لیکوال: اسماعیل ساراني
علماء او واکمنان (پنځمه برخه)
یو له خطرناکو غربي مفکورو څخه چې استعمار د تبلیغاتي جګړې له لارې اسلامي هیوادونو ته راوړی، د (ديني رجالو) کلمه ده. یو له ډېرو بدو درواغو څخه چې د ذلیل دښمن له خوا خپریږي دا دی چې وايي: د مسلمانانو خلیفه د پاپ په شان دی چې مطلق قداست لري او په هر کار او قضیه کې د فرمان او حکم خاوند دی، او د ټولو قضیو حل د هغه په پریکړه پورې اړه لري.
د ديني رجالو (ديني مشران) کلمه ډېر خطرناک مفهوم لري چې د فاسد مانا لري، استعمار په دې وتوانېد چې خپل کلتور د لعنت شوو خلکو له لارې اسلامي ټولنې ته ننوځي. تر څو موږ دا کلمه په هر ځای کې واورو او دا کار داسې ځای ته رسېدلی چې نن ورځ ځينې علماء بې له دې چې معنی او حقیقت ته یې پام وکړي، تبادله کوي.
اوس راځئ چې د رجال (مشران) د کلمې اصل ته یو نظر وکړو. د (ديني رجالو) کلمه یوه بهرنۍ اصطلاح ده چې لویدیځوال یې د پادریانو، راهبانو او بشپانو لپاره کاروي، او دا په اروپا کې د فکري انقلاب (رینسانس) له وخت څخه پیل شوی چې د کلیسا او د دوی د رجالو له کنټرول څخه د اصلاحاتو او ازادۍ غوښتونکي دي.
په هغه وخت کې کلیسا د هر ډول اصلاح غوښتونکي دعوت په وړاندې مقاومت کاوه او هر هغه څوک چې دا ډول بلنه ترسره کوي د عیسویت په پریښودو تورن کېده، له همدې امله، دا لویدیځ مفهوم مشهور شو.
کلیسا او د هغه رجال (مشران) څو پېړۍ د اروپا پر خلکو واکمني وکړه، تر دې چې د فساد او وروسته پاتې والي لامل شو او خلک له فکري بحرانونو او فکري اضطرابونو سره مخ شول، چې بالاخره ماديت ته مخه کړه.
د کلیسا رجالو باور درلود چې انسان سپېڅلې روح لري او تل د جسم سره جنګیږي، او د روح او بدن ترمنځ یووالی د دوی ترمنځ د جګړې له امله هیڅکله ممکن نه و. ځکه چې بدن له روح څخه جلا دی، له همدې ځایه تضاد رامنځته شوی.
او ځکه چې له دې دوو څخه یوه ته ترجیح ورکول د بل د وزن کمولو لامل ګرځي، د کلیسا رجال د حکومت د نیولو په لټه کې وو؛ ځکه چې په دې وسيله دوی په روح او بدن واکمني کوي او د دې وړتیا ترلاسه کول چې د دواړو ترمینځ انډول رامینځته کړي او دوی باور درلود چې خلک به د دې فکر په رڼا کې خوښي ترلاسه کړي او په هوساينې او آرامۍ سره ژوند وکړي.
خو د کلیسا رجالو ونه شوای کولای حکومت وساتي، ځکه «د فکر او پوهي رجال» حکومت د دوی له لاسونو وایست، او یوازې عبادتي مسایل او ځانګړي دیني پروګرامونه پاتي شوه، چې څنګه یې زړه وغواړي پلي کړي.
په پای کې د کلیسا م رجالو دا خبره ومنله، او د “ديني رجالو ” په توګه ودرېدل او په دې مشهوره وینا سره یې ځانوته ډاډ ورکړ، چې “د قیصر کار قیصر ته او د خدای کار خدای ته پریږده.”
په لنډه توګه، د کلیسا رجالو او سیاستوالو هر یو په جلا توګه خپلواکي ترلاسه کړه، او په پایله کې، دا خپلواکي د دین او دنيا د جلا کېدو، او د دین او دولت، سیاست، ټولنیزو چارو او د دولت پورې اړوند چارو د جلا کېدو لامل شو.
د دې جلا کېدو په پایله کې، دين یو سخت مفهوم شو چې یوازې د کلیسا دننه عبادي چارې پکې شاملې وې. په اروپایی ټولنه کې د رجال کلمه معنا او مفهوم لری چی دا خلک په دولت، سیاست او دولتی چارو کی هیڅ حق نه لری حتی د دولت د مشری حق.
همدارنګه د ديني رجالو لپاره د شکل او رنګ له مخې د هغوی د رتبې له مخې ځانګړی لباس ټاکل شوی او د هر یوه لپاره ځانګړي نومونه او لقبونه ټاکل شوي دي. د مثال په توګه: ډیکن، پادری، راهب، بشپ، کارډینل، او په پای کې پاپ.
