Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»سیکولاریزم ته یوه کتنه (دوهمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _31 _جولای _2024AH 31-7-2024AD

سیکولاریزم ته یوه کتنه (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ډاکټر فضل احمد “احمدي”


سیکولاریزم ته یوه کتنه (دوهمه برخه)

د سیکولاریزم مخینه
فکري ایډیالوژۍ په حقیقت کې د آزادۍ، عدالت، آبادۍ،  فکري امنیت او نورو غوښتنو لپاره د رسېدو په موخه، د دولت د رهبرۍ د څرنګوالي لپاره د ماډرن عصر وړاندیزونه دي. د دودیزو سیاسي نظامونو او حکومتونو له زوال وروسته، په اوسني عصر کې د دولت چلونې شونتیا په بیلابېلو بڼو کې متصوره شوې، چې له مخې یې  اوسنی عصر د بیلابېلو فکري ایډیالوژیو د زیږېدو او پراختیا شاهد دی.
د دغو ایډیالوژیو څخه هرې یوې د مختلفو ټولنیزو ډلو او طبقو هیلې او ګټې څرګندې کړې او هڅه یې کړې چې دولتي اداره د همدې ډلو او طبقو د ایډیالوژۍ او ارزښتونو پر بنسټ جوړه کړي. د سیکولاریزم تر عنوان لاندې د یوه فکري بهیر د رامنځته کولو او ایجادولو فکر هم په همدې پلمه او د ځینو ډلو او طبقو د اړتیاوو او ګټو د پوره کولو لپاره رامنځته شوی دی.
 مذهبي اصلاحاتو نه یوازې په اروپا کې د عیسویت جوړښت او شکل بدل کړ، بلکې د سیکولاریزم د فکري او فلسفي بنسټونو په پیاوړتیا کې  هم اغیزمن وو. یا په بل تعبیر، د سیکولاریزم ریښه د کلیسا او پاپ د تقدس د مفکورې په زوال کې لیدل کیدای شي. د سیکولاریزم خپریدل په عملی ډول د فرانسې د انقلاب او د کلیسا  له کمزوري کیدو سره مل وو. د سیکولاریزم ترټولو مهم اغیز له اروپایي ټولنې د دین اخیستل وو. همدارنګه د لیبرالیزم او ډیموکراسۍ فلسفه د سیکولاریزم په تشریح او بیان کې  هم اغیزمنه وه.
هغه مذهبي عقیدې او انګیرنې چې په تیرو وختونو کې د عیسویت او مذهبي یووالي په شاوخوا او د پاپ په مرکزیت کې راوتلې وې، د اتلسمې پیړۍ راهیسې په اروپایی ملتپالنه او انفرادي حقونو کې راټولې او خلاصه شوې. له سیاست څخه د دین جلاوالی،  د ملي روحیې او وګړو ته د حقوقي مساواتو د ورکړې پیاوړتیا  چې د اساسي قانون په بڼه ورکول کیدې، له مذهبي آدرسونو څخه غیر مذهبي اشخاصو یا سازمانونو ته د واک او مرجعیت د لېږد باور پیاوړی کړ.
د دې نظريې له مخې، سیاست په ټولنيزو چارو کې اصل دى، نه مذهب چې فردي او بندګي جنبه لري. دا د دې لامل شو چې مقدس او دیني مسایل هم د نیوکې  وړ وبلل شي. له همدې امله، د آکویناسي او آګوستیني مسیحي ښارونو آرمان، خپل ځای نوي دولت – هېوادونو ته پرېښود،  د خوښۍ او فضیلت معیار د وګړو د حقونو په پوره کولو او د ملاتړ شويو سیاسي پولو پر بنسټ متمرکز شو.
په دې برخه کې د واکمن دنده د مؤمنانو جنت ته وړل او په اخرت کې د عنعنوي او اخلاقي عذابونو ټاکل نه، بلکې د هغوی د دنیاوي اړتیاوو پوره کول وو.دا بدلونونه يوازې د سياسي فلسفې او مذهب په ډګر کې رامنځته نشول، بلکې په ټولنيزو طبقو او عام ژوندانه کې هم ژور بدلونونه رامنځته شوي، ښاري ژوند او ښاریتوب عام او له دې سره مل فيوډاليزم هم ورو ورو په کمېدو شو.
