په نیکۍ امر کول او له بديو منع کول د نېکو او ښو خلکو له ځانګړتیاوو څخه دي، دا صفت د هغه چا په وجود کې لیدل کیږي چې د نورو په وړاندې د خير غوښتنې احساس لري، خدای تعالی په دې اساس د دې امت د غوره والي لامل معرفي کړی دی. وروسته له دې چې موږ د معتزله د پنځو اصولو څخه څلور اصله په ترتیب سره بیان کړل، په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د معتزلې فرقې پنځم اصل (په نېکۍ امرکول او له بدیو څخه منع کول) بیان کړو. په دې مقاله کې د شريعت له نظره، په نېکۍ امرکول او له بدیو څخه منع کولو حکم او ارزښت څېړل شوی دی.
په دې برخه کې موږ پنځم اصل ته اشاره کوو، چې دا اصل ««الأمر بالمعروف والنهی عن المنکر: په نېکۍ امر کول او له بدو منع کول» دې.
د «الأمر بالمعروف والنهی عن المنکر» حقیقت
«الأمر»په لغت کې: د أمر یأمر أمرا «بضم العین من باب نصر ینصر نصرا» څخه اخیستل شوی، چې معنی یې د یو کار امر کول دي.
«امر» يعني، هغه چا ته ويل چې د رتبې له مخې له هغه څخه ټیټ وي، “افعل: دا کار ترسره کړه”. او نهي دې ته وايي چې ويونکي هغه چا ته چې د رتبې له مخې له ده څخه ښکته وي ووايي: “لا تفعل: دا کار مه کوه”
«معروف» په لغت کې: دا د عرف، یعرف، عرفا او معروفا څخه اخیستل شوی، چې په پښتو کې: د پیژندل شوی، ښه او غوره کولومعنا لري.
«معروف» هغه څه ته ویل کیږي چې خدای او رسول یې حکم کړی وي او “منکر” هغه څه ته ویل کیږي چې خدای او رسول یې منع کړي وي، “معروف” د دې لپاره معروف بلل کیږي، ځکه چې پاک نفسونه یې پیژني او ورسره الفت لري. او منکر د دې لپاره منکر بلل کیږي ځکه پاک نفسونه ترې کرکه کوي او بد ګڼي. نو، هر هغه څه چې پاک نفسونه يې بد ګڼي، منکر دی. لکه د نشه يي توکي او د بدو کارونو په څیر، لکه زنا.
د تعريف شرحه: د معتزله له نظره معروف هغه نېک عمل دی چې فاعل یې په داسې حال کې تر سره کوي چې د هغې د ښه والی پیژني یا د هغه پر ښه والي دلالت کوي؛. خو د دوی دا خبر چې وايي: “د الله متعال په افعالو کې نه ویل کېږي چې پخواني دي”؛ ځکه چې د هغې ښه والی څرګند نه دی او د دوی دا جمله “نه پر هغه دلالت کوي”؛ يعني، هیڅ دلیل پرې نشته چې نېک دی.