نړۍ کې دې خبرې ته کار شوی دی، چې اسلامي نظامونه نشي کولی حکومتولي وکړي، هیوادونه او ملتونه کنترول کړي، د یو هیواد د نیکمرغۍ او سوکالۍ سبب وګرځي، دا کار ټولو کړی دی، خو په ځانګړې توګه لودیځ له پیړیو ـ پیړیو نه په دې خبره باندې زیات کار کړی، دا چې ولې او د کوم هدف لپاره یې دومره تبلیغات کړي دي، نو دا جلا موضوع او بیل بحث دی، چې د تمدنونو ټکر یا د کفر او اسلام خبرې ته یې سر رسیږي.
په هرحال! دلته موږ یوازې د دوو کافرانو یوازې یوه ـ یوه خبره را اخلو، چې هغوی پخپله باندې د اسلامي نظامونو په ګټورتوب، جامعتوب او نظام په سمه بڼه باندې اعتراف کوي او د “وشهد شاهد من اهلها” مصداق ګرځیدلي.
زموږ مقصود او غرض د دوی اعتراف ته اهمیت ورکول نه دي، چې دوی اعتراف وکړ؛ نو دا زموږ لپاره تائید دی، مقصود دا دی، چې زموږ په منځ کې هغه خلک، چې هغوی نن ورځ د لودیځوالو په خبرو او آپلاتو باندې ایمان راوړی دی، هغوی ته دا وریادوو، چې لودیځوال ستا تاریخ، چوکاټ، برم، وړتیا او د نظام په ګټورتوب، جامعتوب او په تائید او وړتیاوو اعترافات کوي؛ خو ته بیا په پټو سترګو هغوی پسې روان او ړوند تقلید یې کوي.
افسوس! که دا ډول خلک لږ هم خپل تیر تاریخ ته ځیر شي، د نظامونو د حاکمیت نه وروسته ملت ته د ګټورتوب او عملي امتحان د ورکړې یو تر بله پرتله وکړي، نو خپله پریکړه کولی شي، چې اسلامي نظام او اسلامي حاکمیت څومره لوړ او د بشریت لپاره جامعیت لري او زه په خپل دغه فکر کې چې لودیځ متمدن دی، څومره کوږ تللی یم؟