړ دی. ځکه اسلام هغه دین دی چې حکومت او سیاست یې یوه برخه ده او سیاست د شریعت له احکامو څخه دی.
ځکه په اسلام کې عقیده او نظام شامل دي خو دا چې اسلام  عقیده ده؛ ځکه چې د هغه مبنا او بنسټ يې ايمان په خدای، ملائکو، آسماني کتابونو، پیغمبرانو، د قیامت په ورځ او قضا او قدر باندې ولاړ دی.
دا یو نظام دی؛ ځکه له همدې عقيدې څخه د حکومت، سياست، اقتصاد، مجازاتو، شواهدو، معاملې او داسې نورو اړوند چاري سرچینه اخلي؛ دې قوانينو ته شرعي احکام ویل کیږي چې مجتهدين د خدای له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو او د کتاب او سنتو له مفصلو دلایلو څخه استخراج او استنباط کوي. اسلام هغه کسان چې په خپل فهم او درک کې تخصص لري د عالمانو، فقهاوو او مجتهدانو په نوم نومولي دي.
اسلام د علماوو لپاره کوم لباس نه دی ټاکلی، څوک چې په اسلام پوه وي هغه عالم دی، هغه کولای شي چې هر ډول جامې واغوندي. خو هغه څه چې موږ د علماوو پر سر د پګړۍ په توګه ګورو هغه د اسلام په سپېڅلي دوره کې د ټولو مسلمانانو لباس وو. نو علماء د ځانګړو جامو په واسطه نه پیژندل کیږي، بلکه د دوی پوهه او علم او عمل د دوی د امتیازاتو لامل دی.
د دې خبرې ثبوت دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د علماوو مشر او د هغوی امام دی، له خپلو اصحابو سره په یوه مجلس کې ناست و، چې یو عرابي  راغی او پوښتنه یې وکړه: ستاسو څخه کوم یو د عبدالمطلب زوی دی؟ صحابه کرامو وویل: هغه سپین کالی سړی چې تکیه يې کړې… د دې په څير ډېر روايات راغلي دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو په جامو کې کوم توپیر نه وو او خاصې جامې یې نه اغوستلې.
خو نه يوازې پګړۍ د مسلمانانو لپاره پاتې نه شوه؛ بلکه د دوی نورې جامې هم بدلې شوې. دوی په جامو کې د نورو تقلید وکړ؛ خو علماء په خپل لباس پاتې شول، که څه هم د پګړۍ بڼه بدله شوې ده، خو حقیقت دا دی چې علماوو د ځان لپاره کوم ځانګړی لباس نه دی غوره کړی، بلکي د مسلمانانو د لباس بدلون د علماوو د لباس د امتياز لامل شو.
زموږ بحث په دې نه دی چې کوم جامې اغوستل روا دي او کوم حرام دي، بلکې موخه دا ده چې ووایو چې علماوو خپل اوسنې جامې نه دي اختراع کړي. بلکي د لومړیو مسلمانانو د جامو دغه طرز وو یا دې ته ورته وو.
په هرصورت، په اسلام کې د شرعي او مدني محکمو ترمنځ هیڅ توپیر نشته او تر هغه چې دا محکمې د دین او دولت د جلا کولو پر بنسټ وي، پايښت ونه لري. نو په اسلام کې محاکم يو دي، چې هغه هم د اسلام پر بنسټ حکم کوي.
همدارنګه په اسلام کې د علماوو، فقهاوو او مجتهدینو په نومونو خلک شته. مګر د نن ورځې مفهوم سره ديني رجال په نوم څوک شتون نه لري؛ ځکه چې د ټولو علماوو دنده دا ده چې د اسلام دعوت خلکو ته ورسوي او په هره ستونزه او پېښه کې د الهي احکام بيان وکړي.
د علماوو له واجبات څخه دا هم ده چې له حاکمانو او مسئولينو سره محاسبه وکړي، هغوی ته نصيحت وکړي، په نيکۍ امر وکړي او له بديو منع کړي چې دا سياسي کردار دی،. ځکه چې سیاست د “خلکو پالنه” معنی لري.
د علماوو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د دولت مشري يې پر غاړه اخيستې ده او دا يوه عادي خبره ده او د اسلام له فطرت سره سمون خوري. ځکه چې حکومت د اسلام پر بنسټ حکم کوي او د هغه په اساس د خلکو د حالت رعايت کوي؛ بلکې د اسلامي دولت د مشر لپاره د عالم او مجتهد یو له غوره شرطونو څخه دی.

 

ادامه لري…
Previous Articleامام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (نهمه برخه)
Next Article سیکولاریزم «د ډاروین د تکامل نظریه او د هغې اغیزې» (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه څلورمه برخه 1. د ګورو نانک تبلیغاتي…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپږمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  دووېشتمه برخه ابونصر…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (څلورمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.