د فیوډالي ټولنې له ړنګیدو سره او د ټولنیزو اړیکو د ماتیدو په پایله کې د لومړي ځل لپاره د فرد او د هغه د حقونو مسله راپورته شوه او د ملت-دولت د بشپړ پرمختګ او د ډیموکراټیکو رایو په زیاتیدونکي حق سره، د دودونو،  دیني  محدودیتونو او آدابو په وړاندې د خلکو پراخې سیاسي مداخلې، یو جدي امکان وموند. علم ګرایي، پوزیتیویزم او په الهیاتو نیوکې، چې د بشر د فناه یا ختم د فکر او د بشری اسکاولوژی پایله ده، په عمل کې د اروپا مذهبي هویت شاته وپرځاوه.
مګر مهمه مسله دا ده چې حتی سیکولاریزم هم ونشو کولی ل۷ اروپایي هویت څخه د عیسویت اوږدمهاله نفوذ له مینځه یوسي، د اروپایي ټولنې یو بنسټیز شاخص د عیسويت مشترک هویت دی چې له دې اتحادیی سره د ګاونډیو مسلمانانو لکه ترکیې هېواد(پرته له داخلي خنډونو)د یوځای کیدو مخه نیسي.
تردې چې عیسوي هویت د ځینو اروپایي سیاسي ګوندونو په ماهیت او اهدافو کې بنسټیز رول لوبوي، په داسې حال کې چې د مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو په ګډون په ډیرو اروپایي هیوادونو کې د پاشلتیا او د ملاتړو د شمیر له مخې ټولنیز بنسټ جوړوي.د دوی ډیری سیاسي ایډیالوژۍ د ملتپالنې او مسیحي مذهبي ارزښتونو ترکیب دی، چې د عمل پر بنسټ ولاړ او ایډیالوژیکي چوکاټ یې کمزوری دی.
ځکه چې په اروپا کې پر مذهبي فکر د سیکولاریزم له برلاسۍ سره، یوازې د دین عنصر د لویدیځو ملتونو په وړاندې د بحرانونو او ننګونو د حل کولو توان نه درلود. له همدې امله د سیکولاریزم، سرمایه دارۍ، ملتپالنې او د ځینې اخلاقي او عیسوي مذهبي ارزښتونو د نظریو ګډ ترکیب د اروپا ملتونه په څو مخیز انتخاب کې اچولي، داسې چې نه خالص سیکولر دي او نه هم لکه څرنګه چې په نورو ملیتونو کې لیدل کیږي، د دیني عقیدې او تعلیماتو پیروي کوي.  که  په اروپا کې یو زیات شمیر هیوادونه سیکولر حکومتونه بلل کیږي، دا په دې معنی نه ده چې هیڅ مخالفت او ټکر ورسره شتون نلري او هر سړی سیکولر دي؛ بلکې ټکر او مخالفتونه په هره ټولنه کې یو طبیعي او اړینه خبره ده، له همدې امله د سیکولاریزم منل او خپریدل په اروپایي هیوادونو کې له ډیرو لوړو ژورو سره مخ شوی.
دوام لري…
Previous Articleسیکولاریزم «د دې عجیبو پریکړو تر پردې شا څوک وه» (نولسمه برخه)
Next Article امام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (اتمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه نهه‌ويشتمه برخه د شریعت د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه پنځمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک څلور ویشتمه برخه په اصلاح…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (نهه‌ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزی د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله نهه‌ویشتمه برخه دوهم درس:…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.