لیکوال: ابورائف
سیکولاریزم «د ملت له هیلو او غوښتنو سره مخالفت» (اتلسمه برخه)
۲- د ملت له هیلو او غوښتنو سره د کلیسا مخالفت
یو بل لامل چې د عام اروپا په ځانګړې توګه د فرانسې د خلکو د کرکې او د دین له احکامو او لارښوونو څخه د لیرې کیدو او د سیکولریزم افکارو او نظریاتو ته د لیوالتیا سبب شو، د ملت د مشروع غوښتنو او اړتیاوو په وړاندې د کلیسا دریځ و. که د کلیسا دغه بد او ناوړه چلند د اروپایي ولسونو د هیلو پر خلاف نه وای شوی، نو ممکن اروپایي او فرانسوي ولسونه به د سیکولرانو لیکنو او افکارو ته متوجه نه و.
البته، ښایي کلیسا د انقلابیانو په اړه د خپلو شکونو د ډیریدو لپاره تر یوه حده معذوره وګڼل شي، مګر وضعیت داسې و چې کار یې له لاس څخه وتلی و؛ ځکه د شپونانو احساسات چې د لوږې او ظلم له امله د تباهۍ اوج ته رسېدلي وو، د هوساینې او عقلي فکرونو او تصمیمونو لپاره یې چانس نه پرېښود، بلکې کلیسا یې دې ته اړ کړه چې د پیړیو پیړیو پور چې په ظلم او زیاتي سره یې له نورو اخیستي و، ادا کړي.
ښايي کروندګر د “روسو” په افکارو او د “فولټیر” په نیوکو پوه نه شي، مګر دوی کولی شي په اسانۍ او آرامۍ سره د کارډینالانو او کشیشانو دسیسې او د دوی د ویاړ شتمنۍ وګوري. بزګرانو د توماس جیفرسن دا وینا په خپلو سترګو لیدلې وه، چې ویل یې: “په هر ښار او زمانه کې کشیش د ازادۍ له دښمنانو څخه دی. هغه تل د ظالم واکمن ملګری او هغه ته ژمن وي او له هغه سره په بدو کارونو کې مرسته کوي.
دا د دې لامل شو چې ملتونه د خپل قهر پیاله په کلیسا باندې واړوي او د پادری “میرابو” شاته چیغې وکړي: وروستی پاچا د وروستي پادری په کولمو سره اعدام کړئ.
۳- پټ شیطاني ځواکونه
بله خبره چې د اروپا د ملتونو تر منځ د بې اتفاقۍ او له دین څخه د تیښتې د فضا د رامنځ ته کېدو سبب شوه، د دغو ملتونو په منځ کې د پټو او مخفي قوتونو شتون و، چې د ظالمو مذهبونو پر وړاندې د راپورته کېدو پر ځای یې د دین له اصولو څخه کرکه پیدا کړه او هغوی یې د دین د کلمې سره دښمن او مخالف کړل.
دا ممکنه وه چې اروپایی ملت د کلیسا پر ضد راپاڅی او ملکیتونه یې ضبط کړی او نفوذ او کنټرول یې له منځه یوسی، خو په عین وخت کې به په خپل اصلی دین ایماندار او خپل تاریخ او عاداتو ته وفادار وی او احکام او لارښوونې به یې پلي کړي.
خو د یوه لامل او دلیل شتون، د دې باعث شو چې ملت د دین له اصولو څخه کرکه پیدا کړي او د دیني انسانانو د ظلمونو د مخالفت پر ځای یې ځان د دین د مخالف په توګه معرفي کړ، کله چې خلکو او یاغیانو د «باسټیل کلا» په وړاندې پاڅون وکړ، دوی یوازې یو شعار ورکړ او هغه «ډوډۍ» وه؛ خو لا هم د خپل انقلاب پايلې ته نه وو رسېدلي، چې پوه شول، چې ځينې يې د اصلي شعار پر ځاى د ازادۍ، برابرۍ، ورورګلوۍ او نورو شعارونه ورکويی، دغه شعارونه د نورو لخوا هغوی ته تلقین شوي و او په خپله د هغوی د تولید توان او وړتیا یې نه درلوده.
کله چې په فرانسه کې د اعدام ګیلوټین کار کاوه او قربانیان یې د وژلو لپاره راوړل، دوی یوازې د یو دلیل لپاره اعدام شول او هغه د خلکو او ملت سره دښمني وه، مګر د دوی په منځ کې داسې کسان هم وو چې خلک د دوی په بې ګناهۍ پوهېدل او د ملت ملاتړي يې ګڼل. په زړه پورې دا و چې نن به یو چا د ولس او ملت په ملاتړ اعلاميه لوستله او سبا به هماغه کس د ملت سره د دښمنۍ په جرم اعدام کړل شو!