Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»امر بالمعروف او نهی عن المنکر (یولسمه برخه)
اسلام پنجشنبه _11 _جولای _2024AH 11-7-2024AD

امر بالمعروف او نهی عن المنکر (یولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابو عرفان


امر بالمعروف او نهی عن المنکر (یولسمه برخه)

ب. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مراتب
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې اصول دا دي چې هر څوک چې غواړي د دې مهم کار مسئولیت په غاړه واخلي باید خپله ټولنه او کاري چاپیریال و ارزوي. د ټولنې د ارزونې تر څنګ دا اړینه ده چې پوه شو چې څنګه او له کومو وسیلو سره موضوع ته ننوځي او په کومو طریقو سره منکر بدل او په ځای یې معروف راوړل شي. په هره ټولنه او هر حالت کې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مرتب د بدلېدو په حالت کې دي. د دې مراتبو په اړه اړین توضیحات لاندې ورکړل شوي:
د: «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»؛ حدیث په اساس د اسلام علما امر بالمعروف او نهی عن المنکر په درو مرحلو باندي وېشلي دي، دا درې مرحلې دا دي:
  1. په لاس سره د منکر مخ نیوی؛ د توان او استطاعت د درلودلو سره، د خپل مراد او مقصد تحقق کول د قدرت او ځواک په وسیله، دا مرحله د پاچاهانو او د هغه خلکو لپاره دي چې لوړ ځواک او واکمنۍ ولري.
  2. په ژبه باندي رد کول؛ په ژبه خلکو ته د ښو کارونو لارښوونه کول او له بدو کارونو یې منع کول.
  3. کله چې انسان په لاس او ژبه امر بالمعروف او نهی عن المنکر نه شي کولای؛ نو د هغه مسئولیت یوازې قلبي دی. باید په زړه کې یې بد وګڼي او کرکه ځیني وکړي او له هغو کسانو سره دې نه کښېني چې ژوند یې له بدیو سره ګډ دی.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو احتمالي بحث په لاندې ډول څرګندیږي: امکان لري چې په لومړي سر کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یعني قلبي انکار واجب عیني وي؛ خو دویمه مرتبه (ژبني انکار) عیني نه دی او دریمه مرتبه (عملي انکار) کفایي فرض دی. ځینو دا فکر کړی چې که یو څوک خپل ځان ته پام وکړي او ښه کارونو ته اقدام وکړي نو د ټولنې د نورو غړو د فعالیت په اړه اندیښنه ته اړتیا نلري. ځکه چې کله انسان ته هدایت ورکړل شي، د نورو ګمراهۍ ورته ضرر نه رسوي او د دې خبرې د ثابتولو لپاره دوی د قرآن له دې آیت څخه استدلال کوي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنْفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ»؛; ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! په ځان پاملرنه کوئ، که تاسو هدایت شی، هغه کسان چې ګمراه شوي به تاسو ته ضرر ونه رسوي. الله ته د ټولو ورتلل دي. بیا به تاسو ته خبر درکړي چې تاسو څه کول.»
ځينې په دې اند دي چې د آيت ظاهر  د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نه کولو دلالت کوي. په داسې حال کې چې په ياد آيت کې د هدايت خبره ده او انسان هغه مهال هدایت ته رسيږي چې خپل وظيفه (چې له هغو څخه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی) سرته ورسوي. کله چې خپل وظيفه ادا کړي او يا ادا کولو ته یې چمتو وي، د نورو ګمراهي به ورته زيان ونه رسوي. مګر په هیڅ صورت کې نباید خپل سستي په خپله دنده کې توجیه کړي، او ووایي چې زه مسئول نه یم او په ما پوري اړه نه لري. ځکه چې دا آيت د دې خبرې د څرګندولو لپاره نازل شوی چې مؤمنان بايد په خپله لاره ثابت قدم واوسي. دوی باید د نورو په ګمراهۍ کې راګیر نشي؛ ځکه د ګمراهانو ګمراه کول مؤمنانو ته زیان نه رسوي.
په بل عبارت، دا باید په پام کې ونیول شي چې یو شخص باید د حق او سم فکر کولو په لاره کې د ټولنې تر تاثیر لاندې رانشي. د دې اصولو له مخې، حق تل حق دی. پرته له دې چې د ټولنې اکثریت دا مني یا نه. همدارنګه، باطل تل باطل دی؛ پرته له دې چې په ټولنه کې اکثریت خلک دې ته متوجه دي که نه.
د بېلګې په توګه که فرض کړو چې پورتني استدلال صحيح دى او ياده شوې نظريه معتبره ده، نو بیا هم ياد شوى آيت امر بالمعروف او نهی عن المنکر آیت ناسخ نه دی؛ ځکه چې په دې برخه کې ډېر آيتونه شته، او نه څوک دا ثابتولی شي چې د دې آيتونو لفظ يا مفهوم مردود دی.
که د ذکر شوي آيت په باره کې د علماوو او پوهانو تفسيرونه مطالعه کړو نو معلومه به شي چې دا آيت په هيڅ صورت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په پرېښودلو دلالت نه کوي. له بلې خوا، د دې محتويات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د عدم وجود سره هیڅ تړاو نلري. د بېلګې په توګه استاد مخلص په خپل تفسير کې ليکي: «دا آيت بايد د هغه څه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نفی په توګه ونه ګڼل شي. ځکه د قرآن کريم او د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مطلق ضرورت ته اشاره کوي. نو دا آيت چې په فردي مسؤوليت باندې تاکيد کوي، يوازې د هغو کسانو لپاره دی چې نه شي کولای د هغه څه د ترسره کولو توان ولري چې معلوم او حرام دي، او یا… .»
ادامه لري…
Previous Articleامر بالمعروف او نهی عن المنکر (لسمه برخه)
Next Article ځوانان د ټولنې راتلونکي جوړونکي (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۳)

یکشنبه _3 _مې _2026AH 3-5-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۲)

سه شنبه _28 _اپریل _2026AH 28-4-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۸۱)

شنبه _25 _اپریل _2026AH 25-4-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)

پنجشنبه _7 _مې _2026AH 7-5-2026AD9 Views

لیکوال: مهر الله عزيزي د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹) د سوېلي…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹) دوولسم…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۷)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین‌باورۍ سره یې ټکر…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۳۷)

دوشنبه _4 _مې _2026AH 4-5-2026AD9 Views

لیکوال: ابورائف عبدالله فراماسونري (برخه: ۳۷) یهود او کمونیزم په دې برخه کې د یهودیت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د بودیزم د تاریخ او باورنو تحلیل (برخه: ۹)

پنجشنبه _7 _مې _2026AH 7-5-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۴۹)

سه شنبه _5 _مې _2026AH 5-5-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.