لیکوال: نعمان سعید
د پخوانیو کارمندانو په اړه د عباسي خلیفه حکیمانه پرېکړه
عباسي خلیفه أبو العباس أحمد بن الأمير إسحاق بن المقتدر جعفر بن المعتضد القادر بالله، چې له ۳۹۳ هجري قمري کال نه یې تر کال ۴۲۲ هجري قمري پورې د مسلمانانو خلیفه پاتې شوی، یوه شپه را ووت او د بغداد د بازار په کوڅو کې په عادي او شخصي جامو کې ګرځي، داسې ګرځي چې څوک یې نه پیژني چې دا د وخت خلیفه دی.
بازار کې روان دی او یو کس یې ولیدی، چې بل ته وایي: د دې شوم خلیفه واکمني ډیره اوږده شوه، داسې پاچاهي یې ده، چې نور څوک په پاچاهۍ کې ورسره برخه نلري.
خلیفه د هغه د پېژندلو په هڅه کې شو او له هغه څخه یې د هغه د مسلک په اړوند پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: زه له هغه کسانو څخه یم، چې پخوا به له هغوی نه دولت مرسته غوښته او په بغداد کې د خلکو حالات او رازونه به یې دولت ته رسول (جاسوسان) وو؛ خو کله چې دا خلیفه واک ته ورسید، نو موږ یې له دندو ګوښه کړو او زموږ د ژوند لارې چارې یې ټولې را خرابې کړې.
خلیفه ورته وویل: هغه نور کسان چې په بغداد کې وو او ستا په شان جاسوسان و، ایا هغه درته معلوم دي؟ هغه ورته وویل: هو! بیا یې د هغوی ټولو نومونه وليکل او خلیفه امر وکړ، چې ټول د را اوغوښتل شي، ټول یې را اوغوښتل او هر يوه لپاره يې څه اندازه فيس هم مقرر کړ او بیا یې ټول د خلافت له مرکز نه لرې د دین له دوښمنانو سره پراته سرحد ته ولیږل، له سرحداتو نه به یې د دوښمنانو د ټولو معلوماتو، تحرکاتو او کړو وړو په باب مرکزیت ته راپور ورکاو او د دوی خبر به یې را وړ.
خلیفه خپل شاوخوا ملګرو/ کابینې ته مخ واړوه او ویې ویل: تاسو باید په دې پوه وئ! چې په دا خلکو کې خدای ـ جل جلاله ـ شر پیدا کړی دی او سینې یې له نړۍ/خلکو سره له کرکې ډکه دي او دوی باید دا بدی له خپلو سینو وباسي؛ نو د دې کار لپاره غوره دا ده، چې دوی د دين د دښمنانو سره مخامخ وي او هلته دا بدي او حسد وباسي، موږ باید نه مسلمانان له دوی سره ګډوډ کړو او نه یې ورباندې وځوروو.