لیکوال: ابو عرفان
امر بالمعروف او نهی عن المنکر (لسمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر درجې
هغه څوک چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت په غاړه اخلي، په هر ځای او د هر شخص لپاره نه شي کولای فعالیت وکړي، مګر دا چې د سپیڅلي اسلامي شریعت په حدودو کې وي. په لومړي درجه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولیت د حاکمانو او دولتونو پر غاړه دی (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت). دعوت يو له ديني وظيفو څخه ګڼل كيږي او كه يې پريږدي نو د ناوړه پايلو مسئول به وي. په دې لیکنه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر بحث د ټولنې په کچه او د عامو مسلمانانو په اړه شوی دی. دا کار باید په مناسبو طریقو او د شریعت په حدودو کې تر سره شي، تر څو ټولنه د منکرات له کړکیچ څخه خلاص او پر ځای یې د خدای احکام راشي.
علامه ابن قیم رحمه الله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د حکم په تشریح او په خاصه توګه د منکر څخه د انکار په برخه کې یې څلورې درجې او کچې ذکر کړي دي، چې په هغه باندي کولای شو منکر او نهی رد کړو، چې په لاندې ډول دي:
-
منکر له منځه یوړل شي او “معروف” د هغه په بدل کې ځای په ځای شي؛
-
منکرات باید محدود شي، که څه هم په عمومي توګه د ټولنې څخه لیرې نه شي؛
-
دغه منکر باید له منځه ولاړ شی، خو بل منکر دې پرځای راشی.
-
منکر ورک شي؛ خو یو بد منکر یې په بدل کې ځای په ځای شي.