د رینسانس له انقلاب وروسته په مسلمانانو کې د دغه فکر د خپریدو لپاره پرله پسې هڅې وشوې او همدارنګه يې هڅه کوله چې مسلمانان له دين څخه د واټن له امله ګمراه کړي. په هرصورت، په اسلام کې، د ديني رجالو یا دنيوي رجالو په توګه هیڅ شی نشته؛ ځکه د اسلام د دين په وړاندې ټول مسلمانان برابر دي.
په اسلام کې د کلیسا د روحانیت او یا له اسلام څخه جلا ځواک په توګه هیڅ دیني سلطه نشته، مګر واک يو دی چې د اسلام په اساس ولاړ دی. ځکه اسلام هغه دین دی چې حکومت او سیاست یې یوه برخه ده او سیاست د شریعت له احکامو څخه دی.
ځکه په اسلام کې عقیده او نظام شامل دي خو دا چې اسلام عقیده ده؛ ځکه چې د هغه مبنا او بنسټ يې ايمان په خدای، ملائکو، آسماني کتابونو، پیغمبرانو، د قیامت په ورځ او قضا او قدر باندې ولاړ دی.
دا یو نظام دی؛ ځکه له همدې عقيدې څخه د حکومت، سياست، اقتصاد، مجازاتو، شواهدو، معاملې او داسې نورو اړوند چاري سرچینه اخلي؛ دې قوانينو ته شرعي احکام ویل کیږي چې مجتهدين د خدای له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو او د کتاب او سنتو له مفصلو دلایلو څخه استخراج او استنباط کوي. اسلام هغه کسان چې په خپل فهم او درک کې تخصص لري د عالمانو، فقهاوو او مجتهدانو په نوم نومولي دي.
اسلام د علماوو لپاره کوم لباس نه دی ټاکلی، څوک چې په اسلام پوه وي هغه عالم دی، هغه کولای شي چې هر ډول جامې واغوندي. خو هغه څه چې موږ د علماوو پر سر د پګړۍ په توګه ګورو هغه د اسلام په سپېڅلي دوره کې د ټولو مسلمانانو لباس وو. نو علماء د ځانګړو جامو په واسطه نه پیژندل کیږي، بلکه د دوی پوهه او علم او عمل د دوی د امتیازاتو لامل دی.
د دې خبرې ثبوت دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د علماوو مشر او د هغوی امام دی، له خپلو اصحابو سره په یوه مجلس کې ناست و، چې یو عرابي راغی او پوښتنه یې وکړه: ستاسو څخه کوم یو د عبدالمطلب زوی دی؟ صحابه کرامو وویل: هغه سپین کالی سړی چې تکیه يې کړې… د دې په څير ډېر روايات راغلي دي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو په جامو کې کوم توپیر نه وو او خاصې جامې یې نه اغوستلې.
خو نه يوازې پګړۍ د مسلمانانو لپاره پاتې نه شوه؛ بلکه د دوی نورې جامې هم بدلې شوې. دوی په جامو کې د نورو تقلید وکړ؛ خو علماء په خپل لباس پاتې شول، که څه هم د پګړۍ بڼه بدله شوې ده، خو حقیقت دا دی چې علماوو د ځان لپاره کوم ځانګړی لباس نه دی غوره کړی، بلکي د مسلمانانو د لباس بدلون د علماوو د لباس د امتياز لامل شو.
زموږ بحث په دې نه دی چې کوم جامې اغوستل روا دي او کوم حرام دي، بلکې موخه دا ده چې ووایو چې علماوو خپل اوسنې جامې نه دي اختراع کړي. بلکي د لومړیو مسلمانانو د جامو دغه طرز وو یا دې ته ورته وو.
په هرصورت، په اسلام کې د شرعي او مدني محکمو ترمنځ هیڅ توپیر نشته او تر هغه چې دا محکمې د دین او دولت د جلا کولو پر بنسټ وي، پايښت ونه لري. نو په اسلام کې محاکم يو دي، چې هغه هم د اسلام پر بنسټ حکم کوي.
همدارنګه په اسلام کې د علماوو، فقهاوو او مجتهدینو په نومونو خلک شته. مګر د نن ورځې مفهوم سره ديني رجال په نوم څوک شتون نه لري؛ ځکه چې د ټولو علماوو دنده دا ده چې د اسلام دعوت خلکو ته ورسوي او په هره ستونزه او پېښه کې د الهي احکام بيان وکړي.
د علماوو له واجبات څخه دا هم ده چې له حاکمانو او مسئولينو سره محاسبه وکړي، هغوی ته نصيحت وکړي، په نيکۍ امر وکړي او له بديو منع کړي چې دا سياسي کردار دی،. ځکه چې سیاست د “خلکو پالنه” معنی لري.
د علماوو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د دولت مشري يې پر غاړه اخيستې ده او دا يوه عادي خبره ده او د اسلام له فطرت سره سمون خوري. ځکه چې حکومت د اسلام پر بنسټ حکم کوي او د هغه په اساس د خلکو د حالت رعايت کوي؛ بلکې د اسلامي دولت د مشر لپاره د عالم او مجتهد یو له غوره شرطونو څخه دی.